د اسلامي حزب مشر انجينر ګلبدين حکمتيار وايي، د جګړې پای ته رسول زموږ ستر هدف دی او د دې کار لپاره مو ټولو خواوو ته د ورورۍ لاس غځولی دی.
ښاغلي حکمتيار دا خبره نن /یکشنبه – چنګاښ ۱۸/ په کابل کې د انجينر قطب الدين هلال په مشرۍ د حزب اسلامي له لسګونو غړو سره په کتنه کې وکړه.
د حزب اسلامي امير وويل، حزب اسلامي هڅه کوي چې په هېواد کې روانه جګړه نوره پای ته ورسيږي او افغانان د وروڼو په شان له ويرې او ډار پرته د يو بل ترڅنګ ژوند وکړي.
نوموړي زياته کړه، د امنيت د ټينګښت تر ټولو غوره او اسانه لاره دا ده چې قومي مشران او جهادي شخصیتونه د خپلو سيمو امنيت په خپله ونيسي.
هغه د قومونو له مشرانو وغوښتل چې خپلې سيمې د امن سيمې اعلان کړي او اجازه ور نه کړي چې مخالفان د دوی له سيمو څخه د جګړې د ډګر په توګه کار واخلي.
ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه، موږ په ملي يووالي باور لرو او له ټول افغانان غواړو چې خپل ملي يووالی ټينګ وساتي.
د حزب اسلامي امير دا هم وويل، د لغمان، جلال آباد او د کابل د غازي ستوډيوم غونډو وښودله چې حزب اسلامي د ولس له پراخ ملاتړ نه برخمن دی او د دوی ټولو غوښتنه داده چې حزب اسلامي دې د روان دردناک حالت په پای ته رسولو کې مهم رول ولوبوي.
په دغه کتنه کې د حزب اسلامي د اجرايه شورای غړي انجينر قطب الدين هلال وويل، موږ هيله من يو چې ستاسو شتون د سولې د ټينګښت او د يو لوی مثبت بدلون سبب وګرځي.
دغه راز يو شمېر قومي مشرانو او جهادي شخصيتونو هم په خپلو خبرو کې د حزب اسلامي له مشر څخه وغوښتل چې د سولې په ټينګښت او اداري فساد په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي.
دوی زياته کړه د افغانستان اکثريت خلک ستاسو تر شا ولاړ دي او ستاسو له ملي برنامو او تګلارو نه بشپړ ملاتړ کوي.
قومي مشرانو او جهادي شخصيتونو د حزب اسلامي مشر ته د ملي رهبر لقب ورکړ او له هغه څخه يې وغوښتل چې طالبان هم سولې ته وهڅوي او يوه ملي اجماع رامنځته کړي.
خزب اسلامي په وروستیو کې ویلي و چې له سللګونو طالب قوماناندانو او مشرانو سره یې تماسونه نیولي او هغوی یې د سولې خبرو ته هڅولي دي خو دا ګوند وايي چې د طالبانو د کوټې شورا اکثره طالب ځانبولي ولیان او قوماندانان، چې له دغه حزب سره یې تماسونه نیولي ول، لېري کړي او حتي هغوی ته یې د مرګ ګواښونه کړي دي.
به نیک قدم مو برکت سه
د حکمتیار صاحب په روان او سیکالوژۍ کې هم تغیر محسوس کیږي پخواني عکسونه یې ډیر د قهر او غوسې په حالت کې ښکاریدل خو اوس یې په څیره لږ څه موسکا ظاهریږي . که خدای وکړي چې دا تغیر برسیرن نه بلکه ژور وي او دده ښاغلي هم په خپلو خلکو او وطن لږ څه رحم راشي او د افغانستان د بدبختۍ تغر دده په لاس ټول شي څومره غټه کارنامه به وي . الله دې وکړي چه د حزبیانو ورونو هغه نظر چې ویل به یې (چې څوک په حزب اسلامي کې نه دی مسلمان نه دی) هم تغیر کړی وه اوسې او د خپلو قوم او اولس د تکفیر او تجرید څخه نور لاس واخلي . آمین