تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن د ملګرو ملتونو ۷۴مې کلنۍ عمومي غونډې ته وینا وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیرحقمل تاند ته وویل، ښاغلی محب تېره شپه نیویارک ته روان شوی او نن به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د افغانستان پر امنیتي وضعیت، ټاکنو او د سولې د پروسې په تړاو خبرې وکړي.
د ښاغلي حقمل په خبره، ډاکتر محب به د سولې په تړاو د افغانانو مؤقف هم نړیوالې ټولنې ته روښانه کړي او په دې پروسه کې له نړیوالو څخه لا زیاته مرسته وغواړي: «د ملي امنیت شورا مشاور به دغه راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره وویني او په ځینو ستراتیژیکو بنسټونو کې به هم ویناوې ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې حمدالله محب څه موده وړاندې په امریکا کې د زلمي خلیلزاد د سولې پر پروسه او د افغانستان له حکومت څخه د دې پروسې د پټ ساتلو په خاطر توندې نیوکې وکړې چې له کبله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ده سره اړیکې پرې کړې.