د شريعت له مخې مسلمانان سره خپلو کې وروڼه دي ولو که قومي، ژبني تفاوت هم ولري خو له ډېرې مودې راهيسې د اسلام ضد عناصرو زموږ په مينځ کې داسې د نفاق، بدنيتۍ زهر پاشلي چې له امله يې مونږ خپلو کې سره دښمنۍ ته پایڅې رابډ وهلي د مثال په توګه که يو خپل هم مسلکه ورور مو لږ هم ارادي يا غير ارادي توګه باندې زموږ د طبيعت او ګټې خلاف کار وکړي نو پرته له دې چې څېړنه يې وکړوپه مقابل كې يې جدي اقدام کوو او تل مو دا هڅه وي چې خپل مسلمان حريف کمزورى او يا ختم کړو که څه هم زمونږ د ابدي مشترك دښمن په توسط وي.
له بده مرغه د اسلام قسم خوړلي دښمنان په دې خپله حربه کې بريالي شوي دوى تش په نوم مسلمانو حاکمانو په پيسو او اشارو په نړۍ كې د وينو تويولو بازار تود کړى کله په برما کله په فلسطين کله په عراق کله په سوريه او کله افغانستان كې، ماشومان، ښځې، سپين ږيري، ځوانان ژوندي وسوځولى شول، په چاړو ووهلى شول، ګرمو اوبو کې وخوټکولى شول، د ړندو بمباريو لاندې لولپه شول يعنې ډول ډول تعذيبونه ورکړلى شول خو د حقوق بشر ټېکدارنو پرې سونګ هم ونه کړ.
د همدې لړۍ په تسلسل يو ځل بيا په حلب ښار کې په مسلمانانو قيامت صغرى جوړ دى او ستر بشري ناورين سره مخ دي، کوڅې يې د ماشومانو، ښځو او سړيو د اجسادو نه ډکې پرتې دي د بېلرو غوندې غټ غټ بمونه پرې راوورېدل، د بدن غوښې يې قطره قطره شولې حتى چې ځايي مسلمانانو يې د نړۍ له علماوو نه د خپلو ښځو، لوڼو د عفت، عصمت په خاطر د وژلو فتواوې وغوښتلې خو په دې سربېره نړيوال سازمانونه او غرب پلوه رسنۍ داسې ګونګ دي چې ګويا هيڅ هم نه دي شوي داسې بوږنوونکي حالات دي چې يو با احساسه انسان يې د ليدلو او اوريدلو تاب نه لري يو معصوم ماشوم چيغې وهي چې پلار مې پلار مې خو ځواب كې ورته په ژړونکي لهجه ويلى شي چې جنت ته لاړ.
د نړۍ د کفري هيوادونو، زبرځواکونو نه خو ګيله نه ده پکار ځكه د خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم وينا ده. الکفر ملة واحدة. دوى خپله بريا د مسلمانانو په وژلو، تضعيفولو کې ليدلې خو دې خپلو ليوانو حاکمانو سره اخير سړى څه وکړي
هلته حلب په سرو لمبو کې سوځي او دوى پرېږده چې خپل جنسي هوس سړولو لپاره په ميليونونو ډالر د يوې رنډۍ نڅاګرې نه قربان کړي هغوى د لوږې او تندې له امله خپل ژوند سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او دوى پرېږده چې د شرابونو، کبابونو او روغو پسونو خوړولو سربېره عياشيانې، خنداګانې او د رقص مجلسونه وکړي.