تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو
ولسمشر غني د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.
ارګ تاند ته تایید کړه چې ولسمشر د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.
محمد حنیف اتمر په تېرو دوو لسیزو کې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.
سلامونه،
اتمر صیب ته دې مبارک او په خیر وي
خو زه دا د سرپرست په مانا نه پوهیګم ؟ نوماند خو صحیح ، بیا به د ولسي جرګې نه راءېې اخلي مګر آیا دا سرپرستیګانې به تر پایه لکه مخکې دوره پاتې کیګي؟؟
او که د پردې شاته اجرآءت د سور بریتو او تورګیرو په لاس کښې دي؟؟؟
. خدای دې جنرال قهرمان وبخشي .آمین.