حمامة العليل د عراق له هغو ښارګوټو ګڼل کېده چي د پسرلي مهال به ورته خلګ له نورو سيمو د میلو لپاره راتلل. دا ښکلی او امن ښار په (۲۰۱۴ م) کي داعش ونیو. هغه مهال داعش ډله ډېره په زور کي وه. د عراق شمال لور ته يې په ليږ وخت کي ډېري سيمې ونیولې.
دې ښار ته د داعش تر راتلو وروسته د غمونو ورځو او شپو مخه کړه. داعش چي د قتلونو په کولو او ډار په خپرولو کي مهشوره وه، په دې ښار کي يې دا په زبات ورسوله. سوونه د پوځ سر تېري يې ووژل او خلګو ته د خپلو رواجونو او کلتوري ارزښتونو د بدلېدو امر وشو.
داعش د دين او شريعت د نفاذ په نوم هغه څه وکړل چي دين او شريعت دواړه يې نړۍ والو ته د نفرت او کرکې وړ معرفي کړل او دينپالانو لعنت پر ووايی. په دې د نړۍ اکثريت خلګ پوهېږي چي داعش يوه پروژه وه. د سترو هیوادونو استخباراتو يې پټ ملاتړ کاوه او خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره يې له دې وسيلې څخه کار اخیست.
حمامة العلیل د خوښيو ښار د داعش تر واک لاندي څو کلونه تېر کړل. داعش د قتل او خلګو ډارولو لپاره هر وخت تلاشياني کولې. خلګ يې وهل ټکول او د ځينو په اړه د مرګ فتواوي وختي لا وتلې وې. داسي را پورونه هم شته چي داعشيانو په يوه کنده کي درې سوه(۳۰۰) کسان په يوه پلا ووژل.
د دې ښار شاوخا څو داسي ځايونه شته چي داعشيانو په کي ډلييز مرګونه کړي. د خوشاليو او میلو په دې ښار کي بیا هره ورځ د مرګ، وهنې، بندي کونې او نفرت خبرونه خپرېدل. د خلګو په شخصي چارو کي مداخله، دوکان او کور ته بې وخته ور دننه کېدا، د تلاشۍ په نوم د کورنو او ان د ښار د ډېرو برخو محاصره، د لارو بندول، د خلګو تنګول، د ټرافيکو په وړاندي مزاحمت د داعشيانو ورځنۍ چاره شوه.
دوئ پوهېدل چي په ښار کي يو شمېر هغه کسان لا پټ دي چي موږ يې د مرۍ پرېکولو او وينې تویلو لپاره لا وړاندي چاړې جوړي کړې. داعشيانو په همدې پلمه هره ورځ د ښار يوه او بله څنډه تلاشي کوله. پر لار تلونکي موټر يې کتل، په ډېرو لارو کي يې د تلاشۍ پوستې جوړي کړې او هلته دلته به يې ګښتونه کول.
د داعش تر واک لاندي حمامة العلیل کي داسي سړي هم ول چي کلونه- کلونه يې ځان کور پټ کړی، یا ايستل شوي تونل ته کښته شوي یا هم د ښځو په نقاب کي د ښار يوې او بلې برخې ته تللي.
کله چي د عراق حکومت د داعش پر ضد دې ښار ته قواوي ولېږلې، نو داعشيانو له عامو خلګو څخه سلګونه کسان را غونډ کړل او د دې لپاره چي ځواکونه بريد پر ونه کړې یا هم له هوا څخه يې کاروان په نښه نه شي د عامو خلګو په منځ يې له دې ځای د موصول ستر ښار ته ولاړل.
دا مهال چي ښار يې حکومتي ځواکونو ته خالي کاوه ډېری هغه کسان يې بېرته ووژل چي د واک په لومړيو ورځو کي يې بخښلي ول. د وژلو شوو او یا پټو کسانو خپلوان يې له ځانو سره د ساتنې په موخه کاروان کي روان کړل. خبريالان وايي چي د حمامة العلیل ښار ګوټي هيڅ داسي کورنۍ نه شته چي يو يا څو کسان يې له کورنۍ څخه نه وي وژل شوي.
په دې ښار کي ټول مسلمانان اوسېدل. داعش چي مسلمانانو ته د اسلام په نوم دا ډالۍ ور کوي، نو له نامسلمان سره به يې سلوک څنګه وي؟ دوئ چي مسلمانانو ته د اسلام دا ډول استازيتوب کوي، نو نامسلمانو ته به يې څنګه معرفي کوي؟ د يوې سيمې مسلمانان چي د داعش واک نه شي زغملای، نو د هغه چا به ور سره څه حال وي چي له اسلام پرته د بل دين پيرو وي؟ د حمامة العلیل او نورو سيمو قتلونو، وهنو او ډار خپرونې نړۍ او د سيمې ټولو اوسېدونکو ته د داعش په تور نقاب کي پټه څېره بربنډه کړه. د داعش کړنې په جګ اواز وايي چي هيڅ ديني او انساني ارزښتونه ورته اهميت نه لري.
داعش يوازي په عراق کي مسلمانان ونه کړول، بلکي په سوريه کي يې له هغو ډلو سره هم د اسلام په نوم جنګ اعلان کړ چي تر دوئ مخکي يې د اسلام ساتنې تر شعار لاندي د شريعت د نفاذ لپاره خپله مبارزه پيل کړې وه. د داعش او النصره ډلې ترمنځ جنګونه نه يو وار شوي او نه لس، بلکي تر دې هم زيات ول او زرګونه کسان يې مړه یا ژوبل کړل. دلته پوښتنه پيدا کېږي چي شيعه خو دي د همدې تګلاري له امله وژلی، د حکومت کارمند ته دي هم بانه جوړه کړې وه، پر زيارت ناست یا ورتلونکي کسان هم ستا له فکر سره سم مشرکين دي او وژل يې ستا د دين امر دی، مګر هغه څوک دي ولي وژل چي ستا په شان عقيده، ستا په ډول يې اعمال او لکه همدا ته د اسلامي خلافت لپاره يې تر تا وړاندي مبارزه پيل کړې وه؟ دا خو دي خپل وو، دا به دي د عقيدې ورور وو، ستا لومړۍ سرچينه به هم له دې ځایه وه، دوئ به هم ستا په شان يوه لاس کي قران او بل کي سنت نیولي ول، نو بیا تاسو ته کوم دين او شريعت له دې ډلو سره د جنګ او وژلو جواز در کړ؟ ټول پوهېږو او ښه پوهېږو چي د نن د جنګي ډلو په قاموس کي هره وژنه د دوئ د خپل فکر توليد ده او که له سیاسي و شخصي ګټو سره يې ورور یا پلار هم مخالفت وکړ نو د ګټو د دې دين په قاموس کي د قتل فتوا د دوئ له جوړښت سره سمه ور کول شوېده.
۲۰۱۷/ ۲/ ۶