تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ایران کې د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د مشاورانو له غونډې وروسته هند ته ولاړ.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تاند ته وايي، ښاغلی محب نن پنجشنبه هند ته روان شوی او د دغه هېواد له چارواکو سره به لیدنې وکړي.
هغه تېره ورځ د تهران په کوربه توب، د هند، روسیې، چین، ازبکستان، ایران، افغانستان او تاجکستان د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې ګډون کړی و.
ملي امنیت شورا د ښاغلي محب د هند د سفر اجنډا او موخه نه ده په ډاګه کړې.