ته خو د خپل هوس په لټه کې يې، تا له خپلو وروڼو ژوند واخيست، ځان دې هم په خپله له ژوند نه مرور کړ.
ته خو د حورو په لټه کې وې، تا خو يواځې د خپلې موخې لپاره خپل وروڼه ووژل، تا له ژوند سره نامردي وکړه.
خو تاته دا پته نه وه، چې ستا مېرمن تر حورې ښایسته وه، چاته دې پرېښوده؟ خپل واړه ماشومان دې نامالوم برخليک په لوري روان کړل.
نه يواځې چې خپله مېرمن در پسې د وير اوښکې تويوي او ځان يواځې ګڼي، تا خو په سلګونو کورنۍ د وير په لمڅي کېنولې.
کاشکې خو دې اول ځل فکر کړی وای، چې د انسانانو په وژنه څوک جنت ته رسېدای شي؟ کاشکې خو دې په دې اړه هم خپل فکر جنګولی وای، چې ولې خپل ځان د بل چا د هدف قرباني وګرځوم؟
رښتيا هم ستا فکر دېته جوړ و، چې ته انسانان په وينو ولمبوې، د ځوانو هيلو لو وکړې، ددې پر ځای چې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په اړه فکر وکړې، خو ستا د جنت حورو ته اندېښنه وه، تا خپله مېرمن د جنتي حورې لپاره يواځې پرېښوده.
ولې دې د خپل فکر هيندارې رښتينی څېره درته پيکه کړه، هغه زړونو ته دې ولې ازار ورسول، چې د خليل تر کعبې زر ځله غوره ده.
زما غريبکاره خاوند چې يوه مړۍ ډوډۍ يې پيداکوله، د خپلو بچيانو د راتلونکې لپاره يې له هيڅ ډول هڅو درېغ نه کاوه، هغه خاوند چې ماته تر ټولې دنيا ښکلی و، هغه خاوند چې د راتلونکو هيلو تعبیر مې و، هغه خاوند چې سهار به روزانې ته تله ماښام ناوخته به يې چاودلو شونډو د زحمت کيسې کولې.
ولې دې زما د کور رڼا خاموشه کړه؟ ولې دې زما نازولی ماشوم يتيم راپرېښود؟
په سلګونو مېرمنې زما په برخليک اخته دي، زما د نازولي ماشوم بچي په سلګونو ماشومان د ژوند له خوښيو محروم شول.
ته خو د حورو هوس پسې اخيستی وې، تا خو بې د ګنا انسانانو په وژنه جنت واجب ګڼل او له حورو سره د نکاح دې يواځې په وجود کې د روح واټن موجود و.
اوس خو به له حورو سره غاړه غړۍ يې ، ستا په اړه د منبر ملا امامان ښه وړاندوينه لري، چې هغه اوس له حورو سره ناست دی.
ستا د حورې په څېر مېرمن دې سلګو نيولې او یتيم ماشوم ترې همدا پوښتنه کوي، چې زما پلار ولې ځان وواژه ؟
زما یتيم شوی بچی رانه په وړه ژبه پوښتنه کوي، زما ابا ولې نه راځي، نورکله خو به هر وخت خپل کورته راتله ، څوشپې کېږي، چې خپل پلار مې ليدلی نه دی؟
د ماشوم همدا پوښتنه مې ژړغونې کړي، ستونی مې سلګۍ ونيسي، د خبرو واک له لاسه ورکړم او په ژبه دغه الفاظ راشي.
خدایه! زما د خاوند ګنا څه وه؟ چې ظالمانو وواژه، لويه څښتنه! د يوې حورې په لټه يې سلګونې حورې بې سرنوشته پرېښودې.
لويه څښتنه! زما د خاوند قاتل په خپل عذاب اخته کړه، له موږ خو يې د ژوند ستره هستي واخيسته.