اوس به افغان حکومت له اجراییه رییس سره هم سوله کوي؟ دا دی د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله ترمنځ د سولې د خبرو اترو لومړی، بیا دویم او اوس درېیم پړاو هم پای ته ورسېد، عینې لکه د وسله والو طالبانو او یا د حذب اسلامي له ډلې سره چې مو د بېلابېلو ناستو لپاره د بېلابېل پړاو نوم ور کاوه، چاته مو د قطر او چا ته مو د چین ګډون اړین باله. د جانکري او یا ورته نورو امریکايي چارواکو شتون او په داسې مسلو کې یې ونډه د هماغه منځګړي مانا لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست ترمنځ د درېیم پړاو په خبرو کې په ډېرو مسایلو توافق وشو چې په څلورمه ناسته کې به دغه خبرې ممکن د پرېکړې تر حده ورسېږي.
اوس به افغانان له خپل وطن نه خپل وطن ته کډوال کېږي او هجرت به کوي؟
د هلمند ولایت له مرکز پرته ۱۴ ولسوالیو اوسېدونکي اوس په کندهار، زابل، هرات او هغو سیمو کې چې د خپل وطن برخه یې ده او د دوی په فکر نسبي هوساینه ورته پیدا کېږي، هجرت کوي، کډې یې پر سر دي، ماشومان یې له لاسونو نیولي او ان د کور ډېرۍ اسباب د خدای هیلې ته پرېښي دي. لکه د روسانو د یرغل په دوره کې به چې افغان ګډوالو د کور لږه برخه سامان هم له ځانه سره نه شو وړلای، پاکستان ته کډوال شول، هلته یې هم بشپړ امن پیدا نه کړ. دا دی په بېرته راستنېدو کې یې هم ګڼې ستونزې پیدا کړي دي، خپل هغه مالونه یې چې د هجرت په دې اوږده موده کې یې په ډېر زحمت تر لاسه کړي ول، اوس د پاکستاني ځواکونو له بې رحمۍ په نیمه بیه او حتی په مفت ډول پرېږدي؛ خو هلمند، کندوز، ننګرهار او نورو سیمو نه د هجرت لړۍ دوام لري او د تازه دمو سر تېرو د استولو لړۍ خورا سسته ده.
د میخزنو مشر که د ملي وحدت هغه؟ کوم وحدت ملي؟
ممکن مشران چې تېر تاریخ ورته مالوم دی، بیا هم په سر کې د میخونو له ټکولو ډارېږي، وار، پار ترې خطا دی، ان د پرېکړو په کولو کې هیڅ انډول لا درک کولی نه شي، یعنې که هغوی د هر څه غوښتنه کوي، دوی یې د پوره کېدو لپاره لبیک وايي، لکه د پښتنو سیمو ته لوړ پوړي پلاوي کله نا کله سر ورښکاره کوي؛ خو له بده مرغه د جنازو او فاتحو لپاره؛ خو هغه سیمو ته چې یا ترې وېره لري او یا دا چې فشارونه یې پرې زیات کړي دي، ډېر کله ورځي چې د هغوی اقتصادي پروژې برسي کړي، قراردادونه وکړي او بنسټیز کار پیل کړي. د هغوی مشران چې د تیانو په غوڅولو، د زېږون په ډلیزې نندارې، په سرونو کې د میخونو په ټکوهلو، د اقوامو او مذاهبو د نفاق او دلته د ایران د فرهنګي زنځیر د حلقو په پوره کولو یې څنډ نه دی کړی او بیا د هغوی د ټول شهرت، محبوبیت او تاریخ په څو برابره با ارزښته سیمه د هغه په د ملي وحدت په لقب نوموي.
په هېواد کې د پینځم ستون خلک پیریان دي؟
په هېواد کې د پینځم ستون اوازې چې د غني د ولسمشرۍ د دورې له پیله خپرې دي، له خلکو سره اندېښنې را پیدا کول یې بې ځایه او بې کاره خبره نه ده؛ بلکې واقعي او د کار خبره همدا ده.
که د حکومت په دننه کې د وزیرانو، معینانو، سلاکارانو، والیانو او یو شمېر رییسانو موجودیت چې د ولسمشر له هر فرمان سره چې د دوی شخصي او یا د دوی د بادارانو ګټو ته پکې زیان اوښتی شي، مخالفت کوي او داسې مخالفت کوي چې ان د حیرانتیا تر کچې یې رسولای شي.
اوس د ولسمشر په کچه ځواک او واک چې یو څو ناولي له حکومته لرې کولای نه شي، دلته د زهرو د څښلو خبره ده چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق، د ولسمشر له قوله ترې یادونه کړې وه، هغه ویلي ول چې ولسمشر غني د دې لپاره چې وینه تویه نه شي او هغه شرپرسته خلک چې خپله دنده او روزي له همدې ناولې بدبختۍ څخه انګیري، د دې لپاره په حکومت کې پریښي دي دې چې ستونزې لا نورې زیاتې نه کړي.
هېواد جنوب ته د وسله والو او داعش په شتون کې بیا هم د حقاني شبکې د مرکزونو لېږدولو ته هڅه کېږي.
دلته دا ټول واقیعتونه د همداسې خلکو (پینځم ستون) کار دی او دا چې د بادار مټ په بره کړي، ستونزې جوړي چې د قومونو او ولسونو ترمنځ شخړه رامنځته کړي او چې دا د نه جبرانېدونکې بلا د بیا راتګ لپاره جیم جیم کول دي.