حمدالله محب

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ابوظبي کې د سولې له وروستیو خبرو وروسته د هیواد د سولې د روانې پروسې په وړاندې غبرګون ښکاره کړ.

ښاغلي محب په ټویټري پیغامونو کې ویلي، افغانان، تلپاتې سوله غواړي، نه بیړنۍ معامله چې د دوی پر قربانیو سترګې پټې شي.

محب همداراز لیکلي«د سولې هلوځلو ته ستراتیژیکه حوصله، تاکتیک اوجرات پکار دی— نه بې ځایه تغییر.»

محب وویل، د افغانستان د راتلونکې په اړه د هر ډول پرېکړې صلاحیت د افغانانو او د هغوی د منتخبو مشرانو حق دی.

دی زیاتوي، داسې هیڅ ډول موافقه به ونه شي چې د افغانستان د خلکو قربانۍ پکې په پام کې ونه نیول شي.

د ځینو راپورونو له مخې، د ابوظبي په غونډه کې طالبانو او پاکستان په افغانستان کې د نظام د بدلون غوښتنه کړې ده.

محب په عین حال کې بې له دې چې د پاکستان یادونه وکړي، ویلي چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره افغانان د نړیوالو په تېره بیا د امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مننه کوي.

د ابوظبي په خبرو کې د امریکا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان استازو ګډون درلود او ظاهراً دا خبرې پاکستان تنظیم کړې وې.

2 thoughts on “حمدالله محب له پاکستانه پرته د افغانستان د سولې لپاره د نورو هیوادونو د هڅو مننه وکړه”
  1. له محب څخه مننه. د ځوان سیاستوال فکر ما له هغه وخته د رسنیو او د ټویټر له لارې تعقیب کړی چې کله سفیر وو. په خبرو کې یې د سیاست وزن ښکاري. داسې څه چې ډېر د سیاستوالو په نامه چارواکي پرې نه پوهیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *