تاند- په پاکستان کې د حقاني شبکې له منګولو خلاصې شوې جوړې کاناډا ته له رسېدو روسته وویل چې د برمته توب په موده کې د دوی یوه ماشومه یې وروژلې او پر امریکايي مېرمن کولمن جنسي تېری شوی دی.
د مېرمن کولمن کاناډايي خاوند جوشوا بویل، د کاناډا په تورینتو کې خبریالانو ته وویل، برمته ګرو د دوی یوه ماشومه ووژله او پر ښځې یې جنسي تېری وکړ.
«د حقاني احمقې او شیطاني شبکې زما د لورکۍ د وژلو امر وکړ. دوی زما پر مېرمن هم جنسي تجاوز وکړ.»
بوایل دا هم وویل چې طالبانو، چې ځان ته اسلامي امارت وايي، تېر کال د دې قضیې په اړه د تحقیقاتو امر وکړ او دې نتیجې ته ورسېدل چې دا جنایت حقاني شبکې کړی دی.
ده له طالبانو وغوښتل چې د دواړو پېښو عاملان په سزا ورسوي.
کاناډايي – امریکايي جوړې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
څومره چې اسلامی افراطی ډلو او اخوانیانو اسلام ته ضربه ورکړه نه کمونست ورکړې وه او نه بې دینو کسانو – دوی اسلا م په نړۍ کې وشرماوه