تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: د ایران ولسمشر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په حضور نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان کې باید بین الافغاني سوله وشي.

حسن روحاني دا څرګندونې، په ایران کې د افغانستان نوي سفیر عبدالغفور لېوال ته د هغه د باورلیک د منلو په ناسته کې کړې دي.

حسن روحاني په افغانستان کې وروستي تروریستي بریدونه غندلي او په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو په حضور هم نیوکه کړې ده: (( موږ له افغانستان سره د لا زیاتو ښو اړیکو غوښتونکي یوو او د هغې پروسې ملاتړ کوو چې د افغان حکومت لپاره د منلو وړ وي.))

په دې لیدنه کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال هم له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو به همغږۍ او ډېرولو ټینګار کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د ګاونډیانو پر ضد استعمال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *