محمد حنیف اتمر

تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټاکنیزه پروسه کې ګډون نه کوي، نه هم له کومې ډلې ملاتړ کوي بلکې له خپلې نوماندۍ تېر شوی دی.

حنیف اتمر په خپله اعلامیه کې ویلي، ټاکنو ته تخنیکي، سیاسی او امنیتي حالات برابر نه دي بلکې په وینا یې چې د روڼتیا، عادلانه توب او سراسري توب د اصل پایمالېدو له کبله به راروانې ټاکنې د ده په وینا ژور بحران ته ولاړې شي.

ښاغلي اتمر ویلي، په راتلونکو ټاکنو کې بې طرفه دی او له هیڅ مشخص نوماند څخه ملاتړ نه کوي، بلکې د سولې پروسې لپاره به خپلې ټولې هڅې متمرکزې کړي.

اتمر وروسته له دې له انتخاباتو تېر شو چې یو مرستیال یې له عبدالله عبدالله سره یوځای شو او بل د انتخاباتو د نه کېدو ږغ اوچت کړ.

د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر تر دې وړاندې ویلي و چې انتخاباتي کمپاین د دې لپاره نه کوي چې تر انتخاباتو سولې ته لومړیتوب ورکوي خو د ده د ټیم غړیو ویل چې له عطامحمد نور سره د صدارت پر چوکۍ اختلاف د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم د انتخاباتي کمپاین خنډ شوی دی.

عطامحمد نور اصرار درلود چې د انتخاباتي کمپاین د پیل په ورځ باید اعلان شي چې د دغه ټیم د بري په صورت کې به د صدارت چوکۍ ایجادېږي او نور به یې صدراعظم وي.

ښاغلي اتمر ویلي چې پر انتخاباتو او د خلکو پر رایو باور لري او په انتخاباتو کې د خپلو متحدانو د ګډون پرېکړې ته درناوی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي اتمر ټاکنیزه ډله چې ځان یې تر نورو سیال او پياوړی باله په ټولو ولایتونو کې ۹۰ مرکزونه یې د کمپاینونو د پیل په موده کې وتړل او د ټیم غړي یې تیت او پرک په یو او بل نوماند پسې ولاړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *