تاند، جمعه، د جدي ۶مه: د خوست والي، حلیم فدایي خپله څوکۍ د نیمې ورځې لپاره یو یتیم او بې سرپرسته ماشوم بصیر ته سپارلې چې نوموړي په کې د کورنیو چارو وزارت له ورغلي پلاوي سره د ماشومانو ستونزې شریکې کړې دي.
د خوست ولایت مقام، ښاغلي بصیر ته د کوچني والي خطاب کړی او ویلي یې دي چې کوچني والي بصیر د کورنیو چارو وزارت له مرستیالې حسنا جلیل سره تر ځانګړو تشریفاتو وروسته په خوست کې ماشومانو او یتیمانو ته ورپېښو ستونزو باندې بحث کړی دی.
د خوست کوچني والي همدا راز له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای ولسمشر ته لیکلی لیک هم د حسنا جلیل ته سپارلی تر څو په خوست کې د ماشومانو وضعیت ته پاملرنه وشي.
د خوست ولایت مقام د معلوماتو له مخې په دغه نیمه ورځ کې چې د خوست ولایت چارې له کوچني والي بصیر سره وې، د خوست رسمي والي حلیم فدايي او نور لوړ پوړي امنیتي او اداري مسوولان د نیمې ورځې تر پایه په دوهم کتار کې پاتې شول.
په ټولنیزو رسنیو کې د خوست د ولایت مقام دا کار ستایل شوی دی.
بلی!
یتیمان اکثره یی د شهداوو اولاد دی ،ډیر د قدر او عزت مخلص شهدا چی الله ج ته قدر لری که د مجاهدینو او یا د مؤمن ملت د نورو خادمانو اولاد وی ،ټول معزز او مؤمنان دی ،خدمت او پالنه یی دټولو او بیا د حکومت مسؤلیت دی
د وی نباید لکه تنظیمی حکام فقط په خبرو او بی محتوا حرکاتو وغولول شی ،نه تعلیم ته یی پاملرنه وشی او نه کور،ډوډی او کالیو ته، او فقط ټول امتیازات هغو ته ورکړ شی چی کوم ډول رابطه د امیر سره ولری او غیر لدی نه د یتیم حق هیڅ تعریف او ماهیت نلری ، تنظیمی امتیازات، تعلیمی برسونه ،د رابطی او دارالافتا ء معاشونه یواځی او یواځی تنظیمی شهزاده ګانو ته منحصر وو او نور جاهلی تعصبات او انحصار ….
نو خدای ج دی وکړی چی د فدایی صاحب د نیمی ورځی کوچنی والی سره دا روش په محمدی اخلاقو قایم وی چی فرمایی
من لم یرحم صغیرنا و لم يؤقر کبیرنا فلیس منا