د ۱۹ کلنو ځوانانو نننۍ /سې شنبه- اکتوبر ۲۸/ بریا یقیني کړه چې کورنی کریکټ مو پیاوړی دی، نږدې دوه کاله وړاندې مو د نن په څېر پیاوړي لوبغاړي نه لرل.

د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله مو لرله خو دومره پیاوړې نه، ۱۹ کلنو ځوانانو مو د نړیوال جام په سیالیو کې ونډه اخیستې وه خو د پام وړ لاسته راوړنه یې نه لرله. تېر کال د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله خورا ښه وځلېدله، د نړیوالو پام یې ځانته راواړوو، ملي لوبډلې ته یې پیاوړي لوبغاړي په واک کې ورکړل. 

عثمان غني، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، نجیب ځدران،یمین احمدزی او فرید ملک نن په ملي لوبډله کې لوبیږي،چې د کورني کریکټ ښکاره ثبوت دی، د کورني کریکټ څانګې د یادو لوبغاړو په روزونې او ټوکېدنې بسنه ونکړه،دلته په کور دننه یې بېلا بېلې سیالۍ د شپږیزې، ولایتي او په نورو نومونو پیل کړې، چې د همدغو سیالیو له لارې په ایرو کې پټ لعلونو ځانونه وځلول، د سږنۍ شپږېزې په پای کې حضرت ځاځی، نوین الحق، شاهد مندوزی، جمعه ګل او نور ګڼ شمېر لوبغاړي په لاس راغلل،چې سم له واره یې ۱۹ کلنو لوبډلې ته لار پیداکړه او دادی اوس د هیواد په استازیتوب له ګاونډي پاکستانۍ لوبډلې سره ډغرې وهي،چې په لومړنۍ سیالۍ کې له لوبغالي سرې سترګې ووتل، بریا یې خپله کړه او د پاکستاني کریکټ بورډ ترڅنګ یې د نړیوالو پام ځانته راواړوه. 


له ننۍ سیالۍ جوتیږي چې کورنی کریکټ مو ورځ تربلې مخ پر پیاوړتیا دی؛خو له دې سره،سره اړینه ده،چې د هیواد کریکټ بورډ د کورني کریکټ څانګه وستايی؛ خو تر دې مهاله د افغان کریکټ بورډ مشرتابه او نه هم افغان دولت د افغان کریکټ بورډ د کورني کریکټ څانګه ستایلې. 


ډاډه یو، که د کورني کریکټ څانګه وستایل شي او د کارونو یې څوک خنډ ونه ګرځي؛نو د حضرت ځاځي، عثمان غني،فرید ملک، حشمت شهیدي، نجیب ځدران او نور پیاوړو لوبغاړي ځایناستې به وټوکیږي. 


د کورني کریکټ څانګې د تشویق او پرمختګ په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *