انسانان اشرف المخلوقات او د سالم عقل او فکر درلودونکې دي.
د انسانانو دوه ګوني جوړښتونه سره توپیر لري له همدې امله یې فکرونه، پوهه او ذکات درجه هم یوله بله فرق کوي.
داسې وګړي شته، چې عقل لري، کاڼه نه دي، هر څه اوري، خوبیا هم له کڼو بدتر دي، چې اصلي او حقیقي کاڼه همدوی ته ویلای شو.
یو انسان که له موره کوڼ پیدا شي، دا یو حقیقت دی، چې څه به نه اوري، خو بیا هم دا کوښښ کوي، چې د سترګو په واسطه د خلکو د خولې له حرکاتو د هغې پر خبرو پوه شي او که داسې نه وي، په اشارو خو خپل کار کولای شي.
داسې انسانان شته، چې سالم پیدا شوي او کاڼه نه دي، هر څه اوري، خوپه ښو کارونو عمل نه کوي، دې ته باید سالم او جوړ کاڼه ووایو، دوی څو مرتبې له هغو کڼو بدتر دي، چې له موره کاڼه پیدا شوي دي. ای کاش چې دوی هم کاڼه پیدا شوی وای، نو موږ به بیا د دې ارمان نه کاوه، چې دوی مو خبره نه اوري.
یو شاعر وایي: ( ړانده پوهېږي چې لمر شته دی، خو لمر نه ویني، سحر له خوبه پاڅېږي، خو د سهر رڼا نه شي لیدلای.
ګونګ شونډې وینې چې خوزېږي، خو خبرې نه اوري، کوڼ ته چې یوه خبره وکړو، هغه بل څه اوري.دا له موره پیداشوی ړوند، ګونګ او کوڼ څو مرتبې له هغې ړوند، ګونګ او کوڼ بهتر دی، چې له موره جوړ پیدا خو عمل یې له هغو بد تر دی. (
دوی د خپل ملک سره مینه نه لري او نه یې له خلکو سره لري، دا ملک چې زموږ او ستاسې کور دی، خاپوړې مو پکې کړي، اکسیجن مو پکې تنفس کړی، له همدې خاورې تغزیه شوي یو، خو بیا هم ورسره خیانت کوو، وفاداره ورته نه یو.
که یو باز په نظر کې ونیسو، خاوند یې په لاس ګرځوي،ډوډۍ ورته ورکوي، مینه ورسره کوي، سره له دې چې سترګې یې تړلي او بندي دی، خو بیا هم د خپل مالک هره خبره مني او د هغې خدمت کوي، د خپل مالک سره بيوفایي نه کوي، کولای شي چې وتښتي، خو د هغه احسان نه شي هېرولی، وګورئ! په حیواناتو کې هم وفا شته.
ته په خپلو خوشحالیو مست یې او د بیچاره ولس چغې او فریادونه په اسمان کې وریځې جوړې کړې، د دوی فریادنه نه اورئ، له الله تعالی نه وویریږه، قیامت ورځ دې هیره کړې ده.
ډېر انسانان مې ولیدل کاڼه نه دي، خو بیا هم خبرې نه اوري، سترګې لري، خو حیا پکې نشته، وجدان لري، خو بیا هم پر وجدان پښه ږدي، لاسونه لري، د خیر پر ځای پرې د شر کارونه کوي، زړه لري، ترحم او زړه سوی یې نشته، عقل لري، خو د بیعقلو او لیونیو نه خراب کارونه کوي، پښې لري، جومات ته پرې نه، میخانې ته پرې ځي، ژبه لري، د دې پر ځای چې ښې خبرې وکړي، بدې خبرې کوي، لویه ګیډه لري، د حلالو پر ځای یې پر حرامو ډکوي، څلور ښځې لري،بیا هم هره شپه فحاشي پسې ځي، په لوړ مقام کار کوي، د دې پر ځای چې خدمتونه وکړي، خیانتونه کوي.
ولس باید د ټولنې خدمتګاران او خیانتکاران وپیژني او د دوی حقیقت ښکاره کړي، خدمتګاران وستایي او خیانتکاران وغندئ.