تاند- د طالبانو د مشر لومړی مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وايي چې د کابل د زنبق څلور لارې او د هرات د جامع جومات چاودنې دوی نه دي کړي.

د کابل د زنبق څلور لارې په چاودنه کې، چې د یوه ټانکر په وسیله وشوه، ۱۵۰ تنه افغانان، چې اکثره یې ملکیان ول شهیدان شول او تر ۳ سوه ډېر نور ژوبل شول.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د سراج الدین حقاني ثبت شوی پیغام استولی. په دغه پیغام کې حقاني وايي چې طالبانو په دغو حملو کې لاس نه درلود.

حقاني دا بریدونه غندي او ادعا کوي چې طالبان داسې حملې نه کوي چې په هغو کې ملکیانو ته زیان واوړي.

د حقاني شبکه په پاکستان کې مطشته ده خو په واشنګټن کې د پاکستان سفیر په وروستیو ورځو کې ادعا وکړه چې دا شبکه اوس افغانستان ته لېږدېدلې ده.

د زنبق څلور لارې له حملې وروسته د مشرانو جرګې د مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې درې انتحاري بریدونه وشول.

 حقاني وايي چې دا درې بریدونه طالبانو نه دي کړي.

تر دې وړاندې څو نورې حملې هم شوي چې طالبانو یې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو داعش یا اسلامي دولت ډلې هغه په غاړه اخیستي دي. په دې ډول خونړیو حملو کې یوه هم د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون حمله وه.

3 thoughts on “حقاني شبکه وايي، د کابل او هرات حملې دوی نه دي کړي”
  1. اوس نو حکومت ته هم ښايي چي هغه نیول شوي کسان رسنیو ته وښيي چې د طالبانو لخوا یی دا وروستي بریدونه ترتیب کړي وو.
    لازمه ده چې له نیول شویو ترهرګرو سره مرکی وشي او مرکي خپری شي
    ما د حقانی ناځوانه خبرې واورېدی
    نوموړي ډېر په شد او مد خپل جهاد توجیه کاوه خبر نه دی چې په افغانستان کې د ای اس آی پلانونه عملي کوي.

  2. حکومته!!!

    هغه نیول شوي انتحاریان رسنیو ته وښاياست چې دحقانی شبکې لخوا کابل ته راغلي وو

  3. په پدر مو لعنت شه له داسى دروع ويلو سره. د مور ميره مو درته هدايا دوكر چى سه ووايي. ولي مو په أوله ورح تقبيح نه كه. اوس تو نور ديره ملوحته ده. خداي مو نور هم وشرموه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *