تاند- محمد حلیم فدايي، چې پرون یې پر ځای محمد انور اسحاقزی د لوګر والي وټاکل شو، د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې د نوي والي ملاتړ وکړي.
پرون /شنبه/ د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د لوګر په ګډون د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان اعلان کړل.

حلیم فدايي نن په خپله فېسبوکپاڼه کې د لوګر له ټولو خلکو مننه کړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې د نوي والي ملاتړ وکړي « نن غواړم له هر مخالف او موافق لوګري مننه وکړم چې په مخالفت او ملاتړ دواړو یې زما لارښوونه کړې ده.
له هغو چې زما په تګ خفه دي او هم له هغو چې زما په تګ خوښ دي د زړه له کومي مننه وکړم او کور ودانی ورته وایم. زه یوازې دومره وایم چې څومره کولای شي له دروند او مخور شخصیت ښاغلي محمد انور اسحاقزي کوم چې زما پرځای ټاکل شوی دی، لکه له ماسره مو چې مرسته کوله، ملاتړ وکړئ.»
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور سره له دې چې ولسمشر یې استعفا منلې او پر ځای یې نوی والي ټاکلی دی، حاضر نه دی چې د ولایت چوکۍ پرېږدي.
عطا نور هره ورځ له خپلو پلویانو سره غونډې کوي او ولسمشر ته سپکې سپورې وايي.
کور مه ودان ځوی لوی فدایی یصیب پخیر ولاړ شی چندا خدمت خو دی کړی هم ندی خو چه په صلح آمیزه توګه ځی دا کار د ښه او د ښو اخلاقو نمایندګی کوی
جناب محمد حلیم فدایی صیب یو مخور ، علمي ، سیاسي او پوه شخصیت دی. په هر حال سره دوی په ډېرو سختو شرایطو کې زمونږ د ښکلي ولایت د زړه ورو ، مېلمه پالو خلکو مشرتوب په غاړه درلود. په اوسنیو سختو اوپېچلو حالاتو کې د داسې یو ولایت زعامت او مشري عادي کار ندی.
مونږ له ښاغلي محمد حلیم فدایی نه مننه کوو ، دوی ته د کار اوژوند په راتلونکو مسوولیتونو کې بریالیتوبونه غواړو.