چي دستار تړي هزاردي

د دستارسړي په شماردي

شا و خوا پنځوس کلن قومي مشر او د کندهار د ولایتي شورا غړی حشمت خلیل کرزی د ولسمشر حامد کرزي د تره مشر زوی،چې د کوچني اختر په دوهمه ورځ (سه شنبه،د زمري۷مه،۱۳۹۳ل)په خپل کور کېچې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې موقعیت لري،د یوه شپاړس کلن ځوان له لوري چې د رسنیو په وینا چاودېدونکي توکي يې په خپله پګړۍ کې ځای پر ځای کړي ول؛د چاودنې په ورکولو سره نوموړی ځای پر ځای ووژلو.

د مخور حشمت خلیل د وژل کېدو څخه تقریبآ(۵)ورځي تېريږي خو تراوسه لا په مستنده او دقیقه توګه نه ده معلومه شوې. چې د نوموړي وژل کېدل د چا لخوا او کومې موخي ته  د رسېدوله پاره وشول.

د معمول سره سم خارجي او داخلي رسنیوهم  دحشمت خلیل کرزي وژنه د فدایي برید له امله وبلله، په داسې حال کې چې د طالبانو په شمول یوې وسلوالي ډلې یي هم  د وژل کېدو پړه پر غاړه نه ده اخیستې اود حشمت خلیل په کورکې د یو تعداد اوسېدونکو له خولې داسې څرګندیږي چې په لنګوټه کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کول او پرحشمت خلیل باندې برید کول دروغ دي، بلکې د نوموړي کس خولۍ په سروه.

په جنوب زون کې د قوي قومي مشر حشمت خان د وژل کېدلو له پاره  ګڼ توجیهات او دلائل شتون لريپه جنوب زون کې په سیمه ییزه سطحه قومي رقابت،د یارمحمدکرزي له زامنو سره کورنی رقابت،دحامدکرزي له کورنۍ سره د قومي  مشرۍ په سر رقابت،له امنیه قوندان جنرال رازق سره د قدرت پر سر رقابت چې په دغو ورځو کې دغه رقابتونه اخیرنۍ کچې ته پورته شوی وه او همدا راز د کندهار له والي توریالي ویسا سره د بې کفایتۍ پرسر شخړه،حتآ تردې چې حشمت خان په خپل ژوبڼ کې یوه کوټه خالي پرې اښې وه، چې د خلکو د پښتنې په ځواب کې بې ویل چې په دې کوټه کې به توریالی وېسا اچوم.

حشمت خلیل کرزی اوس مهال په جنوب زون کې په خاص ډول  په کندهارکې  د پوپلزیو مخوره څېره او په قوم کې دننه د ډېر نفوذ لرونکي کس په توګه پېژندل کېدی. چې له ولسمشر حامد کرزي سره د نوموړي د اختلاف غټ لامل هم همدا لېدل کېدی، ځکه چې حشمت خلیل اوس مهال په کندهار او په ځانګړې توګه د ولسمشر کرزي په پلرنۍ سیمه(کرز)کې د واک اوځواک یوازنی شخص لېدل کېدی، نوموړي په کابل حکومت  باندې د خپلو نېوکو په ترڅ کې په دې اند و، چې د افغانستان اوسنی نظام یو فاسد او مافیایي اداره ده، چې باید د ټاکنوپه ترڅ کې یو مثبت بدلون ومومي، چې د ټاکنو په بهیر کې نوموړي په ټوله مانا باندې له ډاکتراشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړی وه.

د حشمت کرزي پلار په ۱۹۸۴ع کال کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د یار محمد په نوم د نوموړي د کورنۍ د یوه بل غړي له لورې په دې اساس ووژل شو، چې د حشمت ترور(عمه) په ماشومتوب کې  یار محمد په نامه شوې وه؛خو د حشمت کرزي پلارخلیل د وخت په تېرېدو سره  خپله خور له یار محمد څخه وګرځوله او په امریکا کې یې بل چا ته واده کړههمدا مسأله وه، چې یار محمد بالآخره د حشمت کرزي پلار خلیل وواژه.

حشمت کرزي د خپل  پلار له  وژل کېدو وروسته د خپلې کورنۍ سره یو ځای له کوټې څخه امریکا ته کډه وکړه او تر اوږدې مودې پورې هلته دېره او په شخصي کاروبار(بزنیس)باندي بوخت وه. نوموړي که څه هم په ښکاره یار محمد ته د خپل پلار د قاتل په سترګه نه کتل؛خو وايي په زړه کې یې ټینګ هوډ ورته کړی و، چې د پلار کسات به له یار محمد څخه اخلي.

حشمت خلیل کرزي او د هغه ورور حکمت کرزي  د امریکې په ویرجېنیا ایالت کې عادي ژوند پيل کړ. حکمت د واشنګټن ښار په یوه هوټل کې د کار سره په خوا کې، خپلو درسونو ته ادامه ورکړه او حشمت بیا په ویرجینیا ښار کې د ټویوټا موټرو په بارګین کې کار پیل کړ.

د حشمت کرزي کشر ورور حکمت کرزي په(۲۰۰۱ع) کال کې پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغل پر مهال په هوټل کې کار پرېښود او په دغه هېواد کې يې د افغانستان په سفارت کې د سیاست پوه او ديپلومات په توګه دنده پيل کړه. حکمت کرزي په  امریکا کې له پوهنتون څخه په سیاست کې ماسټرې اخیستې.نوموړی وروسته بیا افغانستان ته را ستون شو او د جګړې او سولې د څیړنیز مرکز د مشر او د ولسمشر کرزي د غیر رسمي سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو. یاد مرکز امریکايي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او د هغوی لپاره تحقیقات ترسره کوي.

په ( ۲۰۰۹ع) کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه د حشمت خلیل وسله وال کسان چې په څلورو موټرو کې سپاره ول، د ولسمشر کرزي پلرني کلي (کرز) ته ولاړل او د (یار محمد کرزي) کور یې محاصره کړ. یار محمد کرزی د ولسمشر کرزي د تره زوی دی. وسله والو کسانو ګرد چاپیره سیمه او ورسره نږدې  مسجد هم محاصره کړ. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې یو سړی چې سپینې افغاني جامې یې په تن وې له دوه تنو وسله والو ساتونکو سره د یارمحمد کور ته ننوتلو او د نوموړي یو ۱۸ کلن زوی (وحید) یې له نېولو وروسته ځای پر ځای وواژه.

د کندهار ځيني سیاسي کړۍ او  په دولتي ادارو پورې اړوند کسان په دې وروستیو او په تېره بیا د(۱۳۹۳ل) کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په درشل کې له یوه بل پټ راز څخه پرده پورته کړه.

دوی وايي، چې په دې وروستیو کې د کندهار د اوسني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او حشمت خلیل کرزي او همدارنګه د ولایتي ادارې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې، آن تر دې حده چې حشمت خلیل ویلي و، چې د نظام له بدلون سره سم به  په  کندهار کې نور د بولدک غله ختم شي او د حشمت خان  ساتونکو به خپلې ساحې ته د امنیه قوماندانۍ او جنرال رازق اړوند سرحدي عسکر تګ راتګ ته هم نه پرېښودل. همداشان به د رازق عسکرو بیا ښار ته د هغوی د راتګ پر مهال د امنیت له نیولو څخه ډډه کوله.

د ولسمشرۍ ټاکنود ابتدايي پایلو له اعلان څخه وروسته، په کندهار ښار کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګواکې د ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ کېدای شي  د اخ و ډب پېښې را منځته شي.

خو جنرال رازق د یو لړ اخطاري او له ګواښه ډکو څرګندونو پر مهال د دواړو نوماندانو پلویانو ته په مستقیمو اشارو سره په ډاګه کړه، چې کندهار نور د ټیکه دارانو او داړه مارانو له منګولو وتلی او هېڅوک یې پر سر سیاسي معاملې نشي کولای.

ویل کېږي، چې له دې څرګندونو نه د جنرال رازق موخه مستقیما د حشمت خلیل کرزي ګواښل او تر فشار لاندې راوستل وو

 حشمت خلیل کرزی اوس مهال په جنوب زون کې د یو قومي مشر په توګه په ملت کې ډیر بانفوذه او مطرح څېره پېژندل کېده، چې دغې وېري یې نه یوازي قومي، سیاسي، کورني، دولتي رقیبان نا ارامه کړي ول، بلکې د یو تعداد ګاونډي هېوادونو یې هم د خولې خوند ورخراب کړی و.

زه په دې فکریم، چې حشمت خلیل د افغانستان په اوسني حالت کې د لوی کندهار په سطحه باندي د دولت په ټولو چارو کې دخیل او دولت ته تقرېبآ یوسردرد جوړشوی وه خصوصآ د ټاکنو داعلان په بهیر کې د ډاکترعبدالله عبدالله په وړاندې یوغټ خند هم لیدل کېده .

د حشمت خلیل کرزي یوازنۍ خبره، چې ډيره به یې تکراره وله او دا خبره اوس مهال د ټولو افغانانو په ذهنو کې هم ګرځي راګرځي، چې د پښتنو د مشرانو د وژلو له پاره یو غټ پلان طرحه شوی او په تدریجي ډول سره پلي کیږي، مګر په دې خبر نه ول، چې د دې پلان د پلي  کېدو په موخه به یوه برخه  د ده  تر کوره هم په لنډ وخت کې ورځي.

مګر د حشمت خلیل سیاسي مخالفینو خپل دغه زمری سیال په ډېر ګېدړانه چل سره له مخې لرې کړ، خو ښايي چې دغه سیالي یواځې د حشمت خلیل په وژل کېدو بسنه ونه کړي او د هغه ترڅنګ د نورو ډیرو سیالانو ککرۍ هم له ځانه سره ورغړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *