تاند- پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي د جګپوړو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو لپاره په کابل کې د اعتراض کوونکو له غوښتنو سره مخالفت وکړ او هغه یې نامعقولې وبللې.
ښاغلي مجددي نن /یکشنبه/ په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د هیواد اوسنیو حالاتو ته په کتو د جګپوړو امنیتي چارواکو برطرفي مناسبه غوښتنه نه ده.
حضرت مجددي له اعتراض کوونکو وغوښتل چې احتجاجي پرلتۍ پای ته ورسوي، او د روژې په مبارکه میاشت کې د تکلیف او کړاوو سبب نه شي.
اعتراض کوونکي، چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېږي، د کابل په زنبق څلور لارې کې د مې د ۳۱ مې نېټې د انتحاري موټر بمي چاودنې په مخنیوي کې امنیتي چارواکي په پاتې راتلو تورنوي او وايي چې تر هغو به اعتراضونو ته دوام ورکړي چې د ملي امنیت د سلاکار په شمول جګپوړي امنیتي چارواکي له دنده ګوښه کړای شوي نه وي.
د ښار په مهمو څلور لارو او واټونو کې د اعتراض کوونکو خیمو، چې د لارو د بندېدو سبب شوي، کابل ښاریان سخت په تکلیف کړي دي.
ویل کېږي چې د اعتراض کوونکو د احتجاج انګېزه تر ډېره قومي ده او له همدې کبله اعتراض کوونکي، چې په خټه تاجک او د دغه قوم د ګټو د مدافع ګوند اسلامي جمیعت غړي دي، د پښتنو چارواکو په ځانګړي ډول د حنیف اتمر د لېرې کېدو غوښتنه کوي.
ولسمشر غني د کابل برید د افغانستان پر اقتصاد برید بللی چې له کبله یې ۳۰ ملیون ډالره زیان اوښتی دی او د افغانستان سوداګرو ویلي چې د کابل د اعتراضي خیمو له لاسه سوداګر د ورځې د ۲ ملیون ډالرو په ارزښت تاوان کوي.
تېره شپه د ولسي جرګې د رييس په شمول یو شمېر غړیو د منځګړو په توګه له ولسمشر سره د احتجاج کوونکو پر غوښتنو خبرې وکړې او وروسته یې اعلان وکړ چې ولسمشر ډاډ ورکړی چې د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنې مني. خو داسې ښکاري چې لا هم اعتراض کوونکي قانع شوي نه وي.
زه چی لنډغرو ته د ښاریانو ایوبی حوصلی ګورم نو باورلرم چی اوس خو یی په سړکونو خیمی وهلی دی، چی د هرښاري په ککری هم یوه یوه خیمه ووهی دوی به ورته ووایی چی روژه ماتي ته چرس دروړو که پوډر – اوس دی حوصلی ته څه نوم کیږدم هههه
SALAM AW EKHTERAM FOR ALL AFGHANS;
THE EXACT REASON OF NIZAR SHORA AND JAMAAT ISLAMIC IS THAT;
ALL ELDERS OF THIS GROUPS MADE THOUSANDS MILLIONS DOLLERS
IN LAST 15 YEARS WHEN THEY WAS DIRECTER OF OFFICE AND POWER,
NOW THEY DON,T WANT TO GAVE THIS CHANCE FROM HANDS,
BUT MAJORITY RESIDENTS OF NORTH ARE POOR,THANK YOU