د قیر سړک منځ کې ناسته وه، لمر ته یې وکتل. لمر ورو- ورو پناه کیده. اوتره شوه. مخې ته پراته یو ګوني یې را پورته کړل، حساب یې کړل او بیا یې د لاس ګوتې وشمارلې.
په ولاړیدو شوه. لمر ته یې بیا وکتل، لمر دې تماشې ته د ټینګې نه و؛ په تیښته و. میرمنې کله خپلو پیسو ته کتل او کله لمر ته.
ځان سره یې ورو ویل: موږ خو پنځه کسان یوو، په دې خو درې ډوډۍ هم نه کیږي.
بیرته کښیناسته، پیسې یې مخ ته کیښودې. کله یې لمر ته کتل او کله مخکې پرتو پیسو ته.
شغ شو، د تورو ښیښو موټر یې تر څنګ تیر شو او راټولې شوې پیسې د میرمنې له مخې والوتې.

 جلال اباد

د چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *