تاند- په هېګ کې د حقوقي چارو متخصصان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او جنایتونو د تورونو په اړه څېړنې کلونو وخت ته اړتیا لري.

دوی دا خبره نن /جمعه/ وروسته له دې وکړه چې د هېګ د جرمونو نړیوالې محکمې وویل چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه نژدې یو ملیون او ۲ لکه شکایتونه ورته شوي دي.

د نوومبر په میاشت کې د هېګ د جرمونو نړیوالې محکمې اعلان وکړ چې له ۲۰۰۳ م کال را په دې خوا په افغانستان کې د جنګي حرمونو په اړه تحقیقات کوي.

له هماغه وخت را وروسته د هېګ په محکمه کې د هوايي بمباریو، انتحاري حملو، بمي چاودنو، هدفي وژنو، جنسي تېریو او شکنجو د شکایتونو د ثبت لړۍ پیل شوه.

د بشري حقونو د څار ډلې /هیومن رایټس واچ د نړیوال عدالت پروګرام مرستیال رييسه الیزابیت ایوانسن وايي«ډاډه یم چې د هېګ په نړیواله جنايي محکمه کې به د دوسیو پر غور ډېر وخت ولګېږي.

کله چې تاسو د افغانستان په شان هیواد د وضعیت په اړه فکر کوئ، د کلونو کلونو ځورونو او د مجرمانو د مصونیت په اړه به خبرې کوئ.»

ویل کېږي چې اکثره شکایتونه د عادي افغانانو له لوري شوي ځکه چې د جنګي جنایتونو اکثره قربانیان عادي خلک دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *