حمد الله محب - په واشنګټن کې د افغانستان سفیر

تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب نن د امنیتي وضعیت د څارنې لپاره بغلان ته رسېدلی دی.

د ملي امنیت شورا لخوا تاند ته را استول شوې خبرپاڼه وايي، محب نن سهار بغلان ته له یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره تللی چې هلته به د امنیتي وضعیت په تړاو له قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو سره وویني.

په دې سفر کې د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال هلال الدین هلال هم تللی دی.

بغلان هغه ولایت دی چې ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او له دغې ولایته کندوز ته تللې لاره یې اکثره مهال د طالبانو د بریدونو ښکار وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *