تاند(شنبه، د حمل ۲) د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو پخوانیو کاندیدانو محمد حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار نن د سولې پر بهیر او سیاسي تحولاتو خبرې وکړې.
د حکمتیار دفتر په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې، چې د دغه ګوند په دفتر کې وشوه، د سولې او اعتدال ټیم مشر محمدحنیف اتمر او د اسلاکي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د سولې د بهیر او له انتخاباتو وروسته د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د خبرو له لارې یې د روانو ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
تر دې وړاندې حکمتیار په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان جمهوري ریاست له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د پلاوي د ترکیب او د لیست د نهايي کولو په اړه له اسلامي حزب سره خبرې نه دي کړي بناً د ارګ له لوري د هیات نوملړ ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ تراوسه پورې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي کوم لیست نه دی خپور کړی.