سرچينه: يوراېژا ټکی کام

انګليسي ليکنه: نجيب الله آزاد

ژباړه: عبدالنافع همت

د تېرو پنځلسو کالو په بهير  کې د محمد حنيف اتمر نوم تل د يوه مخکښ سياستوال په توګه ځلېدلی چې تقريبا ټول ملي او نړيوال سياستوال يې له نوم سره اشنا دي. ښاغلی اتمر هغه مهال د نړيوالو په تېره بيا امريکا پام ځان ته راوګرځاوه چې دبن تر کنفرانس وروسته د يوه ځوان او مستعد سياسي ستوري په توګه راڅرګند شو. په تېره بيا هغه امريکايان چې له امريکا څخه با کابل ته راغلي او له سفارت څخه يې ارګ ته تګ راتګ کړی، د ښاغلي اتمر کې له فکر او کرکټر سره ښه اشنا دي.

ښاغلی اتمر هغه مهال نور هم مشهور شو  چې د ( ۲۰۰۹م) کال د جنوري پر لسمه نېټه  د امريکا د هغه مهال يوه وتلي سناتور جوبايډن  نيت وکړ چې کابل ته راشي. دا مهال په افغانستان کې هرې خواته اوازې خپرې شوې چې  بايډن د امريکا د ولسمشر بارک اوباما مرستيال ټاکل کېږي او کابل ته د دې لپاره راځي چې د ښاغلي کرزي بديل پيدا کړي. په دې اوازه کې دا خبره هم شامله وه چې  بايډن په دې اړه له ښاغلي کرزي سره ټيليفوني خبرې کړي او ښاغلی کرزي د دې سفر له امله ډېر په قهر دی.

بايډن لا کابل ته نه و رارسېدلی چې د ښاغلي کرزي ګڼ شمېر پلويانو د هغه پر سفر نيوکي وکړې.کله چې بايډن د هغه مهال کورنيو چارو وزير  ښاغلي اتمر سره وکتل، نو د ښاغلي کرزي او هغه د پلويانو اندېښنې په يقين واوښتې. هغه مهال د افغانستان  ډېری حکومتي چارواکيو او سياسي تحليلګرانو باور درلود چې ښاغلی اتمر  به د ولسمشرۍ په راتلونکو  ټاکنو کې يو پياوړی کانديد وي او امريکايان به يې ملاتړ کوي.

هغه مهال چې امريکايانو ښاغلی اتمر د ولسمشرۍ لپاره يو غوره انتخاب باله، په ملي او نړيواله کچه  د اوسني ولسمشر ډاکټر غني نوم هم چا نه ياداوه. کله چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات راورسېدل، نو  امريکايان او انګرېزان دې موافقې ته سره ورسېدل چې د اوس غوندې د ملي وحدت حکومت جوړ کړي او  ښاغلی اتمر به يې ولسمشر او يا  اجرائیه رئيس وي، خو ښاغلی اتمر دا پلان رد کړ.

د (  ۲۰۱۴ م )  کال تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې همدا اتمر و چې د ښاغلي اشرف غني د ټيم طرحه يې چمتو او ډاکټر غني ته وړاندې کړه. د يادونې وړ ده چې په دې  وخت کې ښاغلي کرزي فکر کاوه چې ګواکي ښاغلی اتمر دا هر څه د ده په ګټه  کوي.  د ښاغلي غني له  ولسمشر کېدو سره سم ښاغلی اتمر د امنيت   شورا د سلاکار په توګه وګمارل شو. له دې سره سم پر هغه تور پورې شو چې ګواکې د يو شمېر جهادي مشرانو او ټوپکسالارنو د ترور پلان لري. يو کال وروسته په هغه دا تور هم پورې شو چې د کودتا نيت لري. دا هغه تورونه ول چې مشخص ادرس يې نه درلود او يوازې  د اوازو په بڼه پورته کښته کېدل. داسې اوازه هم خپره شوه چې ښاغلی اتمر د ښاغلي حامد کرزي په مرسته په ارګ کې ځان ته ځانګړې شبکه جوړه کړې او نيت لري چې نظامي کودتا وکړي. هغه چا چې دا وازه بدرګه کوله تور يې پورې کاوه چې ښاغلي اتمر دې هدف ته د رسېدو لپاره د خپل ولايت (لغمان) يو باوري شخص اختر ابراهيمي د(PPS)ياني ولسمشر د ځانګړو ساتونکيو د مشر په توګه مقرر کړی دی، خو له دې سره سره بيا هم  کودتا ناکامه شوه.

څه موده وړاندې د ارګ په يوه ناسته کې  ولسمشر په طنزيه لهجه وویل:(( موږ هيڅ اړتيا نه لرو چې خپل ځوانان د سياسي زده کړو لپاره امريکا او نورو لويديځو هيوادونو  ته واستوو، ځکه چې موږ خپل لغمان لرو.  که څوک غواړي چې سياست زده کړي، نو لغمان ته دي ولاړ شي)). که د ولسمشر دا خبره د اوازو په رڼا کې وارزوو، نو کېدای شي د ولسمشر غني داسې څرګندونې  د ښاغلي اتمر ناکامي کودتا ته اشاره وه، ځکه چې په اوسني نظام، په تېره بيا امنيت په شورا کې د لغمان ولايت دوه مهم اشخاص ځای پر ځای شوي چې يو خپله اتمر او بل ابراهيمي دی.

تر دې ورسته د ولسمشر لومړي مرستيال ښاغلي دوستم د امنيت شورا په تېره بيا ښاغلی اتمر تورن کړ چې په شمال کې يې  د ده د وژلو هڅه کړې ده. وروسته دا اوازه هم توده شوه چې د جنرال دوستم ترور هم د کودتا يوه برخه او اتمر د دوستم د وژلو ماموريت  ابراهيمي ته سپارلی و.

کله چې په رسنيو کې راپورونه خپاره شول چې د ولسمشر مرستيال ښاغلي دوستم د جوزجان پر پخواني والي او خپل يوه پخواني انډيوال احمد ايشچي جنسي تېری کړی او هغه يې شکنجه کړی، نو يو شمېر جهادي مشران او کمزوري سياستوال په وېره کې شول او دا کار يې هم ښاغلي اتمر ته منسوب کړ.

داسې اوازه هم خپره شوې چې کله  ښاغلي اتمر و نه توانېد د اختر ابراهيمي په مرسته جنرال دوستم ترور کړي، نو  اتمر او نږدې ملګرو یې دا راز په ډېر مهارت او محرمانه ډول جنرال دوستم ته  ورساوه چې دوستم غبرګون وښيي او ايشچي د  ښاغلي دوستم د قهر ښکار  وګرځي.

اصلي خبره دا ده چې دا اوازې هغه ټوپکسالاران او ګوښه شوي سیاستوال اچوي چې يو وخت يې هر څه په زور غصب کړي، خو اوس داسې فکر کوي چې د حساب وخت راغلی او  غواړي پخواني غير عادلانه او ناروا  امتيازات بيا لاس ته راوړي.  دوی دا وېره لري چې ښاغلی اتمر نه يوازې دا چې پر ډېرو ملي مسايل کنټرول لري، بلکې له نړيوالو سره يې هم  پراخې نړيوالې اړيکي جوړي کړي دي. دا ډول  په اصطلاح جهادي رهبران او ټوپکسالارن وېره لري چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو نه يوازې دا چې د  ولسمشر ډاکټر غني د حکومت ستنې به ټينګې شي،  بلکې دا ځيرک، مستعداو متعهد مدير به د دوی مېنه هم سپېره کړي. دوی داسې فکر کوي چې نن د دوستم وار دی، سبا به هر يو همداسي په نوبت  له صحنې لېري او دوه توته به هم نه ارزي.

په پښتو کې يو متل دی وايي: (( درواغجن دي درواغ وايي او رښتيا ګوی دي قیاس کوي)).  د کودتا تور په څو دلايلو غير منطقي او بې ځايه دی. لومړی خو دا چې دا تور يوازې د يوې ځانګړې ډلې (جمعيت) له خوا په اتمر پورې کېږي. هغوی چې يو وخت يې هر څه د ځان ګڼل او نن د قدت عادلانه وېش په هيڅ ډول نه شي زغملای، نو هغه دی چې  له هيڅ ډول درواغو او  فريب څخه ډډه نه کوي. حقيقت دا دی چې دوی د ښاغلي اتمر له مديريت څخه وېره لري او په دې ډول غواړي چې هغه د اوازو په خپرولو سره په ولس کې بدنامه کړي. دوهم دا چې د بهرنيو نظامي ځواکونو په موجوديت کې کودتا کول او يا پر داسې اوازو بار  کول يو ماشومانه فکر  دی.دريم که دا فرضیه ومنو چې ښاغلي اتمر کودتا کول، نو د کودتا اصلي قربانيان خو ولسمشر ډاکټر غنی او ډاکټر عبدالله عبدالله دی، هغوی ولي پټه خوله دي؟ ښاغلی اتمر ولي بيا هم پر خپل مقام پاته او ارګ ولي په دې اړه هيڅ ډول غبرګون نه ښيي؟

بله د خندا وړ خبره دا ده چې د امنيت په شورا کې د جنرال دوستم يو ډېر نژدې ملګری فيض الله ذکي پر يو مهم پوسټ کار کوي او د امنيت شورا په ټولو پرېکړو کې شريک دی، که له دې ادرس څخه د جنرال دوستم د ترور پلان جوړېږي، نو دا راز په هيڅ ډول له ښاغلي ذکي څخه پټ نه پاته کېږي. څه موده مخکې ښاغلي ذکي رسنيو ته وويل چې د شمال هغه سيمې چې جنرال دوستم ورغلی، نوي سلنه يې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، نو په داسې وضعيت کې ډېر منطقي برېښي چې جنرال دوستم به رښتيا هم د طالبانو له خوا تر بريد لاندې راغلی وي. څرنګه چې جنرال دوستم د طالبانو د ځپلو لپاره شمال ته تللی، نو هره شيبه دا امکان شته چې طالبان به هم هغه ته په کمين کې ناست او د هغه د وژلو هڅه به کوي.

دا چې ځينې کړۍ او اشخاص اوازې خپروي چې د ایچشي په قضيه کې هم د ښاغلي اتمر لاس و، د ښاغلي اتمر د بدنامولو يوه بله بې منطقه او ناکامه هڅه ده. که  جنرال دوستم د ورته کارونو سابقه او دوسيه نه درلودای، نو دا اوازه به رشتيا وای چې ښاغلی دوستم په داسې کارونو  تورنول يوه دسيسه ده، خو دا چې جنرال دوستم تر دې مخکې هم په ورته جنايتونو تورن دی، يوه طبيعي پېښه کېدای شي.

کله چې په (  ۲۰۰۸ م) کال په رسنيو کې راپورونه خپاره شول او د حکومت له خوا جنرال دوستم رسما په دې تورن شو چې له اکبر بای سره يې د ايشچي په شان عمل کړی، نو هغه مهال خو  ښاغلی اتمر په اوسني موقف کې نه و، نو بيا هغه پلان چا جوړ کړی و؟  په پایله کې ويلای شو چې ځينې  جهادي مشران او نور تر ميعاد تېر شوي سياستوال  د ښاغلي اتمر د اصلاحاتو، ښې حکومتولۍ او مديريت څخه سخته وېره لري، ځکه هغوی پوهېږي چې په حکومت کې اصلاحات راوستل به د دوی انځور سمدلاسه تور او سپینکړي. د افغانستان  سياسي نظام يو ستر انقلابي بدلون ته اړتيا لري، هغه که نن وي او که لس کاله وروسته، که  ښاغلی اتمر وي او که کوم بل څوک يې راولي، يوه ملي غوښتنه ده.  اوس هغه وخت تېر شوی چې د کورنيو چارويو وزير دي د بې کفايتۍ په جرم له کورنيو چارو وزارت څخه ليري او بيرته دي د دفاع وزير په توګه وټاکل شي.

يادونه: د دې لېکنې انګرېزي متن په دې لېنک کې موندلای شئ:

http://www.eurasiareview.com/23122016-atmar-the-chess-queen-of-afghan-politics-oped/

2 thoughts on “حنيف اتمر، د افغانستان د سياسي لوبې يو مخکښ لوبغاړی”
  1. atmer sahib is a best partner of afghangovernment;but in past two year they didnot pay attention to nangarhar,
    everyday in news talking about dams in different province of afghanistan,
    BUT KUNER RIVER DAM&ELECTRICITY PROJECT IS VERY IMPORTANT FOR NANGARHAR,NANGAR HAR NEED TO ELECTRICITY.ALSO NEED TO WATER FOR DRINK IN JABD CITY,
    MORE POPULATION IN NANGARHAR IS OTHER FROBLEM
    OF JOBS.
    I HOPE ATMERSAHIB AND ANOTHER TOP ADMINISTRATOR
    PAY ATTENTION TO NANGARHAR,

  2. Regards to Taand studiers!

    (A small correction of Mr.Raaz M.Kamawall sahib`s above comment!)

    Assalam AlEYkom! My dear Afghan brotherS & sisters,
    “Atmar sab is a best partner of Afghan govt.. But in THE past 2years they didn`t pay attention to Nangrahaar.
    Everyday , THERE ARE in news talking about CONSTRUCTION of dams in different provinceS of Afghanistan, but ,
    Kunar river-dam & electricity projectS ARE very important for Nangarhaar .
    Nangarhaar needs to electricity & also for drink-water in Jalalabad city.
    The people of Nangrahaar have another Problem of joblessness.
    I hope THAT , Atmer sahib & another top administrator pay attention to Nangarhaar!”.

    I (dr. HamidUllah Safpi), wish of Brother Mr. R.M. Kamawaal saheb not to be ennoyed on my small corrections of his comment, & pay attention to improve his American english a-little-bite!
    Thanks in antesepation.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *