تاند- یو افغان ساینسپوه توانېدلی، داسي بې پېلوټه الوتکه یا ډرون جوړ او ډیزاین کړي ماینونه په اسانه او چټک پاک کړي.
د ساینس مجلې د راپور له مخې افغان ساینسپوه مسعود حسني په وروستیو څو کلونو کې پر (Mine Kafon Drone) بې پېلوټه الوتکې کار کاوه او اوس یې دې الوتکې ته انکشاف ورکړی دی.
حسني هیله لري چې دا الوتکه به په ۱۰ کلونو کې ۱۰۰ ملیونه ماینونه شنډ او پاک کړي.
دا الوتکه د افغانستان لپاره په ځانګړي ډول زیاته مهمه ده ځکه چې د نړۍ تر بل هر هیواد زیات ماینونه پکې اېښودل شوي او له تېرو څو لسیزو راهیسي د هغو د پاکولو لپاره د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د ملګروملتو له لوري په سلګونو ملیون ډالر لګول شوي خو لا هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې ماینونه شته او د افغانانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
د ملګروملتو د شمېرو پر اساس له ۱۹۶۰ څخه تراوسه پوري په د نړۍ په ۷۰ هیوادونو کې ۱۱۰ ملیونه ماینونه اېښودل شوي او هر کال له ۱۵ زره تر ۲۰ زره انسانان په ماینونو وژل کېږي.
د ملګروملتو پر اساس ماینونو تر ټولو زیات افغانستان ځپلی دی. په دغه هیواد کې اټکل کېږي چې ۱۰ ملیونه ماینونه خښ دي چې تر ۲۰۰ مایل مربع زیاته ساحه یې نیولې ده.
د ښاغلي حسني له لوري ډیزاین شوې بې پېلوټه الوتکه یوې مولټي کوپتر ته ورته ده او هر راز وسیله پکې نصب کېدای شي.
د ده په وینا د دې ډرون په وسیله په درو پړاوونو کې ماینونه له منځه وړل کېږي.
په لومړي پړاو کې په الوتکه کې د موجودې کمرې په وسیله د سیمې درې بعدي یا ۳ ډي نقشه اخیستل کېږي، بیا د الوتکې په لاندینۍ برخه کې یو قلزموندونکې اله نصب کېږي، چې کله الوتکه پر مځکه ناسته وي، دا اله له مځ:ې ۴ ساتني متره لوړه وي او په درېم پړاو کې د فلزموندونکې الې پر ځای یو نوسی یا ګیرا نصب کېږي چې دا نوسی د ماین په ځای کې چاودېدونکي مواد ږدي او بیا له لېري چاودېدونکي مواد الوزول کېږي.
حسني تمه لري چې دې بې پېلوټه الوتکې ته به انکشاف ورکړي چې د ماین پاکۍ تر نورو شېوو ۲۰ برابره چټک او په عین حال کې ارزانه نړۍ د ماینونو له شره خلاصه کړي.
د (Kickstarter) په نوم کمپنۍ د حسني اختراع کړې الوتکې ته انکشاف ورکوي.
حسني له خپلې کورنۍ سره په ۱۹۹۳ کې جلاوطن شو، بېلابېلو هیوادونو ته لاړل او بالاخره په هالنډ کې مېشت شول.
د ښاغلي حسني له لوري دا ماین پاک په ۲۰۱۳ م کال کې جوړ شوی و.