حمید ګل

تاند- د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې آی ایس آی پخوانی ريیس متقاعد جنرال حمید ګل وايي، طالبان تر هغو له جګړې لاس نه اخلي چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه نه وي وتلي.

د جنرال حمید ګل څرګندونې له دې کبله مهمې دي چې نوموړي په تېرو ۳۰ کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان له لوري د جګړې رهبری او لارښوونه کړې ده.

حمید ګل (دي نیوز) پاکستانۍ ورځپاڼې ته وویل چې ده ته دا د منلو نه ده چې امریکا لومړی وویل چې ۹۸۰۰ پوځیان به د روزنې لپاره پرېږدي خو اوس وايي چې ۱۰۸۰۰ به پرېږدي.

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل تېره اوونۍ کابل ته د سفر په ترڅ کې وویل چې تر مخکیني اعلان کړي شمېر به ۱۰۰۰ تنه زیات پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

حمید ګل وویل، د دې معنا دا نه ده چې امریکا له افغانستانه خپل پوځیان باسي.«افغانستان ته به هیڅکله سوله را نه شي. ما تل ویلي چې د افغانانو لپاره خپلواکي او ایمان دوه نه جلاکېدونکي شیان دي.»

د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې پخواني ريیس همداراز وویل:«دا د افغانانو سایکالوژي ده، دوی به هیڅکله د خپلې خاورې اشغال ونه زغمي او جګړ ته به دوام ورکړي. »

ده زیاته کړه:«که امریکايي پوځیان په افغانستان کې اوسېدو ته دوام ورکړي، حملې او جګړه به دوام وکړي. هیڅ شی به د جګړې مخه ونه نیسي.»

حمید ګل په عین حال کې په پاکستان کې جګړه ناروا بولي، وايي چې په وزیرستان کې د ترهګرو پرضد جنګ تر دې دمه بریالی دی خو تر هغو به په وزیرستان کې نهايي هدف ترلاسه نه شي چې امریکایان له افغانستانه وتلي نه وي.

د پاکستان پوځ د پخواني شوروی له لوري د افغانستان د اشغال له کلونو راهیسي تل د خپلو متقاعدو پوځي صاحب منصبانو په وسیله په افغانستان کې د جنګیالیو پوځي ملاتړ ته دوام ورکړی دی. حمید ګل او ګڼ نور متقاعد پوځیان د افغانستان د جګړې د لوري (سمت) په ټاکلو کې اساسي رول لري.

14 thoughts on “حمیدګل وايي طالبان به په افغانستان کې له جګړې لاس وانخلي”
  1. حمیدګله !
    اوس مونږ افغانان پدې پوه شوي یو چې دغه لوبه ستا او ستا د لوی بادار په مشوره سره مخکې ځي، ټولې سیمې ته مو اور ورته کړی دی. داسې ورځ هم لیږې نده چې دغه سرې لمبې ستا کور، انګړ او بچیان هم وسوځوي.
    نه نه تېروتم… جنرال صاحب ستا خو پلار او مور معلوم ندي بچیان به دې هم د بل په کورکې وي نو ښایې ستا سره نږدې ګاونډیان دې وسوځي او که خدای کول او ته ژوندی وې نو ستا سوځول زما یوازنۍ هیله ده، چې یوځل بیا مې د محمود غزنوي تاریخ درباندې دې ځل ته د بت شکن نه بلکې د بوت سوز په نامه تل پاتې کړم.
    آه خدایه دا ارمان به مو کله پوره شي…

  2. حمید ګله !
    که دا دپنجاب اداره او دا (آی اس آی ) وي نو ته به هم د کرنیل امام او پاشآّ په څېر خپل سر په کې وخورې . ډېر امرونه په پردۍ خوله مه ور کوه .

  3. حمید ګل دی نور خپل خیالونه و دال ته ووای ځګه چی پاګی اوبه خو په چټلستان کښی نه سته ، که طالبان اوس هم دداسی پست فکره او منافقینو په خوله خپل وروڼه وژنی نو د پروردګار له درباره ورته د جهنم د هغه اعلی درجی غوښتونکی یم .

  4. حميد كله به دي خبل منافقيت دي بوه شه!
    داسي مه وإيه تر خو جه أمريكا يان به افغانستان كي وي طالبان به دجنكه لاس وانه اخلي.بلكه داسي ووايه جه باكستان به دجنكه لاس وانه اخلي.
    داخكه طالب خوك أعاشه،اواباطه كوى بل داجه جنكي أفزار خوك ورته إكمال وي.جنكي تعليم او تربيه خوك وركوي .جيري أوسيزي.علاوه بردي جنكي بر سونل دجا له خوا ورسره ددوي به اختيار كي وركول كيزي.
    ستركي مه بتوه مونز ته غيل نه شي راكولي مونز تاسي دافغانستان ددين او دازادي دشمنان بيزندلي ءي.مونز هوشيار يو ستا او ستا غوندي نورو منافقو باكستاني جنرالي ته به هم دعبرت درس در كرو.صبر كوه دا وخت رانزدي دي.
    اي منافق حميد كله اوس تا بل وحشيانه عمل شروع كري جه زمونز ماشومان غلا كوى او دانتهار دباره ءي راليزلي يؤخوا جه انتهاز اسلام رتي دبلي خوا زمونز داينده نسل به كمبودي سره مواجه كوي اي ددين او دنيا دشمنه مخ دي به دين او دنيا تور شه ته داسلام دعوه كوي داسي نه ده ته داسلام واقعي دشمن او دانكليس سكه زوي ءي.

  5. پـــاچــا! تـــه ښه وې او که بـــد ستا به ارمـــان راځي
    دلتـــــه لـــــه بــــــدو نـــــه بـــدتر کفن کشان راځي

    پـــــه بې رحمۍ یې څیـــروي ان تـــر لمنـــې پــورې
    د چا په لاس چې دا ریـــښې ریښې ګریـــوان راځــي

  6. لعنت پر حمیدګل، آی ایس آی او د پاکستان په چټل او مسلمان وژونکي پوځ، لعنت د پنجاب پر افغان دښمنه پوځ او استخباراتو.

  7. ګرانه وروره حمید ګل د انګلیس سکه زوی نه بلکه یو بی پلاره ارمونی او ولد زنا دی چې د انګلیس له نطفی نه زیږیدلی دیږ

    حمید ګل ته وایمه چې د افغانستان د اشغال ارمان به جهنم ته له ځانه سره یوسي او دا ارمان به دې هیڅکله هم پوره نشي که خدای کول ډیر زر به چټلستان د دنیا له نقشي څخه لیریي شي او د افغانانو دا ارمان به خدای زر تر زره پوره کړي چې نیم چټلستان د هندوستان تر اشغال لاندې راشي او پاتې چټلستان د افغانانو تر تسلط لاندې
    امین ثم امین

  8. یوه خبره د پام وړ ده او هغه دا چی ولی طالبان د حمیدګل چټیاتو ته ځواب نه وایی ښکاری داسی چی طالبان هغسی د پنجابی او د لوۍ شیطان حمیدګل مزدوران دی حمیدګل نه پخوا د افغانستان د چارو متخصص وو او نه اوس – د پښتو خبره: سپی غپیږی او کاروان تیریږی- او چی حمیدګل د طالبانو په نمایندګۍ هر وخت خبری کوی او طالبان څه نه وایی نو خبره بیخی څرګنده ده چی طالبانو لا هغسی د پنجابی د غلامۍ لاس نه دې اخستې

  9. .حمیدګل یو پنجابی دی چی د مور له خوا د رنجیت سنګهه لمسی او پلاریی انګلیس دی. تور مخی ، چټلسنګهه د 1936 میلادی کال د نوامبر په 28 په لاهور کی پیداشوی دی . د چا چی سوانح داسی خرابی وی د هغه خبری به هم همداسی بدیویه ، له منافقته ډکی وی. علاوه پردی نوموړی سکهه چی د 1987-1989 کلونو منځ کی د چټلستان د جهنمی سازمان ( آی اس آیInter-Services Intelligence (ISI) ) مشر هم وو. هغه چا چی د افغانستان د ورانی قومانده ورکوله نو مونږ به له هغه څه ګیله کوو. خو که کوم غازی پیداشی چی هغه ته افغانی غیرت ور وښیی.

  10. i am sure he will be killed but want soon he is the killer of thousands and thousands afghan and pashtun people.i request to these people whom relative are died in this war which is managed by this killer yahood if some kill him i ensure him he will be really martyr if alive he will be a great champion hope one day we hear this news ,
    manana
    great afghanistan

  11. د محترم مولوی جنرال حمیدګل بچیانوته

    ستاسی لپاره به هر افغان د مزدو په شان نه وی چی د ایمان او آزادی په شعار د غولوی دی ، دا دایمان او آزادی نوم نور مه اخله خائنه تاخو د افغانانو وینی وچښلی تراوسه پوری پری موړ شوی نه یی د ګور په خاورو باندی موړ شی لکه هغه دوه نور خوګان د چی د ملاعمر د مخ نه یی ستاسی د غلامی پرده پورته کړه(که یی ګوری یوټیوب کی دده خپله مرکه ده د جیو ټی وی سره ) چی دی هم د آی ايس آی بچی دی او ستاسی په ملاتړ سره تر سپین بولدک راواړول شو او سپینه پګړی مو ورتړلی وه ، د جهنم توری کندی ته تاسی وغورځاوه چی د اراز د افغانانو نه ورک شی چی ملاعمر هم ستاسی غلام دی د مونږ لپاره مو د امیر المئومنین لقب ورکړ بیا هغه جاهلان چی د مور اوپلار نه عاق شوی او بی روزګاره او بی تعلیمه ځوانان تیار کړی او داوطن نور هم وسوځی زه هغه افغان چی غلامی او ایمان یی شعار دی ورته وایم چی د شیطان مه منی راشی حقیقت ته وګوری زمونږ ددین او وطن دښمن همدا دی چی تاسی ته زمونږ دوژلو او وطن مو د خپل ځان د غلام ګرځولو هڅی کوی

    راشی سره یوشو چی تباه مو داغلیم کړو نور د دی خائن شعار ته غوږ مه ږدی تاسی ددوی لپاره ګټور یی د سر او مال تاوان مو نه ورځی ځکه د حیدګل زوی ارام ناست دی او لور یی کالج وایی وږی او تږی ندی

    سوله ورورولی او زور به زمونږ وی که سره پخلا شو د دین د ټهکدار خبری نوری مه اوری تاسی ده ته وګوری چی کوم دی هغه ایمان او اسلام چی دی یی شعار ورکوی دوی هرڅه کوی دغلته هم جهاد شته چی د داسی لعینانو سره وشی او هم روا دی

    هر افغان ته وایم چی د ملاعمر د پیژندلو لپاره د کرنل ایمام خبری د جیو ټی وی سره په یو ټیوب کی وګوری چی ملا عمر او طالبان وپیژنی پاکستان زمونږ سره یی خپل وروڼه په جنګ اچولی اصلی دی زمونږ سره په غیر رسمی شکل جنګیږی دوی زمونږ دښمنان دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *