(دا لیکنه زه د یوه عام افغان په توګه کوم اوله دندې سره مې تړاو نه لري)
تېر کال د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د لوګر پخوانی والي ارسلا جمال، د مرکز پل علم په جامع مسجد کې شهید کړای شو. د سیاستوالو قتلونه عموما له ډېرو پوښتنو او مرموزو کیسو سره ملګري وي او د ارسلا جمال د وژنې په اړه هم ډېرې لومړنۍ پوښتنې لا نه دي ځواب شوې. ارسلا جمال د افغان حکومت والي، سرپرست وزیر معین او تر ټولو مهمه؛ اکاډیمیک او تکنوکرات مامور و. ارسلا په خوست کې د خپل ماموریت پر وخت وکړای شول، چې د وخت د ولایتي بیارغونې ډلې له منابعو او مرستو د خوست په بیا رغونه کې د پام وړ استفاده وکړي. له بهرنیانو سره د ارسلا روانه ژبه او پوهېدنه په لنډ وخت کې د دې سبب شوه، چې خوست د سویل ختیځ زون په کچه د سوداګرۍ، امنیت، کاري فرصتونو او تعلیمي ودې له لحاظه تر ټولو مخکښ ولایت شي.
ارسلا په خوست کې تر ټولو جدي ماموریت په تر ټولو ښه توګه سرته ورساوه. سره د دې چې د شهید جمال کارونه او لاسته راوړنې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي لخوا، د میر مسجدي خان په دولتي مډال وستایل شوې؛ خو زما په باور ښه والی قیمت او پیمانه نه لري او هغه څه چې ارسلا د حکومت د مامور او د یوې سیمې د ناظم په توګه وکړل، له مډالونو او دودویزو ستاینو ډېر وو.
ارسلا د خوست تر ماموریت وروسته، په ټاکنیزو منډو ترړو کې بوخت شو. دا په افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دویمه تجربه وه او ارسلا د تل په څېر د یوه بل جدي ماموریت له ننګونې سره مخ و. دلته هم د ارسلا په ګډون د حامد کرزي د ټیم غړي په دې بریالي شول، چې د ټاکنو سبوتاژ او د مشروعیت له اړخه کمزورې شوې پروسې ته له سره عمومي اعتماد را جذب کړي.
ارسلا د حامد کرزي د دویمې دورې په لومړیو کې په حکومت کې نه و، خو وروسته د سرحداتو او قبایلو وزارت د وزیر په توګه پارلمان ته د باور د رایې اخېستو لپاره ولېږل شو. له پیله معلومه وه، چې د ارسلا په څېر خلک، چې له پارلمان سره نورې کیسې(!) ونه لري، رایه یې نه شي ترلاسه کولای او همداسې وشول. ارسلا ورسته د همدې وزارت سرپرست او سیاسي معین شو، خو ده به ویل، چې د قبایلو وزارت لپاره ډېر جوړ نه دی او بلاخره یې استعفی وکړه. د شهید جمال د لوګر ماموریت په سیمه ییزو اورګانونو اداره کې، زما د کار سره نژدې یو وخت پیل شو. د وروستي ځل لپاره ادارې ته د رسمي کار لپاره راغلی و او د ازرې ولسوالۍ د امنیتي وضعې د څېړنې لپاره، دفاع وزارت ته روان و. پخوانیو یادښتونو کې مې له ده سره د وروستۍ لېدنې متخصره یادونه کړې وه. دا نو د اغېزناکو سترګو د یوه سپین ږیري ملګري سره زما وروستۍ لېدنه وه، بیا مې د ده لژند، لژند جسد په عیدګاه مسجد کې ولیده.
د ارسلا وژنه د افغانستان د مهمو سیاسیونو د ژونو د لړۍ ادامه وه او تر اوسه له بده مرغه د افغانستان د هېڅ سیاسي کس د وژنې دوسیه، په لازم شفافیت سره نه ده څېړل شوې. اکثره داسې دوسیې پټې ساتل کېږي. دا چې دا کار سم دی که نه دی، زه پرې بحث نه لرم، خو د ارسلا د ملګري او خواخوږي په توګه دا زما لپاره خورا جدي پوښتنه ده، چې د لوګر والي ولې او د چا لخوا و وژل شو؟ د ارسلا کورنۍ هم د ولې په پوښتنه پسې ګرځي، خو د ولې ځواب په قید شویو دوسیو کې دی.
د ارسلا جمال قتل دوه خبرې ډېرې واضحې کړې او هغه دا چې، د افغانستان له طبیعې منابعو څخه ګټه اخېستنه او د سولې راوستل څومره ننګوونکې چارې دي؟ ما په امنیتي ادارو کې له انډېوالانو سره د شهید جمال د قتل په اړه ډېرې خبرې او بحثونه وکړل. د دوی دې کور ودان وي، چې د خپل وس تر کچې یې زما پوښتنو ته ځواب و وایه، خو د یوه مسوول او داسې کس په توګه چې، باور لرم، د سیاسي قتلونو تر شا پټې کیسې، د هغو د رامنځته کیدو په اړه له عامو دلایلو سره فرق لري، لاهم د ارسلا د قاتل په باره کې ډېرې پوښتنې لرم.
د ارسلا د شهادت په باره کې، د خپلو احساساتو ذکر په دې هیلې پایته رسوم، چې له دې وروسته د ورور طالب، عزیز طالب او نور ګڼو افادو کې د افغانستان د ورک شوي دښمن تعریف پیدا شي او روان جنګ که زموږ دی که زموږ نه دی، موږ د دې توانایي پیدا کړو، چې ځان ترې خلاص کړو.
تواب غورځنګ