شاه محمود حصین هم د خاموشانو دنیا ته ولاړ.

لیکوال و، شاعر، تاریخ پوه او سیاست پوه.

د اروښاد حصین کیسې او خاطرې مې د نوموړي د کورنۍ له غړو او د ده له یو هم غاړي فعال ډېرې اورېدلې دي.

نا لیدلی راته ګران و، په ګور یې نور شه!

د اواښاد حصین په د مرګ د خبر په اورېدو او د نوموړي په ویر د ده یو شمېر دوستانو په خپلو فیس بوک پاڼو کې دا کرښې لیکلي دي:

عبدالمجید راغستانی

هغه څه چي د استاد حصین میراث به نویو نسلونو ته په میراث پاته سول:د تاریخي،سیاسي او ادبي-شعري اثارو تر څنګ چي شمیر یې زیات دئ:

-صداقت او پاکي.

-عیاري او د ملګرتوب بیلګه.

-مقاومت او استقامت.

-ملي ګټي د سرو کرښو په توګه پیژندل.

-.مقام ،څوکۍ،پیسو …………..ته نه ویل.

-د چاپلوسۍ او غوړه مالۍ دود ماتول او ترې نفرت کول.

-په مبارزه کي د ډار او ویري دود ختمول.

-تر ذلیله ژوند مرګ ته ترجیح ورکول.

-له ستونزو،خواریو،غریبیو،توهین تحقیر،تعجیز نه ،نه ډاریدل او زندان ،اعدام او شکنجې په ورین تندي منل.

-د پردې شاته د معمیلو سخت دښمن.

-دوامداره مطالعه.

په لنډه حصین یو ځانګړی مکتب وو.

نوم به یې تلپاتي وي،ارواح دې ښاد او تاسو ته جمیل صبر غواړم.

فاروق فردا

شاه محمود حصین به فراز رحمت الهی پیوست.

شاه محمود حصین شخصیت آگاه،متحرک، جستجو ګر و شکاک در مسایل سیاسی و شخصیت فرهنگی ، شاعر،نویسنده،آفرینشگر وقلمزن در زبان های دری و پشتو ، به فراز رحمت الهی پیوست وچراغ فروزنده از دار فنا به دار بقا برد.

انا لله وانا الیه راجعون

مرگ حصین در کشتزار سوخته ی فرهنگ افغانستان ضایعه است.با این مختصر می خواهم که :

روحش شاد و یادش گرامی باد.

یوسف  هیواد دوست

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نامتو لیکوال او تاریخپوه شاه محمود حصین نن د آلمان د کولن په ښار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. الله دې جنتونه ورکړي. زه او زما کورنۍ د حصین صاحب مړینه یوه ضایعه ګڼوـ کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت وایو.

دولت وزیری

په ډیری خواشینۍ سره می خبر تر لاسه کړ، چی زما ګران او زړه ته را نیږدی دوست او د ورور په شان ملګری شاه محمود حصین له دی نړۍ څخه خدای پامانی وکړه. د دی خبر په اوریدلو ډیر غمجن شوم، خو د ټولو لاره ده. خدای تعالی دی ورته جنت فردوس ځای کړی. کورنۍ، دوستانو او مینه والو ته یی د لوی خدای( ج ) څخه د جمیل صبر هیله کوم. حصین عالم، تاریخ بوه او په هیواد مین انسان و، ما له شاه محمود حسین څخه ډیر څه زده کړی وه. زما استاد او ښه ملګری وه. په مړینه یی د زړه له کومی خفه یم، خدای دی ما ته هم د زړه صبر راکړی.

محبوب شاه محبوب

څوورځې له فیسبوکه لرې وم خو چې نن مې فیسبوک وکوت د شاه محمود حصین د مړینې په خواشینوونکي خبر مې سترګې ولګېدې.

ارواښاد شاه محمود حصین تکړه لیکوال،حبسیه شاعر او تاریخپوه و، د نوموړي په اړه مې لوستي او اورېدلي وو.

د نوموړي مړینه افغانستان او پښتو ادب ته ستره ضایع ده، ارواښاد ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم.

اجمل هوډمن

په ‌‌‌‌‌‌ډېره خواشینۍ خبر شوم، چې زموږ د هېواد نامتو لیکوال، څېړونکی او تاریخ پوه ښاغلی شاه محمود حصین په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له وجې وفات شوی دی.

حصین صیب زموږ کلیوال ، عزیز او د نائبانو د کورنۍ غړی و ، خو د تاریخ د جبر ( ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ ) له لاسه ما نه و لیدلی . په فېسبوک مې چې وموند په ناروغۍ اخته شو .

درېغه چې د دغسې شخصیتونو له نظریاتو د هېواد په لویو سیاست ګذاریو کې کار اخستل شوی وای.

بې ځایه پاڼې پاڼې شولو ګل زما د خاورې

انا لله و انا الیه راجعون

By Toorman

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *