تاند، دوشنبه، د جدي ۹ مه: د پاکستاني طالبانو تحریک وایي، مهم قومندان قاري سیف الله محسود یې په افغانستان کې د وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
د دغې ډلې ویاند وایي، قاري سیف الله محسود د خوست ولایت د ګولن کیمپ بهر د حقاني شبکې لخوا وژل شوی دی، ځکه چې په وینا یې دغې ډلې درې ورځې وړاندې د حکیم الله محسود د ډلې څو نور غړي هم وژلي وو.
تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۰۷ کال د بیت الله محسود لخوا تاسیس شو او دا مهال دا تحریک په څلورو ډلو د سوات ګروپ ، محسود ډله ، باجوړ ایجنسۍ ډله ، او دره آدم خیل ډله باندې ویشل شوی دی.
قاري سیف الله محسود د هغو ترهګرو په ډله کې و چې د پاکستاني چارواکولپاره مطلوب و او په دغه هیواد کې په بیلابیلو حملو کې دخیل و.
تحلیلګران وایي، د قاري سیف الله محسود وژنه د تحریک طالبان لپاره لویه ضربه ده ځکه چې هغه د ټولو څلورو ډلو د اتحاد هڅه کوله.