کوم ملت چې د افغان ملت په څېر سالم او پیاوړی نظام او ځواکمن سیاسي شعور ونه لري، هرې پېښې ته د نړیوالو په عینکو کې ګوري. معلومه ده چې په هره برخه کې مو د پوهې کچه ټيټه ده، په تېره بیا بیا د پټو او لڅو وژنو په اړه، ځکه نو ورسره افغانیزم هم پوره کمرنګه سوی. په پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو کې چې کله جرم ترسره کېږي، د مجرم تر نیول کېدو، تېښتې او ان وژل کېدو وروسته جنایې پولیس او څېړونکي اړوند قضیه په اصولي توګه ثبتوي او تر تحقیق او پوره دقیقي پلټنې لاندي یې نیسي. ښه بېلګه یې د ۲۰۰۷ز کال د ډیسمبر په ۲۷مه د بېنظیر بوټو وژل کېدل او د هغې تر وژل کېدو وروسته پلټنې، تحقیقات او څېړنې وې، چې له برتانیې نه هم ورته د تحقیقاتو یوه پیاوړې ډله د (Britain‘s Scotland Yard) په نوم راغله او خپلې پلټنې یې بشپړې کړې، چې په پایله کې جوته سوه چې هغه د القاعدې او پاکستانې افراطي ډلو او پوځ په ګډ ترهګریز برید او پلان سره وژل سوې وه، مشرف هم د پاکستانې څارنوالانو له لورې د بوټو د وژنې په تور رسماً تورن شو. څېړنو دا هم وښودله چې وېشتونکې تومانچه کومي چینایې کمپنۍ جوړه کړې وه. په افغانستان کې دا هر څه سرچپه دي، کله چې څوک ووژل سي، په دې کې شک نسته چې په افغان حکومت کې د ماهرو او مسلکي کسانو کمښت دی، ه بلې خوا ورته پوره امکانات او وسایل نه لري. که یې لري هم، په ډېرو قضیو کې د تحقیق پر مهال ویره احساسوي، ځکه دلته لا نړیوالې، سیمه ییزې او وړې مافیایې ډلې فعالي دي چې دوی یې تر اغېز لاندې دي.

د کمکي اختر په دویمه د جولای میاشتي په ۲۹مه نېټه یوه ځانمرګي بریدګر قومي مشر او په سویل کې د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني پیاوړی ملاتړی حشمت خلیل کرزی وواژه. دا په داسي حال کې ده چې د حشمت کرزي پوري تر ورتلو وړاندي سخت امنیتي تدابیر هم نیولي سوي وو او هم د تلاشۍ لپاره د پلټنې ماشینونه اېښودل شوي وو، خو بیا هم هغه ځوان چې په خپله بګړۍ کې یې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، د حشمت کرزي پر وړاندي یې له هغه سره د روغبړ پر مهال ځان ته چاودنه ورکړه. دا په افغانستان کې لومړۍ پېښه نه ده، دې ته ورته نورې پېښي هم سوي، نو بلاخره یې پړه یا پر طالبانو او یا هم د شخص پر شخصي دښمنانو اچول کېږي. استاد برهان الدین رباني هم په ورته پېښه کې ووژل شو، پر اسدالله خالد هم ځانمرګی برید وشو،-هغه یواځې پکې ژوبل شو، احمد ولي کرزی په خپل کور کې خپل ساتونکي وواژه، وروسته داسي کنګوسې هم وې چې ګڼي احمدولي کرزی او د هغه ساتونکی دواړه دریم کس وژلي وو، خو قضیه ورکه سوه، دا نو هغه خبره ده چې وایې غوټه ورکه خوله پر پټه.

یادونه مې وکړه چې نه، ورته د پلټنې او تحقیق پیاوړی سیستم لرو او نه هم راسره بهرنۍ پالیسۍ او پوهې ځواکمن شعور ملګری دی، نو ځکه عام ولس ددې ډول اړینو پېښو د تحقیق او پلټنې لپاره یواځې د نیویارک ټایمز او نورو نړیوالو رسنیو او ژورنالیستانو په راپورونو بسنه کوي او هر څه چې هغوی خپروي، موږ یې په پټو سترګو منو. نیویارک ټایمز بې له دې  چې پوره، دقیقه او قانونې پلټنه وکړي، او قضیه په کره توګه وڅېړي. د حشمت خلیل کرزي وژنه د هغه د تربورانو له لورې ګڼي او ادعا کوي چې د کرزیانو په کورنۍ کې له پخوا دښمني روانه ده او لا یو- بل سره وژني. ددې ډول راپورونو له ډلې دا لومړی نه دی، له دې وړاندي هم ورته نور راپورنه د احمد ولي کرزي، استاد برهان الدین رباني، اکرم خاکریزوال او نورو د وژل کېدو وروسته خپاره شوي. کله چې خاکریزوال په کندهار کې د ۲۰۰۵ز کال د جون په ۵مه په یوه مسجد کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، دې ته ورته نړیوالو رسنیو راپورنه خپاره کړل، خو د سارا چیس په نوم یوې ژورنالیستي یو کتاب ( The Punishment Of Virtue ) خپور کړ، چې پکې د خاکریزوال وژنه پر ګل اغا شیرزي تاوان سوې وه، په هغه موضوع کې هم افغان حکومت نه د پلټنې توان لاره او نه یې هم د پلټني ښه سیستم لاره، یواځې خبره د یوې ژورنالیستي پر راپور ولاړه وه.

