ژباړن: اسدالله مبارز (عکس)
بریا
له بریا وروسته دې تر ټولو لوی مخالف خلکو ته په ویاړ سره ویل، ګورئ! دا زما دوست دی.
قصور وار
چې غریب پیدا شوی یې نو هیڅ ملامتیا درته نشته ولې که غریب مړ کیږي نو پخپله قصور وار یې.
محسن
د بزګرویا کرونده ګرو عزت زده کړئ، ولې؟ ځکه چې ژوند کې قاضي او ډاکټر ته کله کله ضرورت پیښیږي خو بزګر او کرونده ګر روزانه د سهارنۍ، غرمنۍ او بیګانۍ ډوډۍ پر وخت درې وارې درباندې مهربان دی، بزګر زمونږ زیات محسن دی.
کله هم همت ونه بایلئ
ځیني خلک چې بریالي نشي همت بایلي او ځینينور بیا تر هغه وخته همت نه بایلي تر څو بریالي شوي نه وي.
حق
نړۍ له انسانه ټول حقونه اخیستلی شي ولې د محنت کولو، مینې کولو، د خدای په حضور کې د توبه کولو او له خدایه د دعا کولو حق نشې ترې اخیستلای، نو تر وروستۍ ساه پورې مو له دې حق سمه ګټه پورته کړئ!
نړۍ ستا په پښو کې
ژوند، عزت او رزق د الله تعالی په اختیار کې دی نو د ډوډۍ، عزت او ساه اخیستلو لپاره له خلکو، حکومتونو او حالاتو څخه د غوښتلو ضرورت نشته، پخپل ځان اعتماد او خدای باور ولره، نړۍ دې هیڅ هم نشې در ورانوئ.
هلته ځای خالې دی
په غرب کې آذان کیدل، د موټر درولو لپاره مې د یوې پلازي تر څنګ ځای لټول، له یوه ځوانه مې وپوښتل د موټرو پارکینګ به چیرته وي؟ په لوړ آواز یې وخندل او بیا یې وویل د جومات پر وړاندې یې ودروه، هلته تل ځای خالې وي.
خطرناک
د سقراط یوازې یو جرم وو، هغه فکر کول زده وو چې د وخت واکدارانو ته خطرناک وو، هغه وخت لا خطرناک شو چې نورو ته یې د فکر کولو زده کړه شروع کړه او متاثر شوو خلکو پر خپلو زنګ وهلو او ویانو خوړولو رواجونو او له پلرو پاتې عقایدو پوښتني راپورته کړي، د هغه وخت چارواکو چې نه واژه نو څه یې کړي وای.
د واورېپنډوسکه
ورته مې ویل، له ماسره دوستي کوې؟ له واورې یې پنډوسکه جوړه او زما په لاس کې یې کیښوده، لږ وروسته مې پام شو چې پنډوسکه ویلې شوي، زما لاسو ته یې وکتل او راته کړه یې؛ وروره دوستي د واورې پنډوسکي په څېر وي، جوړول یې آسان خو په ځای ساتل یې مشکله وي.
پور
زه پور غوښتونکو او پور راکوونکو برباد کړم، پور راکوونکو پر خپلو پښو دریدلو ته پرینښودم او پور غوښتونکو مې د پښو لاندې ځمکه پرینښوده.
دا وخت به هم
بادشاه وزیر ته خپله ګوتمه ورکړه او ورته ویې ویل دا واخله او د داسې څه لیکلو وروسته یې راوړه چې کله خوښ یم، دا ووینم خفه شم او که په غم ککړ یم دا ووینم خوښ شم، وزیر لاړ او ګوتمه یې دا جمله لیکلې راوړه. ( دا وخت به هم تېر شي)
تفریح
ما به خپل سپۍ لمبول خو فکر به مې کاوه چې دا زما د تفریح څاروی دی او که زه ددې!، تاسې کله فکر کړی؟ کیدای شې سپۍ مو تاسې د تفریح لپاره ساتلې یئ، تاسې د هغه اهلې څاروی وئ.
یوازینوب
مونږ د ورځې په اوسط ډول 2250 لفظه خبرې کوو، په نړۍ کې روزانه نږدې درې اربه ایمیلونه لیږل کیږي، انسان د ورځې په اوږدو کې نولس اربه لیکلې پیغاموونه لیږي، د 7 اربه ډیر خلک پر ځمکه آباد دي خو ددې باوجود هم یوازیتوب محسوسیږي، مونږ مخابرې ټکنالوژۍ یو بل ته د نږدې کیدلو لپاره ایجاد کړي، د فاصلو کمولو لپاره مو جوړي کړې مګر د نن انسان د پخوانیو څخه ډیر یوازې دی. ولې؟
ځکه چې هیڅ ساینس تر ننه د انسانې آواز، انسانې لمس، د شفقت لاس او د ګرمو ښه راغلاست متبادل نعمتونه نه دی جوړ کړي ـ د انسان یوازیتوب صرف انسان ختمولی شي خو نن انسان ته انسان نه پيداکیږي.
هوښیاري
له هغه مې د بریالیتوب راز وپوښت، راته کړه یې؛ ما په ژوند کې یوه هوښیاري زده کړې او بس؛ ما بیا ترې وپوښتل کومه یوه؟ ویې ویل: د دنیا تر ټولو لویه هوښیاري داده چې په ژوند کې باید کله هم هوښیاري ونه کړي، نو بریالۍ به وې.
بې روزګاره
که کومه ورځ مالکانو ځانونه د ملازمانو په صف کې ودرول له هماغې ورځې به د دنیا یو کس هم بې روزګاره پاتې نه وي، او کومه ورځ چې کاریګرو په رښتیا هم ملازمت پیل کړ له هماغې ورځې به کومه کمپنۍ بنده ونه وینئ.
زړه پورې
مونږ نړۍ په ښو او بدو خلکو ویشلې ده ځکه خو هره ورځ مایوسه کیږو، که چیرته نړۍ په زړه پورې او زړه وهونکیو خلکو وویشو نو کله به هم مایوسه نشو.
تقدیر
زحمت ونې وي او تقدیر مرغۍ، تر کومې چې ونې ونه کرې ، تر کومې چې ستا ونې غټي او ګڼې نشي تر هغې وخته به ستا د تقدیر مرغۍ ستا پر ونه ناستي ونه ویني.
یوځایوالی
ما په ژوند کې وکتل، چیرته چې ګلان وي هلته به اغزې وي او چیرته چې اغزې وي هلته به خوشبو وي.
قاتل
خلکو فکر کاوه چې خان صیب اقتصادي پالیسیو برباد کړ خو نوکرانو یې بیا ویل: خان صیب د پالیسیو له لاسه نه بلکې خپل غرور له لاسه تباه او برباد شو.
دیکتاتوري
هغوی ویل مونږ ته یو کلک دیکتاتور په کار دی، ما د هو سر وخوځول او ورته کړه مې: ښاغلو! تاسې د دنیا د سل کاله تاریخ له لوستلو وروسته ماته کوم هیواد راپه ګوته کړئ چې په دیکتاتورۍ او استبدادي نظام کې یې پرمختګ کړی وي، لږ ساعت لپاره په فکر کې شول بیا چپ شول.
افضل
د اولاد په زیږیدلو کې چې مور څومره تکلیفونه برداشت کوي، پلار د اولاد په لویدلو کې له دې ډیر تکلیفونه په ټول ژوند کې تېروي، خو ددې باوجود هم د پلار د پښو لاندې صرف پښې دي، جنت نه؟ ولې؟ سوال!
وروستۍ سیټ
په اروپا کې خاوند ډرایورې کوي، ښځه یې څنګ لورې سیټ باندې ناسته وي او د ښځې سپۍ یې په وروسته سیټ ناست وي ـ ورته چلند دلته هم کیږي.
نصیب
مونږ هم ډیر په زړه پورې خلک یو، د موټر جوړونې کمپنۍ تر ټولو ښه سیټ د ډرایور جوړوي او مونږ هماغه سیټ خپل ډرایور ته پریږدو، ښه نصیب والا ډرایور شو که د موټر خاوند!
————————