د ۱۳۹۶ کال د لړم ۱۳مه
 
د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير ګلبدين حکمتيار د شنبه په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون په مرکزي دفتر کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرحه وسپارله او د ټاکنو په هکله يې خپل دريځ روښانه کړ.
ښاغلي حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، چې بايد ټاکنې په خپل وخت ترسره شي او په دې برخه کې ځنډ ورته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.
ورور حکمتيار يو ځل بيا د اوسني حکومت په دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې ټاکنې بايد د همدې حکومت او همدې اوسني کميسيون تر اشراف لاندې ترسره شي.
د حزب اسلامي امیر وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د غړو بدلون ته وخت نشته، دا کمیسیون له ډیر وخت او له ډیرو ستونزو وروسته جوړ شوی دی، باید کمیسیون پرېښودل شي، ترڅو خپل کار بشپړ کړي.
ښاغلي حکمتيار وويل، په داسې حال کې چې اوسنی حکومت او کميسيون زموږ په غیاب کې جوړ شوی او د دواړو په ترکيب او تګلارو پراخ اعتراضات لرو، خو د مجبوريت له مخې يې منو. بايد پريږدو چې د وحدت ملي حکومت تر انتخاباتو پورې خپله قانوني موده بشپړه کړي او هر تغير بايد په سوله ييزه توګه او د انتخاباتو له لارې وي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه، ددې لپاره چې د تقلب مخنیوی وشي، د ټاکنو شفافيت تضمين او پايلې يې ټولو ته د منلو وړ وي، نو ټولو سياسي ګوندونو يا لږ تر لږه سترو ګوندونو ته دې د انتخاباتو په ټولې پروسې د بشپړ او ډاډمن نظارت حق ورکړل شي.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه، هېڅ واجد شرایط افغان بايد د رای ورکولو له حق څخه محروم نه کړی شي او په ناامنه سيمو او بهر کې میشتو افغان مهاجرينو ته دې په ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه مساعده شي.
هغه دا هم وويل چې د انتخاباتي حوزو شمېر بايد په پارلمان کې د وکيلانو د شمېر په اندازه وي او هره انتخاباتي حوزه بايد يو وکيل ولري. په موجوده احصايې دې اکتفأ وشي او له مخې دې حوزې و ټاکل شي.
ورور حکمتيار زياته کړه، هر افغان بايد په هر ځای کې د هېواد د ننه او بهر د خپلې رأی کارولو حق ولري او کميسيون بايد دا شرايط ورته برابر کړي چې په نيږدې حوزه کې خپله رایه وکاروي.
د حزب اسلامي امير وويل، د واجد شرایط رأی اچونکو فهرستونه دې د ټولو مهمو سياسي ګوندونو له نظر تېر او توافق يې ترلاسه شي او يواځې د همدې فهرستونو له مخې به د رأی کارونې حق ورکول کيږي او فهرستونه دې د تابیعت تذکرو له مخې جوړ شي.
د يادې طرحې له مخې د رأی اچونې په هرې حوزه کې به د هغو ګوندونو ناظر وي چې په يادې حوزه کې نوماند لري او رأيې به مرکز ته تر ليږدولو وروسته په لومړی په ټولو حوزو کې وشمېرل شي.
ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه، رأيې بايد له ځنډ پرته اعلان شي او هېڅوک دا حق نلري چې د نتايجو اعلان د موجه او دمنلو وړ د لايلو پرته وځنډوي.
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل، چې بهرنيان يواځې د ناظرينو په توګه کولی شي د انتخاباتو بهير و څاري او خپل مشاهدات منعکس کړي او د هېڅ ډول مداخلې حق به نلري.
د نوموړي په خبره حکومت کول د اشخاصو کار نه دی، يو سياسي باتجربه او ملت شمول حزب کولی شي بریالی او مؤفق حکومت جوړ کړي او دې هدف ته د رسېدو لپاره بايد واړه واړه قومي او سمتي ګوندونه په ملت شموله ګوندونو بدل شي.
ورور حکمتيار په پای کې وويل، له هرې انتخاباتي حوزې به هغه څوک غوره کيږي چې د بريا نصاب پوره کړي یعنې که لس ميليونه افغانانو رايې ورکړې او د هرې انتخاباتي حوزې لپاره څلويښت زره رايې د بريا نصاب وي، د هغه ګوند له فهرست به دا نوماند غوره کيږي چې همدومره رايې يې ترلاسه کړې.
ښاغلي حکمتيار يو ځل بيا د شفافو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او هيله يې وښوده چې يادې ټاکنې په هېواد کې د بحران د پای ته رسېدو او مثبت تغير وسيله وګرځي.
په دې خبري ناسته کې د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر نجيب الله احمدزي ټاکنې یو ملي بهیر وباله او د حزب اسلامي افغانستان امیر انجینر ګلبدین حکمتیار څخه یی مننه او کورودانۍ وکړ چې د ټاکنو په اړه یی طرحه خپله وړاندې کړله او له کمیسیون څخه یی ملاتړ وکړ.
دغه راز د ټاکنو خپلواک کميسیون مرستيال عبدالبديع صیاد د حزب اسلامي طرحه يوه هراړخيزه طرحه وبلله او زياته يې کړه چې له دقیقې مطالعې وروسته به يې د عملي کېدو لپاره هڅې وکړي.
 
 
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *