تاند- د میدان وردک د جلرېز د پېښې څېړنې ته ګومارل شوي پلاوي نن /چهارشنبه/ د پېښې ځای ته لاړ او هلته یې له امنیتي منسوبانو، قومي مشرانو او مخورو سره د پېښې په اړه خبرې وکړې.
پلاوی، چې مشري یې د ولسمشر سلاکار یوسف پښتون کوله، په جلرېز کې هغه پوستې هم ولیدلې چې شاوخوا ۳۰ سیمه ییز پولیس پکې ووژل شول.
د پلاوي غړیو په سیمه کې له امنیتي ځواکونو پوښتنې وکړې او معلومات یې له ځان سره ثبت کړل.
د سمیې مشرانو له پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د دوی امنیتي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي ځکه چې د دولت او مخالفانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې زیات زیان ولسونو ته اوړي.
د جلرېز په پېښه کې د سیمه ییزو پولیسو ترڅنګ د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وژل شوي یا ټپیان شوي دي خو تراوسه پوري یې چا د شمېر پوښتنه نه ده کړې.
مشرانو همدا راز وړاندیز وکړ چې پر یاده لویه لاره دې د سیمې اصلي اوسېدونکي د سیمه ییزو پولیسو په توګه ثبت او پر دندو وګومارل شي.
جلرېز ولسوالۍ ته تر تګ مخکې پلاوي په میدانښار کې د میدان وردک له والي، د ولایتي شورا غړیو او امنیتي چارواکو سره خبرې وکړې.
دغه پلاوي ته د وردک د ولایتي شورا غړي میرویس امیري وویل، د جلریز ولسوالۍ پېښې ډونران درلودل خو قربانیان یې ولسي وګړې او سیمه ییز پولیس شول.
ده زیاته کړه، پلاوی دې په سمه توګه د ولسونو، ولایتي شورا غړو او یو شمېر نظامي مسؤلینو څخه معلومات راټول کړي او خپلې څېړنې دې په شفاف ډول وکړي .
د ولایتي شورا بل غړي شریف الله هوتک وویل د جلرېز په پېښه کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی او له پلاوی څخه یې غوښتنه وکړه چې «څېړني دې په قومي کچه نه بلکې په ملي کچه ترسره شي.»
د ولایتي شورا مرستیال مسعود شینزي بیا نیوکه وکړه چې د جلریز ولسوالۍ اړوند د کابل ـ بامیان پر لویه لاره ځای پر ځای شویو پوستو کې سیمه ییز پولیس د نورو ولایتونو څخه په دندو ګومارل شوي وو چې د پېښې یو اصلي علت هم ګڼل کیږي.
قومي مشر حاجي مومن ملاخیل د پېښې د رامنځته کېدو لامل په پوستو کې د سیمه ییزو پولیسو کموالی په ګوته کړ او زیاته یې کړه، په یاده سیمه کې پر دندو ګومارل شوي ګڼ شمېر سیمه ییز پولیس په نورو سیمو کې له یو شمېر چارواکو سره خدمتي دندې ترسره کوي.
ملاخیل همدا راز په یادو سیمو کې ځای پر ځای شوي پوستې د حکومت او ولس په ګټه ونه بللې او زیاته یې کړه، ګټه یې هغه کسانو ته رسیږي،چې په سیمه کې جګړو ته لمن وهي .
د میدان وردګ والي حیات الله حیات وویل، د ولایت مقام په ټولو امکاناتو پلاوی ته زمینه برابره کړې،څو خپلې څېړنې ژر او په ښه توګه ترسره کړي او هیله لري چې پایلې یې ژر د ولسونو سره شریکې کړي .
له پورته څرګندونو نه داسی معلومیږی چی دا پولیس سیمه ایز نه بلکه په یوه خاص قوم پوری منصوب بی مسوولیته کسان دی چی د خپلو نورو راتلونکو مقاصدو لپاره دلته سره ځای پر ځای شوی دی او د سیمی خلکو ته یی د امنیت پرځای مشکلات یا د ایرانی اخندانو په قول « چالشونه » جوړ کړیدی.
زما په نظر دا پوستی باید له یوه مخه ټولی او که ډیر ضرورت ورته وی نو بیا د 20 -30 کسان د ملی پولیسو نه چی دولت او ولایت ته مسوول وی ځای پرځای شی. د دواړو خواوو مشکلات به حل شی.
سیمه ایز پولیس لکه څرنګه چی دنامه څخه یی پیداده باید د هماغه ځای اوسیدونکی وی!ځکه اول خو دغه دنده دایمی نه وی، دوهم دغه پولیس بیا دهمغی سیمی اوسیدونکیو ته مسول هم وی او د اوسیدو،پیژنګلوۍ او تلپاتي اړیکو په توسن ظلم او جبر نشی کولۍ، او کله چی د باندی څخه نور څوک دلته په داسی دندو وګمارل شی اول خو حساسیتونه را پاروی،ځکه دوی د ملی اردو یا ملی پولیسو جزوتامونه ندی،بله داچی دغه حق په قانونی بڼه د همدی خای دخلکو دۍ او له دوی څخه اخیستل شویدۍ،اوددی سیمی وړ خلک بیا بیکاره ګرځی،دا دن وموړی سیمی دخلکو په حق کی ظلم دۍ، او بله داچی د بل ځای څخه د راغلو اربکیانو وفادارۍ او اولویتونه دسیمی د خلکو د ګټو څخه بیل وی همدایی لاملونه دی چی بیا ظلم، تداً ځنی سر وهی او پایله یی همداسی د کرکی او نفرت ډک کارونه ویلکه چی ومولیدل!