د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی دی چې په مدینه منوره کې به د ټولې دنیا د اسلامي علماوو یوه شورا جوړیږي او د دې شورا کار به دا وي چې د اسلام واقعي پیغام له هغه قتل و قتال او وحشته بېل کړي چې د اسلام او جهاد په نوم په اسلامي دنیا کې روان دی.

 پرون په ګردیز او غزني کې طالبانو په لسګونو کسان ووژل. دوه ورځې مخکې په سومالیا کې د اسلام په نوم یوې بلې خونکارې ډلې په سلګونو مسلمانان قتل عام کړل. دغه بریدونه او داسې نور بریدونه د انتحاریانو په ذریعه کیږي او قاتلې ډلې انتحاریانو ته چې اکثره یې رواني مریضان او د کم عمر او کمې پوهې زلمیان یا ماشومان دي، وایي چې دا دنیا څه کوئ، ځان ووژنئ او نور هم ووژنئ چې په هغې دنیا کې حورې او غلمان او او مزې او چړچې ستاسې په انتظار کې دي. دغه کسان چې په غریبو کورنیو کې دنیا ته راغلي دي او دا احتمال زیات دی چې د کورني خشونت یا په مدرسه او چاپیریال کې د خشونت ډیرې بدې او ترخې خاطرې ولري، او د رواني او ذهني تکلیفونو په وجه د حلالې ډوډۍ ګټلو او په ټولنه کې د ژوند کولو وړتیا په ځان کې نه ویني نو په څو ثانیو کې د وژل کېدو د تکلیف په بدل کې د دایمي عمر د مزو چړچو تصور ډیر خوند ورکړي او واسکټ واغوندي.

 دغو واسکټیانو په افغانستان، سوریه، عراق، یمن، سومالیا، عربستان، پاکستان، مصر، لبنان، ترکیه او کابو ټولو اسلامي هیوادونو کې په تیرو لسو کلونو کې په لکونو مسلمانان وژلي او ټپیان کړي دي.

 دغه واسکټيان دومره ساده وي چې دې باندې هم غور نه کوي چې دا مزې او چړچې په رښتیا د دوی په نصیب کېږي نو ولې د دوی مشران له شهادته پټ ګرځي او کله په کوټه کې شوراګانې جوړوي او کله د وزیرستان په سمڅو کې اوسي. اسامه چې په زرګونو مسلمانان یې د شهادت په نوم تباه کړل، په خپله د شهادت له ویرې د آی ایس آي په غېږ کې په ابیټ آباد کې پټ و او په کلونو کلونو یې د لمر رڼا نه لیدله چې هسې نه څوک ورباندې خبر شي او شهید شي.

 د سعودي عربستان دغه اقدام ډیر عاقلانه او د وخت ضرورت دی. دغو انتحاري ډلو او د اوسني عصر خوارجو نه یوازې اسلامي ملکونه تباه کړي دي او تباه کوي یې، دوی د اسلام د بدنامۍ سبب هم ګرځي. د دغو بدبختو باغي ډلو له لاسه ګڼ کسان ورځ په ورځ خدای مکړه د اسلام په حقانیت باندې بدګومانه کېږي. داسې ښکاري چې طالب، داعش، بوکوحرام، القاعده ، الشباب او دغسې څو نورې وحشي ډلې د اسلام په خلاف یوه ډیره لویه دسیسه او توطیه ده.

 په افغانستان کې چې له هر عالم دین سره خبرې کوې نو درته وایي چې دغه طالبي او داعشي وحشت په اسلام کې نشته او د دوی اعمال د اسلام، اسلامي ملکونو او مسلمانانو له تباهي او بدنامي پرته بله هیڅ نتیجه نلري، مګر همدا علما په ښکاره او په منبر باندې د دې خبرې د کولو ډیر جراات نه کوي او ځکه یې نکوي چې که یو عالم دین هم د اسلام حقیقت بیان کړي، سبا بیا د طالب له لاسه ترور دی.

 طالب او داعش یوازې او یوازې د ترور او وحشت له لارې خلک مجبوروي چې دوی ته غاړه کیږدي او د دوی د اسلام مخالفو عقیدو او عملونو ته اسلامي ووایي.

 په مدینه منوره کې به د ټول عالم اسلام د علماوو شورا وکولای شي چې د اسلام له پاک حقیقته د طالبي او داعشي تفسیر او تعبیر دوړې وڅنډي او اصیل اسلام به نړیوالو ته ورمعرفي کړي.

   حقیقت خبره دا ده چې د نړۍ د یونیم میلیارد مسلمانانو او د داعشي او طالبي اسلام تر منځ هیڅ رابطه نشته. داعشي او طالبي اسلام یوازې د مسلمانانو د ژوند، د ترقي، د نیمکرغي او د نیکنامي په خلاف جعل شوی دی. حال دا چې نور ټول مسلمانان غواړي چې له یو بل سره په سوله او سړیتوب کې ژوند وکړي.

 په طالبي او داعشي عقیده کې له اسلام څخه یوه وسیله جوړه شوې ده چې صرف  د دوی د ګټو او غوښتنو او ارزوګانو لپاره باید استفاده ورڅخه وشي. کله چې طالبان په افغانستان کې په حکومت کې وو نو په هغه وخت کې یې عکس او تلویزیون حرام بلل خو اوس بیا عکس حرام نه دی او په تلویزیونونو کې هم کله نا کله مرکې کوي. د دوی په اسلام کې هیروین یو وخت حلال و، بیا حرام شول او اوس بیا حلال دي. اول ځکه حلال و چې پیسې یې ورباندې ګټلې. بیا ځکه حرام شول چې د خپل حکومت په وخت ېې امید و چې په دې ډول یې ګوندې دنیا په رسمیت وپيژني او په وروستیو کلونو کې بیا ځکه حلال شول چې د رسمیت پیژندلو امید نشته او پیسو ته ضرورت دی.

  د نورو مسلمانانو اسلام وایی چې ان د یوه بې ګناه انسان وژل دومره بده ده لکه ټول انسانیت چې وژل شوی وي. خو په طالبي او داعشي اسلام کې که د غېږې ماشوم هم ووژل شي، پروا نکوي. په داعشي او طالبي اسلام کې په لویه لاره کې بم پروا نکوي. داسې ورځ لږه وي چې د افغانستان په یوه کونج کې لا په داعشي او طالبي چاودنو کې زموږ یو شمیر وطنوال په لارو، پټو، کروندو او بازارونو کې شهیدان نه شي. هغه بله ورځ هم د لوګر په چرخ کې څو کسه ماشومان په طالبي بمونو کې والوتل.

  د نورو مسلمانانو په عقیده کې جومات د خدای کور دی او تر بل هر ځای یې ډیر احترام پکار دی خو په طالبي او داعشي اسلام کې په جومات کې بمونه جوړیږي او په جوماتونو کې انتحاري حملې کیږي.

  د دې لپاره چې حقیقي اسلام د طالب او داعش له جعلي اسلامه بیل شي، په مدینه منوره کې د حقیقي علماوو د شورا جوړولو ته ډیره زیاته اړتیا ده. لکه څنګه چې وویل شول زموږ علما که په افغانستان کې حق ووایي نو طالب ترهه ګر یې وژني او په همدې وجه په تیرو پنځلس کلونو کې په سلګونو جید علما د طالب خوارجو له خوا شهیدان شوي دي او اوس هم داسې اونۍ نه وي چې د ترهه ګرو په لاس د یوه جید عالم د شهادت خبر وانه ورو. په مدینه منوره کې چې طالب نشته نو علمای کرام به د اسلام حقیقت په جراات سره بیان کړي. له بلې خوا، لکه څنګه چې د سعودي عربستان د دولت په اعلامیه کې راغلي دي، په دې شورا کې به د ټولې اسلامي نړۍ تر ټولو ستر علما راټولېږي. د دغسې علماوو فتوا طبعا ډیر تاثیر لرلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *