جلال الدین حقاني

ځینې څېرې داسې تاریخي حیثیتونه لري چې پر مېړانو یې کتابونه لیکل کېدای سي.

بدمرغي دا ده چې پښتني ټولنه د زیاتو خوبیو ترڅنګ یوه بدي دا هم لري چې له ژوندیو بېزاره وي مګر پر مړو ویاړي او ژاړي.

تېره ورځ په تاند کې د’برهان پکتین’ په نوم لیکوال لیکنه《’پکتیاوالو سره د حقانیانو نارواوې’》 تر عنوان لاندې خپره سوې وه.

په لیکنه کې لیکوال کوښښ کړی څو د جلالة الملة والدین (جلال الدین حقاني) شخصیت شکني وکړي، تاریخ مسخ کړي او راڼه حقایق سرچپه کړي.

افغانستان کلونه اوږد تاریخ لري؛ بلها ککرۍ دلته رغړېدلي، نظامونه ړنګ سوي او هره پېړۍ افغانان دبهرنیو یرغلګرو سره لاس ـ ګریوان سوي

همدا تېره پېړۍ افغانان د دریو یرغلونو شاهدان دي مګر هیڅوک نسي ثابتولای چې دکوم مشر/لیډر ټولې کورنۍ دې دیرغل او یرغلګرو پر وړاندې سنګر نیولای وي

تنها ‘جلالة الملة والدین حقاني’ صاحب دی چې د کورنۍ اته پنځوس غړي یې د اشغالګرو پر خلاف له لاسه ورکړي، څلور زلمیان زامن یې په تانده ځوانۍ په وینو لژند د خدای حضور ته تللي او یو یې د زندان د تورو تمبو تر شاه بندیوان پروت دی.

جلال الدین حقاني صاحب د تاریخ هغه ځلانده څېره ده چې د صلیبي اشغالګرو لالچ، زور او زر ته خم نسو او په ډېر جرأت سره یې د اشغال پر خلاف د مقاومت اعلان وکړ.

د صلیبي تاړاک د پیل پر مهال د وخت حاکم حامدکرزي ترې د اتحاد غوښتنه وکړه او په بدل کې یې د ټولې لویې پکتیا د ورسپارلو پېشنهاد هم ورته وکړ مګر دې عظیم شخصیت ښاغلي کرزي ته خپلې غوښتنې داسې مطرح کړې:

درې نېمې لسېزې مې د اعلاء کلمة الله لپاره جهاد کړی، او په دې لاره کې مو د شرعي اهدافو لپاره بلها قربانۍ ورکړي، هغه هدف او ارمان مې ازاد افغانستان او د شرعي نظام تحکیم دی، که یې راسره منئ؛ بې له دې چې واک او ځواک راکړئ درسره یم او که مو پر وس نه وي پوره د خپل هدف او ارمان د تحقق لپاره به جهاد جاري ساتم.

حقانیان نه یواځې د افغاني تاریخ پاڼه ده، حقانیان اوس د نړیوال تاریخ یو ځلانده باب ګرځېدلای

موږ ولیدل چې ډېرو د جهاد په نوم امتیازات واخیستل، ډېرو ورته ږېرې وتراشلې، افغاني لباس ته یې شاه کړه او غربي سوټ ـ بوټ یې خپل کړ، خپل اولادونه یې د عالي تحصیلاتو لپاره اروپایي دولتونو ته ولېږل مګر حقانیان چې څنګه ول هماغسې پاته سول، نه یې پر جهاد تجارت وکړ، نه یې افغاني عنعنات پرېښوول او نه یې د امریکا غوړ دسترخوان ته خیټې پلنې کړې

بچیان یې هم د ولس تر خوا پاته سول او په خپله هم په ولس کې پاته سو.

لیکوال کوښښ کړی چې حقانیان د ملت په وژنو او ځورونو تورن کړي، یو څو ځایه یې د مبهمو وژنو راپورونه راټول کړي او بیا یې د حقاني صاحب کاتې ته جمع کړي، مګر ‘دروغګو حافظه ندارد’. د ېته یې فکر نسته چې حقانیان یو کوچنی حرکت ندی بلکې د لویې پکتیا تر نیمایي زیاتې ساحې په واک کې لري، همچنان حقانیان په امارت کې هم یو ځانګړی حرکت ندی بلکې حقانیان امارت دی او امارت حقانیان دي، که وغواړي کولای سي هره دقیقه د هیواد په هر واټ او هره کوڅه کې خدای مکړه دبېګناه ولس وینې وبهوي، وېره له هغه چا په کار ده چې له خدایه نه وېرېږي او حقانیان دخدای درضا لپاره، دخدای حضور ته دتن وینې او غوښې نذرانه کوي، څنګه به داسې خدایي خلک دخدای دبېګناه مخلوق وژلو ته زړه ښه کړي؟

لیکوال وړاندې خپلې بګتۍ داسې لیکي؛

《حقانیانو اوس په پکتیا کې بله ناروا پیل کړې او هغه دا چې له پاکستان څخه په غرنیزو لارو چاودیدوونکو توکو او وسلو تر څنګ شراب ، چرس ، پوډرو او جعلي پیسې چې په (دره) نومې سیمه کې چاپیږي هیواد ته رادننه کوي تر څو له دې لارې هم د خپل بادار پاکستان غوښتنې پوره کړي او هم د خپل جیب کار وکړي. دوي د پکتیا سیدکرم ، میرزکې ، احمدخیلو ، لژې منګل ، څمکنیو ، ډنډې پټان او آریوب کې خپلو جګړو ته تیاری نیولی او له یوې میاشتې راهیسې یې د پاکستاني چورلکو په مرسته سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې》

لیکوال نه پوهېږې چې څه ووایي ، ښايي خپلو خبرو ته یې په خپله هم خندلې وي.

حقانیانو چې د اشغالګرو تر اسارت لاندې دلویې پکتیا واکمني خوښه نکړه، څنګه به دتورمخي پنجاب غلامۍ ته زړه ښه کاندي؟

دلته موږ ولېدل چې د یو ووړ مدېریت لپاره ږېرې وتراشل سوې، ضمیرونه ګاڼه سول، جهاد پر امتیازاتو وپلورل سو، آن تر دې چې خارجیانو ته خصوصې مهمانۍ وکړای سوې مګر حقانیانو دعذر ـ زاریو باوجود نه عهده قبوله کړه او نه یې اشغال ومانه.

دچرسو او پوډرو دلېږد په اړه به دلیکوال ماشومانه منطق ته محض وخاندو؛ چرس او پوډر له دې خوا، هاخوا روان دي او که له هغې خوا دیخوا ته راځي؟ ټول ښه پرې پوهېږي

حقاني صاحب که غلامي منلای تر پاکستان د امریکایانو غلامي غوړه ده، ډېر شیخان یې له ایمانه واړول، پر ډېرو یې دډالرو په زور پسخند وواهه، ډېر یې د تاریخ پاڼو ته تورمخي وروسپارل

تنها حقاني دی چې لمن یې پاکه ده، نه ډالرو ته تسلیم سو، نه دغرب زور او زر ته خم سو

پر حقاني نیوکه د افغان پر مېړانه او شهامت نیوکه ده، حقاني ددوو جهادونه سالار دی، حقاني دڅلورو شهیدانو پلار دی، حقاني ددې مظلوم ملت لپاره ستر افتخار دی

تاریخ مجبور دی چې دحقانیانو دویاړمنو کارمنو لپاره بابونه کېږدي او دروانې پېړۍ د اتلانو لقب دحقانیانو ځلاندې کورنۍ ته وسپاري.

13 thoughts on “حقانیان د افغانانو افتخار دی ((د برهان پکتین په ځواب کې )) قاري خالد”
  1. د جلاد حفانی جلال الدین به باره کی لیکل هم خوند نه کوی د حالد قاری په نوم کوم چا چه څه لیکلی دی ټول د حقیقت څخه لری خبری دی د دوو جهادونو فاتح نه دی بلکی بلکی د دیر مظلوماتو قاتل دی
    جلادحقانی اول ځل په ارګون کی د دودخان په وخت کی مدیر معارف ولسوال او څو نور مامورین ووژل او په پاکستان کی د ای اس ای په دفتر کی دیره شو دوهم لوی جرم یی کله چه خوست ونیوه د خلکو او بیت المال ټوله شتمنی یی پکستان ته یوړه او د غنمت په نوم یی ټول افغانستان تبا او بر باد کړ .
    ځوی یی په جهاد کی نه دی شهید شوی بلکی په اسلام اباد کی د ای اس ای په مرکز دخپلو اعمالو په جزا رسیدلی دی
    هغه په اسلام اباد کی ښه ژوند لره او هلته یی دکتری لوستلی وه نه جهاد د مظلومو شهیدانو د کفن په پیسو یی په خوست کی لویه کلا اباده کړه
    همدا شان یی په خوست کی د پښتنو په پیسو روزل شوی ۴۰۰ څخه زیات روشن فکران تورو او د منځه یوړل

  2. بگتي خوته ولي داخوتولي دنيا ته روخانه ده چي حقانيان دپنجاب غلامان دي ته كه هرسومره چمچه گيري وكري لمرپه دوه گوتو نه پتيژي . دا دپنجاب غلامان حقانيان چي دورزي په سلگونو بي گناه خلك وژني آيا د دي خلكومرگ روا ده؟

  3. ښاغلی قاریصیب, منحیث یک افغان و پښتون جفای را که باند حقانی برحق قوم دلیر و تاریخساز پشتون در طول چهل سال و بخصوص بعد از سقوط دولت داکتر نجیب الله شهید -که مرگ خونین را به زندگی ننگین ترجیح داد- روا داشته به شدیدترین الفاظ تقبیح میکنم.

    اگر طالبان دست راست پاکستان استند، حقانی ناخلف دست چپِ ” شش انگشتی” ارتجاع پنجابی در افغانستان میباشد ِ…و هرکسی که می‌خواهد از این واقعیت انکار بورزد، د ر حقِ افغانستان و بخصوص قوم بلاکشیده و قهرمان پشتون بی انصافی نا بخشودنی میکند.

    لست کار نامه های سیاه این باندِ تحت قومانده مستقیم پنجابی ها ،از اغاز تولد نامیمون اش تا حال از حد میگزرد ، در دوران جنگ علیه شروی و بعدا دولت داکتر نجیب الله، توانسته بود که نقاب آزادی خواهی و نشنلزم بکشد ؛ لیکن چهره وما هیت اصلی اش وقتی هویدا شد که دست به انفجار دادن تانکهای زرهدار فرقه تانک شد . قابل یادآوریست که بعد از شکست کودتای شهنواز تنی وزیر دفاع، داکتر نجیب الله تصمیم گرفت تا بخاطر جلوگیری از چنین کودتای در اینده، فرقه تانکرا – که با عرض معذرت نام ان فرقه فراموش ام شده- به طرف پکتیا و پکتیکا بفرستد که بعد ار سقوط دولت همه در چنگاهای حقانی افتادو همه ان بیت المال را انفجار داده و منحیث اهن کهنه در کباړی ها ی پشاور و سایر شهر های کشور کثیف پاکستان فروخت. جلال الدین با اینکار خود با یک تیر دو فاخته را زد: کسب جیفه دنیا و عزیز ساختن هرچه بیشتر اش در قلوب اربابهای پنجابی اش.

    در طول ۱۵ سال گذشته شبکه حقانی خونین ترین نقشه های سازمان جهنمی آی اس آی را در کشور عملی نمود ه هزاران پشتون بیگناه و خانواده های شانرا در لویه پکتیا و ماوراء آن بخاک وخون نشانده است .

    کسانیکه کورکورانه شبکه حقانی و دستاوردها ی سیاه این فامیل ناخلف را صفحاتِ از تاریخ ځلاند افغانستان میشمارند روح پاک قهرمان واقعی کشور را مانند میرویس نیکه،احمد شاه بابای کبیر ، بایزید روښان و هزاران قهرمان دیگر این خطه را که واقعا و از ناموس ،قوم و حریم مقدس این خاک دفاع کرده اند و میکنند ؛ حماسه افریده اند ومی آفرینند ،را نارام میسازند.

    امیدوارم که قاریصیب به حرفهای من قهر و هیجانی نشوند که قهرمان شخصی شانرا قهرمان نمیپندارم

    آیینه چون نقش تو بنمود راست _ خود شکن، آیینه شکستن خطاست 

    با احترام

    بارووک سپین زر

  4. یاره په دې خو بیخې غږیږه مه چې حقانی هسې او داسې که د کورنی غړی یې له لاسه ورکړي د پنجاب دپاره دي که یې وطن چور

    کړیدی هم د پنجاب دپاره دی که داسې نه وه نو ولې یې زمونږ ټانکونه ، چورلکې او الوتکې په کباړ کې خرڅې کړې، ملا حقاني یو د هغو لوییو خاینانو څخه دی چې دا قضاوت به راتلونکي نسلونه او تاریخ کوي، افغانان دومره هم احمق ندی چې د حقانیانو په غلامۍ نه پوهیږي، تاسو وایی چې اشغال یې و نه مانه، ګوره دا دامریکا د غلام غلام دی چې تاسو ورته یرغلګر وایاست، څه پوه شوې ملا وروره.

  5. خقاني هغه سپې دې چې اول یې په خوست کې او لوی پکتیا کې د افغانستان ټول نظامي وسایل او تجحیزات لوټ کړل او بیایې اره کړل او چټلستان ته یې د کباړ په شکل کې ولیږل اوسنی حالت یې دا دې چې داوپنجابیانو په غلامی او نوکرې کې خپل وطن او کور ورانه وې بلا ځوانان یې په لو یو لارو کې له موټرونو ښکته او د ائ اس ائ په کومنده یې وژني ته به وای چې د حقاني مور ځېږولي دي۰ تاریخ به دا سپې او د د بنډار دغلو، خاینو، قاتیلینو په شکل پیژني او مخو نه به یې تور وي او د لوی څښتن تغالا په وړاندې به د خپلو بیعرته کړنو حساب ورکړياا

  6. حقاني هره ورځ د لسګونه بې ګناه افغانانو ويني تویوي، يوه حنایتکاره څیره ده او تاسې ورڅخه شخصیت جوړوي؟ د لیکنې په لوستلو مې زړه داسي بد بد کېده چې ما ویل په استفراق به هرڅه ولړم.انساني احساس او وجدان چيرته درڅخه کډه کړې ده؟ نپوهیږم تاند ولي دا ډول لیکني خپروي

  7. ما ته ښکاری چی قاری خالد هم د ای اس ای د دالو کاسه سټلی ده نو ځکه دی ای اس ای د ځلانده ستوری صفت کوی

  8. زه نورڅه نه لیکم یواځې دسترګولیدلی حال تاسوته لیکم : د۱۳۷۱کال دغویی شومه میاشت ده او حقانی دمجاهلیونودعدلیې وزیر دی اودوزارت مقعریې هم دچلستون لرغونې ماڼی ده چې لاتراوسه نه ده ورانه شوې دماڼۍ شاوخوا دحقانی کسان توظیف دی – یوسهار چې مې غوښتل دښار مرکز ته ولاړ شم نودچهلستون ددهن باغ نه مې دسرویس موټر انتظار ویست – ګورم چې یو نارینه هم دخپلې ماندینې سره څنګ په څنګ دموټر انتظار باسی – دحقانی کس دې راشی اوهمدې سړی ته وایی چې داسیاسره دې څه کیږی ؟ هغه ورته وویل چې ماندینه مې ده – نوحقانی خیل ورته وویل چې په کورکې یې تر څنګ دریږه اوس زه اولیرې اودریږه – هغوی دواړه یې دټوپک په نڅولو سره لیرې کړل – خوده بې وجدانه دهغې سیاسرې خواته موسکی موسکی کیدو اوله سپږو ډکه ږیره یې هه خوا دې خوا ښوروله – له همغې ورځې نه مې له حقانی نه کرکه راځی

  9. دوه جهادونه!
    اعلی کلمته الله
    د تاریخ افتخار
    او ….
    اد حقانی څخه د پاکستان دفاع د حقانی وزن خلکو ته په ګوته کوی
    جهاد!!!
    کوم جهاد!فساد!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *