حقیقت پر حقایقو ولاړ وي او په ډېرو شیانو کې حقیقي او غیرحقیقي (مجازي)مسایل او څرکونه تر سترګو کېږي. لکه: حقیقي مینه او مجازي مینه، حقیقي احساسات او غیر حقیقي احساسات، حقیقي پوهه او مجازي پوهه او داسې نور.

د نړۍ له ډېرو غیر اسلامي فیلسوفانو نه هغه اسلامي عالمان بهتره دي چې حقیقي پوهه یې درلوده.

په دنیا کې ډېر غیر مسلم عالمان مجازي(غیرحقیقي)پوهه درلوده، حقیقي پوهه هغه ده، چې د الله تعالی په اوامرو، د رسوالله (ص) په احادیثو او په قرانکریم کې راغلي دي.

قراني پوهه حقیقي پوهه ده او د حقایقو په لټون کې له مسلمان او انسان سره ډېره مرسته کوي.

په ډېرو اکثرو اسلامي ملکونو او په خاص ډول افغانستان کې حقیقي پوهه ډېره کمه ده او هغه د ګوتو په شمېر تحصیل کوونکي مو هم اکثره مجازي( غیر حقیقي) پوهه لري. دا چې اکثره تحصیل کوونکي مو ډول ډول نیمګړتیاوې لري، اصلي او حقیقي دلیل یې د حقیقي پوهې نه درلودل دي.

ډېر پوه او لوستي وګړي مو د حق او ناحق، خو او بدو او داسې نورو تر منځ توپیر نه شي کولای، چې اصلي لامل یې بیا هم د حقیقي پوهې نه درلودل دي.

حقیقي پوهه که تر لاسه کړو، حقیقت ته پرې ځان رسولای شو او حقیقي ژوند پرې تیرولی شو او د ژوند ټول کړه وړه به موپر حقایقو ولاړ وي. همدا حقیقي پوهه ده چې انسان یې له امله لوړو پوړیو ته رسیدلای شي.

قراني پوهه حقیقي پوهه ده، په قرانکریم کې د ډېرو ایاتونو مفاهیم دي، چې وایي: حق باید حقدار ته ورکړل شي، هیڅ انسان باید په بل انسان ظلم ونه کړي یا د قوم پالنې مفکورې ته بده مفکوره او نظریه ویل شوې ده.

د پارلمان یو وکیل دی چې حق ناحق ثابتوي، حقدار ته یې خپل حق نه ورکوي اودقومپالنې مفکوره ورسره او غیر اسلامي کارونه کوي.

ډېر پوه عوام مو همدې ظالم، قوم پرست او ناحق حق ثابتوونکی او حق ناحق ثابتوونکي ته پوه وکیل وایي. دوی وایي: فلاني وکیل د خپل قوم سره ډېر کومک کوي او خپلو خلکو ته یې ډېر خدمت وکړ. اکثره عوام مو پوهه نه لري او د خدمت او خیانت په تعریف نه پوهېږي، چې اصلي لامل یې د غیر حقیقي پوهې درلودل او د حقیقي پوهې نه درلود ل دي.

چاچې وکیل ته رایه ورکړې، هغوی هم په دې نه پوهېږي، چې په ناحقه د یو چا حق خوړل غیر اسلامي او غیر انساني کار او عمل دی، دوی هم حقیقي او اسلامي پوهه نه لري.

بیسواده وکیل په هر ځای کې د خپلو خدمتونو یادونه کوي او دی بیچاره هم د خدمت او خیانت تر منځ توپیر نه شي کولای، ځکه چې دی خو حقیقي او مجازي پوهه نه لري.

د حقیقي پوهې خاوندان ډېر وخت ژوندي وي او د مجازي پوهې خاوندان ډېر ژر له منځه ځي. د حقیقي پوهې برکت دی، چې سیدجماالدین افغان، علامه اقبال، استاد ګل پاچا الفت او داسې نورو کسانو نومونه تلپاتې او ژوندي دي او د مجازي پوهې له برکته ډېر ژوندي له مړو بتر دي.

One thought on “حقيقت/ پوهیالی سید اصغر هاشمي”
  1. Salamoonah;
    Aya pa Quran-e Karim ki d`insanano aw pa zangirry ddawl d` mosulmanano wajil koom mevlana,pier, mola, mofti a.d.n. ta ravayet verkrril shevy dy? aw ya da che mashoman zanmergyo ta wahatszavi ?/..
    Hamda ranga d` gharb aw sharkk profesoran aw milyarder kharpoolaan che pa pocho ciasetono bandy faqyran aw ghariban wajny da ham pa kom a`elim ya huquq-e basher ki dah? .. Oos no wro wro d` narriy la insanano na da jwand aw marg d` pirry sar khata shwy dey aw d` droghjany media pa propagend tor ta spien wayii!(Haqiqat wrik dey!).
    Inn-e akramakum a`end-ALLAH-i atqiyakum. Vessalaam.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *