National Security Advisor Ajit Doval with his Afghanistan counterpart Mohammad Hanif Atmar at a meeting in New Delhi on Wednesday. Express photo by Renuka Puri *** Local Caption *** National Security Advisor Ajit Doval with his Afghanistan counterpart Mohammad Hanif Atmar at a meeting in New Delhi on Wednesday.

تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت کمار سره د کورونا پر ضد له افغانستان سره د هند په طبي مرستو او له دې ویروس سره د مبارزې په لارو چارو غږېدلی دی.

 د بهرنیو چارو وزارت تاند ته د دې تلفوني اړیکې په اړه استولیو جزیاتو کې ویلي، دواړو مشرانو د افغان سولې په رابطه د سیمه ییزې اجماع پر ټینګښت، بشردوستانه اوربند هم بحث کړی دی.

 په دې تلفوني تماس کې حنیف اتمر د هند له رالېږلې طبي مرستې مننه کړې او د کورونا له کبله د راپورته شوي اقتصادي او غذايي بحران په مهارولو کې یې له هند څخه مرسته غوښتې ده.

 همدا راز د هند د ملي امنیت سلاکار د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله اجماع ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې هند له یو باثباته او سوله ییز افغانستان څخه ملاتړ کوي.

 دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت له دندې منلو وروسته حنیف اتمر ویلی وو چې د افغان سولې په رابطه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کول او د کورونا پر ضد مبارزه کې د مرستو راجلبول به یې د کار لومړیتوبونه وي.

له همدې کبله حنیف اتمر د دندې له سمبالولو راهیسې تر دې دمه د لسو هېوادونو له بیلابیلو لوړ پوړو چارواکو سره تماسونه نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *