تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې مؤثقې سرچینې وایي، احتمال شته چې حنیف اتمر د غني له دولت ساز ټیم سره یو ځای شي.
په همدې حال کې د عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، له یونس قانوني، عطا نور او محقق سره یې مذاکرات روان دي چې د عبدالله ډلې ته یې واړوي.
دا خبره جنرال دوستم هم تایید کړې او ویلي یې دي چې عبدالله له محقق، احمدولي مسعود او عطا سره د یوې غښتلې ډلې د جوړولو په لټه کې دی.
د عبدالله لومړی مرستیال اسدالله سعادتي هم وایي، د سولې او اعتدال دا کسان یې که ټیم ته داخل شي نو دوی به لا پیاوړي شي، خو دوی لیواله نه دي چې د سولې او اعتدال ټیم مشر حنیف اتمر ورسره یو ځای شي.
خو د اشرف غني ډله بیا وایي، د یکشنبې په شپه حنیف اتمر له حمدالله محب سره کتلي او په دې اړه یې ورسره خبرې کړي چې په دولت جوړوونکې ټیم کې د ده پر شاملېدو ورسره خبرې وکړي.
د غني د ډلې ویاند جاوید فیصل وایي، دوی چمتو دي چې هره ډله ورسره یو ځای کیږي نو هرکلی ورته ووایي.
خو د حنیف اتمر ډله بیا وایي، دوی د خپلمنځي اختلافاتو د اوارولو هڅې پیل کړې دي او لا د دې ډلې د پاشلتیا وخت نه دی رارسېدلی.
وړمه ورځ عطا محمد نور ویلي و چې لا هم هڅه کوي چې د اتمر په مشرۍ په انتخاباتي ټیم کې اختلاف پای ته ورسېږي.