تاند- د فرخندې د قتل د څېړنې لپاره ګومارل شوي کمیسیون اعلان وکړ چې د دوی تحقیقاتو ثابته کړه چې فرخندې قرآنکریم نه و سوځولی.

د دغه کمیسیون رييس مولوي محی الدین بلوڅ نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل:«زموږ د څېړنو پر اساس فرخنده په دې قضیه کې یو مخ بې ګناه وه.»

ښاغلي بلوڅ دا هم وویل چې د فرخندې قتل یوه منظمه او له مخکې څخه سنجول شوې وژنه نه وه او دوی داسي هیڅ سند نه دی موندلی چې وښيي د داخل یا بهر کوم چا یا کومې ډلې دا پېښه تنظیم کړې وي.

په خبري غونډه کې د دغه کمیسیون یوې غړې فوزیې کوفي په تېرو کلونو کې د معافیت کلتور د داسي پېښو سبب وباله، ویې ویل چې عدلي او قضايي اورګانونه د فرخندې د قتل د عاملانو په محاکمې او سزا ورکولو کې جدي دي او کمیسیون به هم تر پایه دا قضیه تعقیب کړي.

د دې پېښې د تایید په خاطر د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نشراتي مرستیاله سیمین حسن زاده او د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستاکزی له دندو ګوښه شوي دي.

حسن زاده وروسته بخښنه غوښتې وه خو یو شمېر کسانو د ده بخښنه کافي نه بلله او د هغې د استعفا غوښتنه یې کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *