تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره د افغان سولې په رابطه تلفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا تماس پرون معه نیول شوی او دواړو وزیرانو په کې د اقتصادي، سیاسي، فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا سربېره افغان سولې لپاره په روانو هڅو، اجماع او د ګډ تفاهم په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
حنیف اتمر له سعودي عربستان غوښتي چې د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ د همکاریو د راجلبولو لپاره ورسره مرسته وکړي.
دواړو وزیرانو همدا راز په بشردوستانه اوربند، د بین الافغاني بې قیده او بې شرطه مذاکراتو پيل او د بندیانو په تبادله هم ټینګار کړی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز له حنیف اتمر سره د یمن د اوربند او له کورونا سره د مبارز په اړه د سعودي عربستان د مبارزې تجربه هم شریکه کړې ده.
دا تلفوني اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د څوکۍ تر ورسپارل کېدو وروسته ویلي، چې د افغان سولې په رابطه به سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کول ورته لومړیتوب ولري چې په دې تړاو یې د ګڼو هیوادونو له مشرانو او وزیرانو سره تماسونه هم نیولي دي.