وایی موسی علیه السلام کوه طورته روان و، او په یوه شپانه چی رمه یی پوله پیښ شو، شپون چی په کلکه معتقداوذاکرو،اوټوله ورځ به یی درمی پولوترڅنګ خپل غنی بادارته مناجات کول او ویل به یی: ای خدایه راشه چی درته تازه شدی درکړم! راشه چی جامی اوڅپلی دی وګنډم اوراشه چی …! موسی علیه السلام چی دده دغه ډول مناجات واوریدل نو ورته وویل چی ای شپنه : زما اوستا خدای له دی اړتیاو څخه بی نیازه دی، توبه وباسه چی کفرته ووتی! او ورته یی لازم مناجات د خپل دین مطابق وښوول چی وروسته له دی به د خدای پاک ته دغه ډول مناجات کوی! موسی علیه السلام شپونکی خوار له سلګونو سوداو سره پریښود اوخپلی لاری ته یی دوام ورکړ. کله چی کوه طورته دالله عزّوجلّ دکلام اوریدو ته لاړ،نو الله جلّ اعلا ورته وفرمایل چی ای موسی ! تا څه وکړل؟ زما هغه بنده چی ۲۴ ساعته زماسره بوخت و اوزه یی یادولم خپه کړ اوشک دی ورواچاوه! ځه لاړ شه او ورته ووایه چی ستا پخوانی عبادات هم قبول دی او وروسته هم په هماغه پخوانی ډول عبادت کوه. موسی علیه السلام همداسی وکړل اوشپونکی خواریی بیرته دل آسا کړ،چی خپل عبادت په خپله طریقه کوه! ډیره موده ترمنځ تیره شوه اوبل ځل بیا دخدای استاذی په هماغه شپونکی وربرابرشو اوتری ویی پوښتل چی شپونکیه عبادت دی څرنګه پرمخ ځی؟ شپونکی په ځواب کی ورته وویل : ای دخدای استاذیه اوس دی چی شک راواچاوه نو، هماغه پخوانی خوند می په خپل عبادت کی بیا ونه موند!؟
هوکی ګرانوهیوادوالو! زمونږ دشپانه په څیرصادق اوخدای پالونکی افغان ملت سره کټ مټ همداسی وشول. دشوروی پروړاندی زمونږ دملت د سپیڅلی جهادپه وخت کی په سلګونو معهدونه اومدرسی په پاکستان کی جوړی شوی اودکمونستی ایدیولوژی په مقابل کی یی داسلام ډیرافراطی تعبیرچی ورته سامی تعبیراوتشبیهی اواصالتی تعبیرهم ویل کیږی، زمونږ دځایی (بومی ) تعبیرځای نیوونکی شو. اربعه مذاهب جمع جعفری مذهبونه یی بدعت وبلل اودخلکو د۱۴ پیړیوپه باورونو یی دبطلان کرښه وکښله.
خبره ساده اوروښانه ده: ددوهمی نړیوالی جګړی(۱۹۳۹-۱۹۴۵) وروسته دوه ملکونه دنړی په نقشه کی په مذهبی نفرت باندی جوړشول: اسرائیل په یهودی نفرت اوپاکستان په اسلامی نفرت(۱). لومړی یی دمسلمانانوکورونه ورانوی، پری ظلم کوی او وژنی یی، دوهم ملک ورته ددین په نامه مدرسی جوړی کړی اوګواکی دفلسطین دخپلواکی لپاره جنګیالی روزی. له همدی ټکی څخه تروریزم اوافراطیت پیل شو چی اوس یی دوړه په موصل اوحلب کی آسمان ته پورته شوه.
ولی ددی ناورین اوددی افراطیت اوپه اوسنی ژبه ددی تروریزم دانی پخواکرل شوی وی. انګریزانودلومړی نړیوالی جګړی (۱۹۱۴-۱۹۱۸) په ترڅ کی چی دعثمانی امپراطوری سره په اروپاکی په جګړه بوخت و، عربان چی دترکانو ترولکی لاندی و، وهڅول چی خلافت خودعربو میراث دی اوترکان خوعجم دی، همداو چی په عربوکی یی دترکانوپرضد پاڅونونو ته لمن ووهله اودجګړی په پای کی کله چی عثمانی ترکانو ماته وخوړله نوغربیان راغلل اوعرب یی یوپه بل پسی ونیول اوحتی فرانسوی عسکروخو په بیت المقدس کی دصلاح الدین ایوبی قبر په لغتووواهه چی مونږ بیا راغلو اوعربان هم هیڅکله خلیفه ګان نشول ولی دسره اوتوراستعمارلاس په نامه نوکران وګرځیدل.
بیا نودبالفور(دانګلیس دوخت دبهرنیوچارووزیر) داعلامیی په پایله کی یهودیان وتوانیدل چی دغربیان ترواکمنی لاندی په فلسطین کی ځمکی په بیه واخلی چی تردوهمی نړیوالی جګړی پوری یی داسرائیلو ددولت جوړیدو ته زمینه برابره کړه.
وایی چی انګریزان په سوونو کلونو مخکی وړاندوینه کوی؟ داریښتیا ده! دننی استعماری جګړی لپاره دوی لا پخوا دنفرت دانی کرلی وی، دمسلمانانو احساسات یی په خپله ولکه کی راوستی و،په اشغال شوی هندکی یی داهل سنت اوجماعت لپاره ددیوبند مشهوره مدرسه جوړه کړه اوهم یی په اشغال شوی مصرکی الازهرشریف وزیږاوه.
همدی دوه فکری مرکزونوداوومی پیړی شیخ ابن تیمه ( په شام کی اوسیده) دنظریاتوپربنسټ نورفکری جریانونه وزیږول، په حقیقت کی دغه ته باید دیوډول اسلامی ریویزیونیزم(بیاکتنی) په سترګه وکتل شی، نه داسلامی افراطیت په نامه، لکه چی په مسیحیت کی چی پروستتانتانودسنتی عیسویت پروړاندی اعتراض وکړ. ددی فکری جریان اساسی ګذار( اربعه و+جعفری) مذاهبواواسلامی عرفان باندی دی چی ترډیره دملتونوپه همغږی-تسامح اوبشری اصولوباندی تکیه کوی، متوجه دی.
مخکی داسلام څخه دوری ته په عربوکی دبت پرستی اوجهالت دوری ویل شوی، ځکه هلته فکری مرکزونوشتون نه درلود یوڅه عیسویت په شام اوڅه یهودیت په یثرب کی و. اودخلکوعقاید هم یوازی په معدودو رواجونومتکی و.کله چی داسلام مبین دین دساسانیانوله ماتی وروسته منځنی آسیا اودهند نیمی وچی ته خپورشو،نو ددریو لویو ادیانوسره مخ شو(بودایی، زردشت اوبرهمن) چی دری واړه یی زمونږ په ګران هیواد کی هم شتون درلود، اوپه سوو اوحتی زرهاوکلونه یی وده کړی وه. عرب مسلمانانو به چی کوم ملک مات کړ نوجزیه(مالیه) به یی پری ولګوله اواسلامی مبلغینو ته به یی دتبلیغ اجازه ورکوله، بیانوداعلماو چی په دلیل اومنطق اوثبوت سره یی په فکری لحاظ په دی ادیانولاس بری وموند اواسلام دسیمی په لوی دین بدل شو.
ترنن پوری داسلامی عظمت اوتمدن دوه لویی دوری تیری شوی. لومړی دوره چی ترډیره عربی محوره وه دچنګیزترحملی پوری(شپږمه پیړی) اودوهمه دوره بیا دچنګیزله دوری وروسته دسرمایه داری استعمارپوری عجم محوره دوره ده. که دی دواړو دورو ته وکتل شی نو داسلام دین په دی دوو دوروکی خوراوده وکړه، دیونان اوسکندریی اوزردشت اوبودا فلسفی ټولی داسلامی علماولخوا ترڅیړنی لاندی ونیول شوی اودکتاب اوسنتو په رڼا کی قالب بندی شوی، په همدی دوروکی داسلام دین ته په غیرعرب ژبوکی ډیرزیاد خدمتونه وشول، بخاری، ترمذی، ابوداود، مسلم، حدیقه، مثنوی،جامی اونورپه سلګونه اوزرګونه اسلامی آثارمنځ ته راغلل. همدلته وچی داسلام هغسی تعبیرشکل وموند چی دکتاب اوسنتو په رڼا کی دغیرمسلماناوسره دګډژوند(تسامح) لپاره زمینه برابرره شوه چی د ابوحینفه ،غزالی ، ابن عربی،فارابی ،ابن سینا،اوسهروردی(دخدای رحمتونه دی پرټولووی) ، مکتبونه جوړشول چی ټولوپخوانیوفلسفوته یی په اسلام کی ځواب وموند اوهغی یی په اسلامی عقایدوکی ځای پرځای کړه، ددی دوری عاملو عالمانوهغه وحشی مغول هم مسلمانان کړاوبیا یی ددوی په لاسونو اسلامی تمدن اوتفکرته لوی خدمتونه پری وکړل.
دغه مکتوبونه دفقهی اوعقیدتی تعلیماتوترڅنګ، دانسان روزنی ته اودهغی دمعنویت پاکولو ته خاصه پاملرنه وکړه اودظاهری اسلامی علم ترڅنګ یی دباطن علم ته وده ورکړه، ددوی زیار دزړه اوباطن په پاکوالی اودنفس سره مبارزی ته ځیردی چی په پایله کی انسان هغه مقام ته چی الله پاک ورته اعطاءکړی(خلیفة الله) ته لوړکړی اودمطمئنه نفس خاوند شی.
کله چی په اتلسمه پیړی کی صنعتی انقلاب وزیږیداولومړنی ماشین دانرژی په وسیله په حرکت راغی(۲) نوصنعتی ملکونه په انرژی پسی شول. اواروپایانو دصلیبی جګړو راوروسته یوځل بیا اسلامی ملکوته مخه کړه چی هلته یی دوه لویی دتیلوحوزی(دفارس خلیج اوکسپین غاړی) کشف کړی.
ددی انرژی دترلاسه کولو اوتضمین کولولپاره یی ددی سیمی دخلکوعقایدواوباورونو ته ننوتل اوهغه طبعی عکس العمل چی باید ددوی په مقابل کی(پاڅونونه) ترسره شوی وای، هغه یی داسی مهندسی کړل، چی له یوی خوایی ترننه خپل نظام(صنعت) پری وچلاوه اودبلی خوایی داسلام ددین دخپوریدو مخه ونیوله. دوی په زیرکی سره داسلامی اخوت فلسفه په کرکجنونظریاتو باندی ولړله اوهغسی احادیث یی راپیداکړل چی زمونږ خلک ورسره تردی دمه نه و آشنا، اوپه معتبروماخذونوکی هم شتون نلری.
کله چی دشلمی پیړی په پیل کی افغانستان ته دویښتوب(ریسانس) مخه شوه، نوپه دوو متضادو څیروکی ریسانس هیوادته راننوت: چپی مارکسیستی ریسانس اواسلامی(سلفی-وهابی) ریسانس. دوی دواړوخپله مبارزه دپوهنتون څخه پیل کړه، دسیدال وژنه داسلامی نهضت دغړو پواسطه به خلکو ته یادوی. بیا کله چی د داود خان واکمنی راغله نو دغه ډلی پاکستان ته ولاړی اوهلته یی دحکومت په نسکورولوپسی مټی راونِغښتی اودشورویانو تریرغل وروسته خویی غوا لنګه شوه اوملت هم په دوی پسی آمنا وکړه اوبالاخره یی خبره ترالقاعدی اوداعش پوری راورسیده.
دمهاجرت په چاپیریال کی په سلګونووهابی مشربَه مدرسی اومعهدونه دعربوشیخانوپه مرستوجوړشول اوزمونږفکری عقیدتی محیط دهمدی نظریاتوپه رڼاکی وده ومونده اونن سبا خوهراکادمیک ځای اوپوهنتونونو کی یوازی اویوازی همدا نظریات خپریږی اوښاغلی حفیظ منصورپه دی هکله په ډیرجرات سره داخبره کړی چی داسلامی ثقافت ترعنوان لاندی ، تروریستی درسونه ورکول کیږی. همداسی ده هرپوهنتون اوهره موسسه چی داسلام په نامه کاراوفعالیت کوی، نونظریات همدا وهابی-سلفی اوداعشی دی، ځکه مذهبی اوعرفانی تعلیماتوته بالکل شا شوی، اودخلکو په سترګوکی یی زیارت پرستی، نوروزپرستی، مولود پرستی ، مرده پرستی، قیاسی، اوبدعت کار معرفی کړی، پداسی حال کی چی همدا دمعرفت اوځان پیژندنی لاری دی.کومه خبره چی حفیظ منصورکړی باید دیوه ډیالوګ پیلامه شی ترڅوزمونږ ځوانان ددینی تسمم نه چی یوپاکستانی ملاه یی په ۱۵ دقیقوکی انتحارته برابروی، وژغورل شی.
منل شوی اصل دی چی کله څوک په کوم ځنګله، دښته اویا ښارکی سره ورک کړی نودیوبل موندلو ترټولو غوره لاره داده چی هماغه ټکی ته لاړشی چی وروستی ځل یی سره لیدلی و. هوکی مونږپه ۶۰ لسیزه کی په پوهنتون کی سره ورک کړل، اوترټولوغوره لاره داده چی بیرته همالته لاړشواویوبل سره ومومو، که مونږخپلو سنتی عقایدوته چی دکتاب الله اوسنتوپه سیوری کی ودی ته رسیدلی اودتاریخ په کوره کی ترتجروبو بریالی راوتلی، لاس واچوو، نودغه دمذاهبواوتکفیرولوجګړه اودښه اوبد جنت وعدی به چی یوازی افسانی دی، پای ته ورسیږی. دحافظ شیرازی(رحمة الله علیه) په قول:
جنګ هفتادو ملت راعذربنه
چون ندیدند حقیقت ره افسانه زدند
۱-( په حقیقت کی داسلام په سپیڅلی دین کی نفرت نشته، ځکه دغه دین سپیڅلی دی اوله هرډول نقصاناتو څخه مبری اودبشردخیراوښیګڼی دین دی ، زمونږګران اومحبوب پیغمبررحمت للعلمین دی، چی چاته یی حتی ښیراهم نده کړی).
۲-(جیمزواټ لومړنی دبخارماشین په ۱۷۷۸کی جوړکړچی دوه هاړس پاوره ځواک یی درلوداودډبروپه سکروچلیده- زما په آند دغه لومړنی( ماشوم دجال) وچی حرکت یی وکړ او اوس په ډران اوټانک بدل شو. داحادیثومطابق: دجال یوه سترګه لری( مانیتور، وینډوز) دمرکب(خره) پښه یی تروریځی پورته ده( سټلایټ-سپوږمکی) اواشرفی به تری توئیږی(ډالراونور) جنت اودوزخ به یی جوړ کړی وی(حلب اونیویارک) نه به مړوی نه به حی وی(ماشین) ولی غذابه خوری(تیل ،ذغال، یورانیوم)) ۱۴۰۰ کاله مخکی بدوی اعرابوته تردی غوره اوروښانه تعبیر ددجال بل نشی کیدای کوم چی سرورکائنات خپلو اصحابو ته وړاندی کړ؟؟؟).
ددجال دعصرپه هکله داتمی پیړی شیخ شاه نعمت الله ولی دیوان چی پکی ددی عصر وړاندوینی شوی کتل بی ګټی ندی.