خبره دا ده چې بې له پلټنو او کره شواهدو ولي موږ د نړیوالو رسنیو هر ډول خبرې ومنو؟ له یوې خوا پیاوړي مشران نه لرو، له بلې خوا، که یې لرو هغه په یو نوم او بل نوم وژل کېږې، او له مرګ وروسته پرې سل ډوله ټاپې هم وهل کېږي، دا زموږ پر نفاق او د سیاسي شعور پر ضعف دلالت کوي چې تل پر مقتول د توهین ټاپې وهو، قاتل ته ذهني او فکري براعت ورکوو. د نیویارک ټایمز وروستي راپور ته په کتو سره نور هیڅ لاسته نه راځي، یواځې دومره چې د کرزیانو د کورنۍ په منځ کې به د تل لپاره دښمني وي، او لوی کندهار به تر ابده د دښمنۍ په اور کې سوځي، د سارا چیس کتاب ته په کتو سره نور هیڅ لاس ته نه راځي، یواځې دومره چې د شیرزي او خاکریزوال کورنۍ به د تل لپاره دښمني پالي. افغان ولس باید له ویده خوبه وېښ شي، تر اوسه موږ خپل دښمن لا سم نه دی پېژندلی، که په رښتینې توګه غواړو د حشمت خلیل کرزي د زوی په سر لاس تېر کړو، او ددې خاورې رښتینی او خادم بچی ترې جوړ کړو، باید هغه ته سم ذهنیت ورکړو، داسي نه چې له ننه یې په زړه کې ددښمنۍ اور بل سي. د میرویس (د ولسمشر کرزي زوی) او صفي الله ( د حشمت کرزي زوی) ترمنځ د دښمنۍ اور ته لمن وهل د ولس په زیان ده، او پردې اور د ساراچیس او نیویارک ټایمز له لورې تیل پاشل کېږي. غوره دا ده چې باید د روانو ګنګوسو مخنیوی وسي، د کرزیانو کورنۍ باید په دې پوه سي چې نړیوال راپورنه یې په منځ کې د دښمنۍ انګار ته پکی وهي.

لنډه دا چې زموږ لوی دښمن ناپوهي ده، او په دوهم قدم کې موږ تل د نړیوالو خولې ته ګورو، هغوی چې هر څه وایې موږ یې ورسره منو، اوس هم وینم هر ځوان، سیاستوال، او ان ژورنالیستان یواځې د نیویارک ټایمز راپور ته په کتو سره د حشمت کرزي وژنه د خپلو تربورونو له لوري ګڼي، دا چې حقیقت څه دی، هیڅوک هم پرې نه دی خبر. لنډه دا چې هر څوک چې مو وژنې، له مرګ وروسته ډول ډول ټاپې هم ورباندي وهي، او یو له بل سره مو په دښمنیو اخته کوي. دا به اخري ځل نه وي، د حشمت کرزي په څېر نور مشران به لا وژل کېږي، او لا به ټاپې راباندي وهل کېږي، او په منځونو کې به مو دښمنیو ته لمن وهل کېږي، ځکه نه موږ سالم نظام لرو او نه هم کافي سیاسي شعور چې ستونزې درک او په اړه یې تصمیم ونیسو. نړیوالې رسنۍ ولي داسي راپورونه نه خپروي هغه چې د افغانانو د یووالي او ورورولۍ لپاره وي، ولي نړیوال د حشمت کرزي د وژنې پوره پلټنه او تحقیق نه کوي، ولي هغوی اصل مجرم نه پیدا کوي، چې خپلې ګوډاګۍ رسنۍ یې راباندي سیده کړي!، هر څه چې خپروي، موږ یې هم په پټو سترګو منو!. د کرزیانو په منځ کې د راولاړو سوو ستونزو او لانجو د حل یواځنۍ لاره په افغان قومي مشرانو او متنفذینو اړه لري، هغوی باید خپل مسئولیت ته متوجه سي او د روانو کړکېچنو خبرو او د کرزیانو د کورنۍ په منځ کې د زړه بدي د حل لپاره باید جرګې وکړي او ستونزې اواري کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *