استاد اجمل ښکلی

تېره اونۍ په افغان ادبي بهير کې د مير احمد ياد پر ليکنه کره کتنه وه. ليکنه د مخاطِب او مخاطَب ترمنځ پر سم پوهاوي وه. د کره کتنې په پاى کې داد ناوک پوښتنه وکړه، چې ښه نو د خبرې سمې مانا ته څنګه رسېداى شو او څنګه د ورانپوهاوي مخه نيواى شو؟

د حقيقت مانا پراخه ده. ښايي په تصوف کې ترې د خداى او په فلسفه کې ترې د مسايلو تر شا د موجود علت مانا واخلي. همداسې د متکلم د خبرو او چلند موخې ته ځان رسول هم د حقيقت د موندلو مانا لرلاى شي.

که له تهذيب نه د اخلاقو مانا اخلو؛ نو پکار ده، چې پر خپلو چلندونو فکر وکړو، ځکه موږ د چلندونو له پلوه کمزوري خلکو يو.

د دې نيمګړتيا يو علت له مخاطب يا موضوع سره زموږ بې پروايي ده، ګنې د دوو کسانو ترمځ ارتباط پر همدې چلند ولاړ دى.

که له حقيقته د نړۍ ليد مانا اخلو او که د خبرو اترو ىا چلندونو د هدف، خو ترلاسى يې په يو شان اصولو شونى دى.

د ډاکټر درمل وينا ده، چې ”پينځه حواس له بهره د انسان ذهن ته پرانيستې کړکۍ دي”. دا کړکۍ موږ له بهره خبروي او له چاپېريال سره مو چلند ته چمتو کوي؛ خو کوم غبرګون چې موږ د حواسو په مټ ښيو، هغه له بيړې او د ذهن د نيمګړي شتون له امله، ډېر معقول نه وي. مثلا: ښايي، لومړى وار مو چې ناارادي او ناپامه د چاى پر سره چاينک لاس ولګي، په چټک غبرګون کې ژر خپل لاس راکاږو؛ خو چې کله پکې ذهن بشپړ شريک کړو؛ نو بيا يې کېداى شي، څه نا څه سوخت ځان تيار کړو او له سره چاينکه ځان ته پياله ډکه کړو. همداسې، که پر لارپر غلط لاس له يوه موټره مخکې شئ او ټکر ته سره نېژدې شئ؛ نو که ها بل موټروان درته تشې سترګې هم رډې کړي، ښايي له واره مو ورته دوه درې ښکنځلې له خولې ووځي؛ خو چې وروسته مو فکر شي، پر خپل چلند به پښيمانه يئ او ځان به درته ملامته ښکاره شي. زموږ د خلکو لوى عيب دا دى، چې زياتره چلندونه يې د حواسو پر بنسټ همداسې بېړني دي او چې وروسته فکر کوي کوي، خبره له خبرې وتې وي. د حواسو پر بنسټ اخىستې مانا ته احساس وايي.

دا سمه ده، چې بې حواسو انسان ژوند نه شي کولاى اوهمدا پينځګوني حواس د انسان ذهن ته بهرني مفاهيم مانا کوي؛ خو پرېکړه بيا هم د انسان ذهن کوي. حواس ذهن له پېښې خبروي؛ خو د غبرګون لپاره د ذهن امر ته ګوري.

د انسان ذهن په پرېکړو کې پر حواسو بشپړ باور نه کوي او د يوه هوښىار مشر غوندې پر خپلو مخبرينو هم شک و انتقاد کوي.

پر دې بنسټ په پرېکړو او چلندونو کې د انسان يواځې حواس نه وي ورګډ، بلکې د فرويد په وينا لاشعور او د يونګ په وينا ټولنيز لاشعور او د ده د خپل ژوند تجربې هم شاملې وي. دا تجربې به د حواسو په توافق ترلاسه شوې وي، خو له حواسو سره د مخالفت لاس هم پکې دى.

انسانان زياتره د حواسو له پلوه يو شان دى؛ خو ذهن د هر يوه بېل دى. د کاظم خان شيدا يو ښکلى بيت به د يوه ادبى ذوق خاوند او يو بل سړى يو شان ويني يا به يې يو شان اوري؛ خو تعبير و غبرګون به يې په اړه بېلابېل وي. مڼې ته باغوان او شاعر په همدې دوو سترګو ګوري؛ خو په اړه يې نظر يو نه وي.

دا راته ښيي، چې زموږ چلندونه زموږ حواس نه، زموږ ذهن کنټرولوي او حواس له بهر سره د تړون وسايل دي. د ذهن بشپړ ګډون ته ادراک وايي.

اوس نو حقيقت ته ورنېژدې کېږو او راته معلومېږي، چې د حقيقت د موندلو څو لويې لارې دي:

يو، چې پر خپلو حواسو باندې د شک و انتقاد وړتيا ولرو او د خپلو حواسو هره خبره په پټو سترګو ونه منو او د مهمو چارو په پرېکړه کې بيړه ونه کړو، خپل ذهن ته وخت ورکړو، چې معقوله لار راته وښيي.

دوه، ذهن مو د وجود تاريخچه ده. همدا تاريخچه راته د تمايلاتو او کرکو قانون ټاکي او دا قانون راته د تمايلاتو او کرکو بېلګې زېرمه کوي.

د ذهن جوهر ته ذهنيت وايي او د انسان ذهنيت يواځې داخلي نه وي، له بهرني چاپېرياله هم ښه ډېر رنګ اخلي. زموږ مشاهده، مطالعه او تجربه زموږ ذهنيت ته مانا ور انتقالوي او پر همدې بنسټ زموږ تمايلات او کرکې زېرمه کېږي. مثلا: که د يوې ايډيالوژۍ اثار مو ډېر لوستي وي؛ نو د دې ايډيالوژۍ اړوند هر اثر او شخص به خوند راکوي او مخالف اثر به يې راته کمزورى او مخالف کس به يې راته بد ښکاري.

د انسان ذهن لکه مقناطيس، که زړه دې وي که نه، اغېز به اخلې؛ نو ښه دا ده، چې سړى د مخالفانو دلايل او د خپل ذهنيت مخالف اثار هم ولولي؛ هله به نو حقيت ته د ورسېدو لار ومومي.

حقيقت ته د وررسېدو بله لار دا ده، چې پر خپلو تمايلاتو او کرکو فکر وکړو او ګوتې پکې ووهو، ښايي بدلون پکې راولو، معقول يې کړو، ځکه همدا تمايلات او کرکې مو له حقيقته راايساروي او لار مو نيسي.

تمايلات مذهبي، اقتصادي، سياسي، کولتوري او … وي. د مذهبي تمايل له مخې به راته د خپلې ډلې سړى ښه ښکاري او د بلې ډلې بد؛ نو که پر مذهبي تمايل فکر وکړو، ښايي، خپل راته دومره ښه او بل راته ډېر بد ونه ايسي. مذهبي تمايل د مذهب د بدلون مانا نه لري. مذهب پر ځاى ولاړ وي؛ خو برداشتونه ترې بېلابېل وي او دا برداشتونه زموږ پر تمايلاتو اغېز شيندي.

بله لار، د حقيقت د موندلو د زاوىو بدلون دى. که د متکلم او مخاطب ترمنځ د پوهاوي مناسب چاپېريال نه وي، د دواړو ترمنځ ستونزې پيدا کېږي. د دې ستونزو د مخنيوي يو لار دا ده، چې سړى د مخاطب خبرې ته د مخاطب له زاويې وګوري. مثلا: يوه چا کره مېلمه يې، ماښام دې بل چا کره بوځي او پر تا ښه ونه لګي؛ خو که د مخاطب له زاويې او نېته ورته وګورې؛ نو کېداى شي، داسې وانګېرې، چې د مخاطب هدف زما سپکاوى نه، درناوى و او چکر يې راکاوه، خوشحاله کولم يې.

د حقيقت د موندلو او د خبرې حقيقت د رسېدو لپاره نورې لارې هم شته؛ خو دا ثابته ده، چې زموږ زياتره ستونزې له همدې ناسمو چلندونو راولاړې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *