دا مهال زه په يو باغ كښى ګرځم . چار چاپېره يوه ښائسته دنيا ده چى زه ئې لېونئ كړئ يم او زرغونې درختى دى چى تل له باد سره غاړى واى ، د مستۍ ، د ځوانۍ ، رښتيا خبره ده چى دواړه خورا اوسېږو ، ہم په خپلو ځانونو هم پہ خپل توان ، بلكه دلته خو د ښكلو مرغانو ږغونه او د ګلونو خوشبوى هم ده چى زما احساسات تخنوى ، واه زه خو دلته په حسن كښى ډوب يم او د زړه په شان روح مى هم د خوشحالۍ په تالاب كښى لامبو وهى . په داسى حال كښى چى د څنګ د ويالې په اوبو كښى ځان ته وګورم نو زړه مى نور خوشحاله سى . څومره خوندوره ځوانى مى ده او څومره ښكلئ يم زه . دا شئ په ما كښى د غرور احساسات را وپاروى . څرنګه خوند راكوى خپل وجود چى له ارمانونو ډك دئ او داسى نشه نشه دئ ، خاص لكه يو اسمانى مخلوق چى مست شراب راكړى وى . زما خو نظر هم حسين دئ ، پرله پسې رنګينو ګلانو ته ګورم ، كله ګلاب ، كله چمبېلى او كله خاټول ته ، هر ګل د يوې پېغلى په شان راته خندان دئ او زړه مى غواړى چى زه هم ورنږدې سم ، ښكل ئې كړم ، خبرى ورسره وكړم او مينه هم . عجبه ده څومره تږئ يم د مينى ، څومره لېونئ يم ورته . دا څه اوس بيا داسى راته واېسى لكه يو پټ مخلوق چى ګلان ، كمبلۍ ، درختى او باد ته زما زوروره او جانانه ځوانى ومنى چى دوئ ورباندى حېران سى او په خپل خپل انداز كښى زما په ستاينه سى ، واہ څومرہ خوند راکوی خپله ستاينه . دا احساس په ما كښى نور غرور پيدا كړى . اوس مى زړه وغواړى چى پر دوئ ناره كړم چى په اصل كښى موږ ټول ځوانان يو ، ټول ښكلى يو ، ښائسته يو ، راسئ چى له دې شيرين وخته او لہ دې جانانه ځوانۍ خوند واخلو او مست جامونه ئې په غاړه پورته كړو .
اوس په دغه لېونى احساساتو كښى چى له باغه راووزم او و خپل مخامخ درياب ته وګورم چى لېرى د دوؤ غرو له مينځه راوزى ، په شور اخته دئ او د ژوند نغمې واى ، نو زړه مى نور په غورځنګ سى . دارنګه زه د سين و زئ ته راسم او دلته په ګرځلاؤ سم . د درياب اوبه څومره سپينى دى چى په يو خواږه شور سره بهېږى او د اسمان شين رنګ ئې خپل كړئ دئ ، واه دلته ښكلى مايان دى ، لوئ او كوچنى ، په بېلو بېلو رنګونو كښى ، چى له شوخيو ډك دى او په ډېره مينه په يو بل پسې منډى وهى .
دا څه ، ناڅاپه لېرى د غره په لمن كښى يوه پېغله زما تر سترګو سى چى و ماته ګورى ، خاندى او باد ئې له سرو زلفو سره لوبى كوى . اوس زه د هغى ناولدى په حسن كښى ورك سم خو هغه نوره راته په خندا سى ، دا څه ، زړه مى راته په ضد سى چى ورسه او د ښائست جام ئې وڅښه ، د خپلى ځوانۍ او ښكلو احساساتو ګټه به كله مومې ، تش له ګلانو او درختو سره خو به وخت نه تېروې .
د هغې طوفانى حسن ما په رښتيا لېونئ كړى ، په زړه كښى مى قيامت جوړ كړى ، اورونه پكښى راوپاروى ، لمبه لمبه مى كړى كه څه هم هغه لېرى وى ، خو د هغې سره انارى باړخوګان ، بادامى سترګى ، ښكلى جګه پوزه او د سرو حقيقو شونډان وار په وار ما له ژونده باسى ، اوس پېغله په نږدې څوده ننوزى او زه هم دغسى په لاشعورى توګه د څودى په لور وځغلم.
خو دا څه ، څوده خورا لويه وى او روښانه هم . زه دلته شاوخوا په كتو سم چى حسينه څه سوه . عجبه ده ، د پېغلى د پازېبو شړنګئ زما له غوږو سره نيښلى ، خو دا مى نه تر سترګو كېږى . بس يو لېونتوب وى چى په وجود مى خور وى .
دا رنګه زه په غاره كښى منډه پيل كړم ، كله و يوې خوا ته سم او كله و بلى خواته . بس په روح او وجود كښى مى بې له پېغلى بل څه نه وى ، زه ګرسره و دې ته نه ګورم چى دلته به يو مار ، لړم يا غونډك وى او ما به وخورى . د پېغلى د خندا او پازيبو ږغ زما ماغزه راګرځولى وى چى زه ئې مسلسله اورم .
اوس زه د لېونو غوندى منډى وم ، په څودى كښى مخته ځم ، د پښو مى دربئ ځى ، دا څه ، ناڅاپه غاره ختمه سى ، خو هغه نه وموندم بلكه و يوې بلى روښانى دنيا ته راووزم . كه څه هم دغه هم غريځه سيمه وى ، خو زموږ غوندى سپېره غرونه ئې نه وى بلكه زرغونه وى او له درختو او اونو ډك وى .
دا بيا بل حسن وى چى ما زيات حېران كړى . اوس زه لېرى د يو تالاب په زئ هغه پېغله ناسته ووينم چى وماته خاندى ، په خپلو هغو بنګړو شړنګئ كوى چى د سره ، زرغونه او ګلابى رنګ وى ، له دې سره سم پښې په اوبو كښى هم وهى او له خپلو شوخيو څپې پكښى پيدا كوى ، داسى ښكارى لكه په دې عمل چى مستى اوبه هم خوند اخلى ، ځكه خو ئې په خپل زړه كښى ددې انځور جوړ كړئ وى او د خوشحالۍ نارى ورسره وهى .
دغه ننداره لكه د لېونتوب دېب ما زياته ولړزوى . اوس زه له غره لاندى د زرغونو درختو په لور منډى پيل كړم ، څو واره غوځار سم او خوږ هم ، خو دا څه ، په دغه لېونتوب كښى بيا تالاب ته راورسېږم چى كټ مټ د يو نېز په شان وى چى شاوخوا زرغونې لښتى ورباندى راګرځېدلى وى او په خپل ورغوى كښى ئې نيولئ وى . دلته ښكلى مرغان ناست وى ، رنګارنګ مرغان چى نارى وهى ، خو دا څه اوس بيا هلته پېغله نه وى .
ناڅاپه زه بيرته د پېغلى د پازېبو او خندا ږغ واورم او حېران سم چى اوس ئى بيا ږغ له كومه را روان دئ ، چېرى وركه سوه او بيا كله چى په پوه سم چى دا به په كوم ځائ كښى موندم ، نو و هغې خواته مخ كړم او پښې څلور كړم .
بس داسى راته وښكارى لكه دغه چى يوه د جادو دنيا وى او پېغله خاص لكه ښاپېرۍ كله و يوې خواته واولوزى او كله و بلى خواته او زه لكه بې سما مين منډى پسې وم .
اوس بيا بل ډول دنيا سى ، دا يوه صحرا وى ، د ژړو رېګونو توده صحرا چى مى مات مات او خله خله كړى . په داسى حال كښى لېرى يو ځائ يوه غونډۍ ووينم ، چېرى چى پېغله ولاړه وماته خاندى . زه دغسى ودرېږم . هغه بد مسته جادوګره اوس بيا زياته ښكلى سوى وى . دا ډول زه بېرته په ريګو كښى د هغې په لور منډه پيل كړم . ناڅاپه ، يو بد طوفان پر ما راسى لكه د اور سره لمبه چى خورا شور ئې هم وى . دغه طوفان ما سوځى بلكه كبابوى مى او وړندوى مى ، خو زما لېونتوب لا نه وى ختم او دغه هڅه راسره وى چى پېغله به خپلوم ، په هر حال كښى به ئې خپلوم ، دا زما ده او بس يوازى زما .
په داسى حال كښى چى و غونډۍ ته راورسېږم ، نو ساه شړم ، خو دا څه ، اوس پېغله دلته هم نه وى ، بلكه د رېګو د يوې بلى وړې غونډۍ له شا خپل ښكلئ بشر ښكاره كړى ، راته وخاندى ، د ځان په لور مى وغواړى ، زړه ئې بازۍ ته هواداره وى او پر ما لوبى كوى ، بيرته په ما كښى ژوند راسى او په منډو سم . اوس د پېغلى د خندا ، بنګړو او پازېبو ږغ راځى او زه د هغې په لور ځغلم ، خو دا څه مخته په رېګستان كښى د هغې وجود نه وى او هغه بيا وركه وى .
دا رنګه يوه بله منظره سى ، خاص لكه زه چى خوب وينم ، دا څه ، اوس زما مخامخ د جګو خو وچو بلكه خزان وهلو اونو يو لوئ قطار ولاړ وى چى هغه غټ مردار خواره مرغان ورباندى ناست وى چى د مړو غوښه خورى . ټول په عجبه هوس ناكه نظر وماته ګورى ، خو زه ئې باك نه كوم . دغه دنيا په رښتيا د رېګو له دنيا جلا وى او ټول ونى داسى وى لكه كله چى هم څه نه وى ورباندى شنه سوى او د مردار خورو مرغانو سره سره يو نحوست ئې هم په شاخونو ناست خاندى ، څه وينم چى اوس بيا پېغله هلته ولاړه وى او ټول ټپوسان ددې په پښو كښى داسی ناست وى لکہ وماتہ چی په خونخوارو سترګو ګوری . پيغله اوس هم اداوى كوى ، اشارې كوى چى راسه ، ولى نه راځې ، څه سوه ستا هغه زوروره ځوانى ، بس سټرئ سوې ، مات سوې ، لوبه دى نه ده زده .
پائ ناببره زه و دغه ويران ځنګل ته هم ور ننوزم چى له تېرو كاڼو او ازغو ډك وى . كه څه هم ازغى ما خوږوى ، خو زه منډى وم ، ډېرى بدى منډى ، عجبه عجبه ږغونه وى دلته ، داسى اېسى لكه دلته چى روى هم اوسى ، وينه ځوښونكى روى ، بدرنګه روى چى پر له پسې په چيغو وى ، خو زه نه ځنى وېرېږم . ناڅاپه زه غوځار سم ، ډېر بد ونيښلم او زيات خوږ هم سم.
دا څه ، چى مى د لږ ساعت دپاره ځان ته پام سى ، نو حېران پاته سم ، جامې مى تار په تار وى ، خيرنى پيرنى ، د دوړو له سوبه خړى او په بدحال ، ږيره مى ډېره غټه سوى وى خو د افسوس خبره دا چى هغه توره نه بلكه سپينه وى ، تكه سپينه ږيره .
په يوې ورځى كښى سپينه ، داسى زر ، زه په دې بدلون حېران پاته سم . وخت تېر سو ، په تېزۍ سره تېر سو او زه نه سوم ورباندى پوه ، دا څه ، زه له ځانه پوښتنه وكړم . اوس زه و خپلى اوږدې ږيرى ته ځير ځير په كتو سم او زړه مى نور لاندى ولوېږى ، دومره زر او بې ځايه بوډا سوم ، ولى اخير ولى ، څه ما وخت په لېونتوب كښى تېر كړئ ، زه سر وټكوم . اوس ارمان او ژړا راته ودرېږى . ائ په ما څه وسو ، رښتيا واى دا خو يوه بله پېښه هم راسره سوى ده ، زما خو په وجود كښى توان هم نه وى ، زه ځان شورولم غواړم ، خو نه سم شورېدئ ، كه څه هم زما روح توان منه وى خو وجود بې سېكه ، بې توانه ، څه زه به دومره زيات كمزورئ هم سم ، بوډا ، زوړ ، د بل د مرستى معتاجه . آه دا زما سره څه وسو ، زما ښكلى ځوانى څه سوه ، زما غرور څه سو ، زه سر وټكوم ، په زوره زوره وژاړم . يو خو پېغله زما نه سوه ، په خپل جادو كښى ئې ټول ژوند د خوب په حال كښى راباندى تېر كړئ او بيا داسى بې وسه ئې هم كړم . اوس زه زيات په ماتم سم او سر وټكوم .
ناڅاپه بيرته د پازيبو ږغ سى ، د بنګړو شړنګئ سى او ښكلى پېغله زما تر سترګو سى چى د لمر په وړانګو كښى زما په خوا را روانه وى ،خرامانه خرامانه ، په ناز و نخرو . كمال دئ ، زه ورته پروت يم ، خو هغه له ما نه وېرېږى چى زه به ور پورته سم او وبه ئې نيسم ، بس هغه مسته وار په وار رانږدې كېږى ، مسكا ئې په مخ وى ، سپينى پښې ئې زما په لور ګامونه را اخلى او پائ زما مخامخ ودرېږى ، لمر راڅخه وګرځوى ، د ژړى ماځيګر ژړ لمر او د هغه تريخ تودوالئ .
دا څه ، هغه نه وى بوډۍ سوى ، په سر كښى ئې يو سپين تار لا نه وى پيدا سوئ او د پخوا په شان حسينه وى ، بلكه زياته ښكلى او زياته ښائسته ، خاص لكه اوس چى تازه تازه پېغلتوب ورباندى راغلئ وى او ګرسره ئې د وخت تاوده او ساړه نه وى ليدلى . په داسى حال كښى د ماځيګر له سوبه هر څه ژړ ژړ وى او د مايوسۍ يو لوئ او خوفناكه غر پر ما پروت وى ، نه يوازى زما په وجود بلكه زما په زړه او زما په روح هم ، خو دا راته كښېنى او په ډېره مينه راته په خندا سى ، كمال دئ نزديكت كوى ، خو ډېر نږدې نه راځى . اوس اول ځل ددې ښكلى شونډى ، بادامى سترګى ، سره باړخوګان او ښكلى زلفى زه په ځير نظر سره ووينم ، واه قدرته ستا تر كمال او هنر قربان سم ، څه ښكلئ فن كار ئې ته او څه حسن دى تخليق كړئ دئ ، دا ډول زما زړه صفت او ثناه پيل كړى . زه اشاره ورته وكړم ، په ډېر لوئ زړه چى لاس په لاس كښى را ، خو هغه مسكۍ سى . زه بيا اصرار ورته وكړم چى خپل نازك مړوند را ، خو هغه شوخه په خندا سى چى نه نه نه . ولى ، ولى ، زه په ژړا او چيغو سم او د ماشومانو غوندى په منت او زاريو سم ، خو هغه د اورتون نخښه زړه نه راباندى سوځى او تر پخوا لا زياته بې وفا وى ، بس سوځى مى ، كبابوى مى ، ټول اميدونه مى تك تور اړوى او سره سكاره ځنى جوړوى .
ناڅاپه يودم شور غوندى سى ، هغه وار خطا سى ، شاوخوا وګورى ، دغسى جګه وغورځى او له ما چى مرګياله يم ، د زكندن وخت مى وى ، پام ئې غواړم ، نزديكت او همدرده نظر هم ، لېرى سى ، كرار هم نه بلكه په ډېرى چسپاندۍ ، زه حېران سم چى څه وسو ، لېونو ولى ولاړه ، چېرى ولاړه او په څه ئې منډه كړه چى سر ور پورته كړم ، نو حېران پاته سم ، دا څه ، هغه مخته وى او يو بل ناولد ځوان ورپسې چى نارى وهى چى ودرېږه خو ودرېږه ، خو هغه درېږى نه .
پائ اګست كال دوه زره دولس .