سرچینه : ایورایشا ریوو

لیکوال: صمیم عارف

ژباړه: بسم الله پښتون مل

پداسي حال کې چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د سیاست په لوړو پوړو کې د خپل نفوذ پراختیا ته ادامه ورکوي له امکاناتو برخمن جګړه ماران هم هڅه کوي چې د دغه ځواک مخه ونیسي او پر نوموړي سیاستوال غلط تورونه لګوي.

حنیف اتمر د طالبانو د نظام له نسکوریدو راهیسي د افغانستان په سیاست کې ښکیل دی او پر مهمو او برخلیک ټاکونکو څوکیو یې دنده سرته رسولې ده. نوموړی د حامد کرزي په حکومت کې  له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۶ پوري د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸ پوري د پوهنې وزیر او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۰ کال پوري د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده سرته رسولې ده،او د لویدیځو هیوادونو له لوري د افغانستان په کابینه کې د فساد پر ضد تر ټولو سرسخت مبارز ګڼل کیده.

اتمر یو له هغو د ګوتو په شمیر تکنوکراتانو له جملې څخه دي چې یوازي د خپلې ښې رهبرۍ، مدیریت، او موثر ستراتیژیک تفکر په زور یې محبوبیت تر لاسه کړ، پداسي حال کې چې له ده سره ملګري د کابینې نور وزیران د مخکینیو جګړه مارو له ډلې و او وسله وال ملاتړ یې درلود. په عین وخت کې په ۱۹۶۸ کال کې زیږیدلی اتمر له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۰ پوري د کابینې تر ټولو ځوان وزیر هم و.

اوسني افغان ولسمشر اشرف غني د خپلې دندي له پیل سره حنیف اتمر د ځان لپاره د ملي امنیت سلاکار وټاکه او دغه ګمارنه د ولسمشر له لوري خورا ارزښتناکه وه، که څه هم په تخنیکي لحاظ مشاور اجراییوي واک نه لري خو اتمر د ملي امنیت د شورا په غونډو کې خپل موجودیت ثابت کړ، هغه اوس د ولسمشر ښي لاس دی ځکه په کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو پوهیږی.

د ملي امنیت د سلاکار په توګه د حنیف اتمر د مقررۍ په لومړیو کې ولسمشر هغه ته دنده وسپارله چې د امریکا له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیزي همکاري امنیتي سند لاسلیک کړي چې دا  په خپله پر نوموړي باندي د ولسمشر غني تکیه ډاډ او باور ښيي، د هغه هڅو او نظریاتو ته د ملي امنیت د شورا د نورو غړو په نسبت چې  حتی ځيني يې پراخ اجراییوي صلاحیتونه هم لري زیات اهمیت ورکول کیږي.

دا هر څه په یو شمېر افغان سیاستوالو په تیره پخوانیو جګړه مارانو او د مخکیني ولسمشر کرزي په فادارو کسانو کې د کینې او تربګنۍ سبب شوي د بیلګې په توګه کله چې تیر کال په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې هم فعالیتونه پيل کړ، ګڼ بې ګناه کسان یې ووژل او ځيني سیمې يې تر واک لاندي راغلي نو د ولسي  جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر پر اتمر تور ولګوی چې په ننګرهار کې د تاوتریخوالی لامل  دی دي.

پر اتمر د تور لګولو سبب داو چې نوموړی د داعش پر وړاندي د ظاهر قدیر له لوري پخپل سر او د افغان دولت له تشکیل هاخوا د شخصي ملیشو د جوړولو سره مخالفت درلود، قدیر په ختیځ کې د داعش د له منځه وړلو لپاره له ایران څخه مالي امکانات تر لاسه کول او اتمر ځکه د دغو ملیشو له جوړولو سره مخالفت وکړ چې په افغانستان کې د ایران ښکیلتیا په افغانستان کې فرقوي جګړو ته لمن وهي.

اتمر وړاندیز درلود چې د ترویزم پر وړاندي د مبارزې ټول نظامي تحرکات باندي د افغان امنیتي ځواکونو تر چتر لاندي وي، هغه پوهیده چې که دا کیسه همداسي پريښودل شي نو ظاهر قدیر به د ځان لپاره د اوسنیو ملیشو تر څنګ بله ځواکمنه ملیشه جوړه کړي او دا ثابته شوې چې هر وخت له جګړو په را وروسته دورو کې د ولسواکۍ او د قانون د حاکمیت پر وړاندي تر ټولو عمده ننګونه شخصي ملېشې دي. بیا وروسته د راپورونو له قراره ننګرهار ته د اتمر د سفر پر مهال ظاهر قدیر له نوموړي پدې اړه بخښنه هم غوښتې وه.

د ډاکتر عبدالله د اسلامي جمعیت د سیاسي ډلې هم له اتمر سره ګزاره سخته ده، په څو څو ځله هغوي تور لګولی چې نوموړی په سیاسي بدلونو او شمال ته د نا امنیو په پراخولو کې لاس لري، پدې وروستیو کې دغې ډلې پر دواړو ولسمشر غني او حنیف اتمر تور پوري کړ چې غواړي ټول واک او ځواک په خپل لاس کې واخلي، د جمعیت منتقدین وايي اتمر له نړیوالو ملاتړو د ولسمشر لپاره د لس زره کسیز امنیتي ګارډ د جوړولو په اړه د مرستې  غوښتنه کړې، خو تر اوسه دا خبره په رسمي ډول نه ده تایید شوې او یواځي اوازه ده، د ولسمشر امنیتي ګارډ به د دې وړتیا ولري چې د افغان حکومت خوا ته د جنګ سالارانو او شخصي ملیشو له لوري د متوجه ګواښ  مخه ونیسي. له واکه د طالبانو تر شړل کیدو وروسته په پر له پسې توګه د افغان جنګ سالارانو او ملیشو له لوري د قانون حاکمیت او موثره حکومتولي ننګول شوې خو که دغه ځواک جوړ شي نو کولی شي چې د خپلسرو وسله والو تحرکاتو او د جنګسالارانو د تهدیدونو مخه ونیسی.

تیره میاشت د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر کاروان برید وشو، له حملې وروسته دوستم مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او پر اتمر یې په برید کې د لاس لرلو تور ولګوی، هغه همدارنګه پر اتمر نیوکه وکړه چې له خپلو قانوني واکونو ور هاخوا ځواک لري، دا چې ګټې مشترکې شوې نو د جمعیت کسانو هم له موقع څخه په استفاده د دوستم لوری ونیوه. او پدې هیله چې پر اتمر د ولسمشر غني اعتماد ته زیان ورسوي د جمعیت وفادار رزاق مامون په یوه مقاله کې داسي تیوري وړاندي کړه چې ګواکي په نژدي وختونو کې اتمر د اشرف غني پر وړاندي د کودتا پلان درلود، خو دغه نظر او نور مطبوعاتي تبلیغات د ولسمشر او اتمر تر منځ د اړیکو د خرابیدو په لار کې یوه بې مانا هڅه وه ځکه.

لومړی که د اتمر پس منظر ته وکتل شي نو په تخنیکي لحاظ داسي کار امکان نه لري ځکه نوموړی د ولسواکۍ او ادارې جوړولو کلک ملاتړی دی او همدا شان اتمر ملیشې او خپل نظامي ملاتړی هم نلري چې دغه کار ورباندي سرته ورسوي.

دوهم دا چې، تر اوسه ولسمشر غني په هیڅ وه ملي مسئله کې د اتمر مخالفت نه دی کړی، اتمر تل له رسنیو سره ښې اړیکي ساتلې هغه هیڅکله پر ده باندي د لګول شویو تورونو او ادعاو په غبرګون کې قهرجن او احساساتي عکس العمل نه دي ښودلی او نه یې پر مطبوعاتي فشار راوړي، او د رسنیو له ټولو ادعاو وروسته جمهور رییس، اتمر ته د افغانستان د دولت تر ټولو ستر مډال د هغو کارونو پخاطر ورکړ چې نوموړي د هیواد د پرمختګ لپاره سرته رسولي و.

اتمر یواځي په کور دننه د امنیتي پالیسو په جوړولو کې نه دی بوخت، بلکه دا یې ثابته کړې چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د ډیپلوماتیکي هڅو په پراختیا او پرمختیا کې هم موثر دي. هغه د ولسمشر له لوري د ناټو د باور د بیرته تر لاسه کولو په هڅو کې تر ټولو مهم لوبغاړی و او د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې د ناټو هیوادونه د وارسا په ناسته کې دې ژمن شول چې تر ۲۰۲۰ کال پوري به هر کال څلور میلیارډه ډالر افغانستان ته ورکوي. نوموړی همدارنګه د افغان دولت او حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د سولې د هغه تړون تر شا و چې په سپتمبر کې لاسلیک شو.

یو شی چې د اتمر د دښمنان تر منځ مشترک دی هغه د دوي د جنګسالارۍ بې خونده سابقه ده، دوي پوهیږي چې د ولسمشر غني مهم ملاتړي او ستراتیژي جوړونکی پدې هڅه کې دی چې پوځ او حکومت باید باید د شخص پر ځای د یوې ادارې له لوري رهبري شي، او همدا عمده لامل دي چې ډیره مخکیني جګړه ماران د اتمر د پالیسو مخالفت کوي او دوي پدې هم پوهیږي چې په منظم حکومت کې د دوي لپاره ځای نشته.

یادونه: کولئ شي د مقالي انګلیسي بڼه په لاندي لینک کې ولولئ

http://www.eurasiareview.com/22112016-hanif-atmar-the-panic-button-for-afghan-mujahedeen-and-militia-men-oped/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *