خبري رپوټونه وايي چي، د افغانستان د مجاهدینو په مشرانو کي، د پاکستان د استخباراتي ادارې تر ټولو پخواني او بدنام استازي او لاسپوڅي ګلبدین حکتمیار، په بشري جنایتونو کي خپل تر ټولو نیژدې سیال، جنرال عبدالرشید دوستم، سره لاس یو کړی او د موقت حکومت د جوړېدلو غوښتنه یې کړې ده. د ګلبدین سره د افغان ملت مشر انورالحق احدي او د حق او عدالت ګوند مشر حنیف اتمر هم ملګري دي. د ګلبدین او دوستم انډیوالي څه نوې خبره نه ده. پر کابل او افغانستان باندي د مجاهدینو د آفت د نازلېدلو په سرکي ګلبدین له دوستم سره د یو کېدلو څخه ډډه وکړه او هغه یې کافر او د کمونیسټانو د بدنامو ملېشو قوماندان وباله. په همدغو شپو ورځو کي د مجاهدینو د حکومت تش په نامه مشر صبغت الله مجددي دوستم ته د سترجنرالی رتبه وبخښله او هغه یې، نعوذبالله! د خالد بن ولید په مقام ونازاوه. ګلبدین، چي هیڅ وخت نه غواړي، په هیڅ ډول بد کار کي تر سیالانو پاته سي، د کابل د بېګناه خلکو په چورولو، بې عفته کولو او قتل عامولو کي، له خپل پخواني دښمن، دوستم سره لاس یو کړ او دا انډیوالي یې تر اوسه پوري ورسره پاللې ده.
زه نه یم خبر چي ګلبدین به له څه وخته له احدي او حنیف اتمر سره د موقتي حکومت د جوړولو طرحه شریکه کړې وي. خو څه باندي دوې میاشتي مخکي حنیف اتمر، زما د یوه دوست له کور څخه په ټلیفون کي، زما څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه. ما ورته وویل چي اتمرصاحب تا چي په هره اداره کي کار کړی دی؛ خپل لیاقت او اهلیت دي ښودلی دی. زه دي ملاتړ کوم خو ته راته ووایه چي ستا سره نور څوک ملګري دي. اتمر راته وویل چي کوربه درته وايي. البته نه کوربه او نه حنیف اتمر ماته د دوستم او ګلبدین نومونه یادولای سوای او نه یې بیا زما سره په دې اړه د تماس نیولو جرأت کړی دی. احدي د چوکۍ او مقام لپاره، چي یو وخت یې خوند کتلی او تر ډېره حده یې استفاده ورڅخه کړې ده، له هر چا سره اتحاد کولو ته حاضر دی. زه شرط وهم چي که همدا نن ورځ ډاکټراشرف غني د کومي چوکۍ ست ورته وکړي له دوستم سره اتحاد به سبا نه وي. اتمر هم، د خپل ټول سیاسي ژوند په اوږدو کي، ښودلې ده چي له احدي نه کم نه دی. کنه نو د وطن، په اصطلاح، ژغورني لپاره د دوستم په څېر یوه مشهور جنایتکار سره لاس یو کول د خپل ځان له بدنامولو پرته بله هیڅ نتیجه نه لري.
زه، زیات و کم اته دېرش کاله مخکي، په پېښور کي مهاجر وم او هلته دا خبره مشهوره وه چي ګلبدین وايی که حضرت عمرفاروق هم ارګ ته ننوزي زما جهاد به دوام لري. ځکه چي په اسلام کي یوازي یوه لاره پر حقه ده او هغه د حزب اسلامي لاره ده. دا وروستۍ خبره، ما پخپلو غوږونو، د ګلبدین په ثبت سوې وینا کي اورېدلې ده. په داسي حال کي چي که ګلبدین په رشتیا هم اسلام ته څه لږ غوندي عقیده درلودلای نو به یې په کعبه شریفه کي د مجاهدینو له مشرانو سره پر قرآن باندي په سوګند وفا کړې وای او د خلقي جنرال شهنواز تڼي او د وطن د ګوند د سیاسي بیرو له غړي نیازمحمدمومند او نورو خلقي صاحب منصبانو او د ګوند له غړو سره به یې د خپلو مجاهدو وروڼو پر ضد لاس نه یو کولای. ما په هغه وخت کي د اولسمل صاحب په اخبار کي، په یوه مضمون کي، خلقیان بریتور مجاهدین او حزب اسلامي ږیره ور خلقیان بللي ول. البته هغه اتحاد لکه څرنګه چي ګلبدین ته یې ګټه ونه کړه تڼی بېچاره یې هم د کې جي بي له هوار دسترخوانه ولاړ کړ او د آی ایس آی خیرات ته یې کښېناوه.
ګلبدین، د دوه زره یو کال په وروستیو شپو ورځو کي، پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د هوايي او ځمکنیو حملو په وخت کي، چي د مجاهدینو ټول تنظیمونه له امریکا سره یو ځای سول، د آی ایس آی د پخواني نوکر په حیث، پاکستان ته پناه یووړه. د خپل وجود د ثبوت لپاره یې دلته هلته یو څو ډزي هم وکړې او بالاخره یې ډېر ژر نوم ورک سو. امریکا د هغه پر سر پنځه میلیونه ډالره انعام کښېښود خو دی د بن لادن په څېر تري تم سو. بن لادن په پاکستان کي امریکایانو وواژه خو ګلبدین ته چا څه ونه ویل او بالاخره د ۱۳۹۵ کال د ثور په اتمه، یعني په کابل کي د کمونیسټ رژیم د سقوط په څلېرویشتمه کلیزه، چي دا ورځ به هم ښايی ګلبدین انتخاب کړې وه! والله اعلم، کابل ته ننووت. هغه ګلبدین چي یو وخت یې ما ته پخپله په مصاحبو کي ویلي وه چي د روسانو له وتلو سره که چېري د ملګرو ملتونو عسکر، ولو د اسلامي هیوادونو عسکر هم وي، په افغانستان کي واچول سي دی به جهاد ته دوام ورکړي، په ټیټو سترګو کابل ته ولاړ او اوس د کابل په یوه مصئونه سیمه کي ، په یوه ویلا ډوله بنګله کي، ژوند کوي. ویل کېږي چي امریکایان څو میلیونه ډالر د خرڅ خوراک لپاره ورکوي. ځکه چي هغه نازولی مېلمه دی.
دا چي امریکایانو ولي هغه ته دونه اهمیت ورکړ سړی په یقین سره ویلای سي چي هغوی په خپلو محاسبو کي غلطي کړې وه. ځکه چي ګلبدین د سولي په برخه کي هیڅ هم ونه کړای سول او طالبانو نه یوازي هغه ته هیڅ اهمیت ورنه کړ بلکه د یوه دښمن په سترګه یې ورته وکتل؛ او سپکي سپوري یې ورته وویلې. ګلبدین یو څو تشي اعلامیې صادري کړې او ځان یې ایله ریشخند کړ. د ماسکو د سولي په خبرو کي نه چا برخه ورکړه او نه یې سلا قدر ورسره وکړه. د اولسي جرګې په وروستیو انتخاباتو کي، چي نتیجه یې لا تراوسه اعلان سوې نه ده، که یې ډېره توره کړې وي نو ایله لس پنځه لس چوکۍ یې ګټلي وي. داسي ښکاري چي د جمعیت ګوند په هغه هیڅ ډول اعتماد ونه کړ او په دې توګه ټولي دروازې ورته بندي سوې. دهغه لپاره بله لاره پاته نه ده؛ او د ځان د مطرح کولو په منظور لکه اوبو اخیستی ځګ ته لاس اچوي.
د افغانستان پخواني جمهورریس حامد کرزي، چي په مشهورو او معلوم الحاله کسانو کي یې لا د چا سره اتحاد اعلان کړی نه دی، له دوو کلونو راهیسي د یوې عنعنوي لويي جرګې پر رابللو او د یوه انتقالي حکومت پر جوړېدلو ټینګار کړی دی. ډاکټرزلمي خلیل زاد هم، یا په خپل ابتکار، یا د امریکا په خوښه او یا د کرزي صاحب سره په تفاهم کي، د لويي جرګې او انتقالي حکومت طرحه وړاندي کړې ده؛ چي جمهورریس اشرف غني یې په کلکه مخالفت کړی دی او پر خپل وخت یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.
زه داسي فکر کوم چي پاکستان په دې پوهېږي چي په افغانستان کي که څوک د امریکا طرحه او پروګرام مني او که یې نه مني د هغوی طرحه او پروګرام به هرو مرو عملي کېږي. پاکستان او د هغه هیواد پوځي استخبارات غواړي چي په راتلونکي حکومت کي، په هر صورت نفوذ ولري ځکه یې نو ګلبدین ته امر کړی دی چي د موقتي حکومت طرحه وړاندي کړي، البته په دې طرحه کي به د هغه خپلي بابولالي هم شاملي وي.
امریکایانو ته د ګلبدین زور معلوم سو؛ ځکه یې نو په وروستیو سیاسي جریاناتو او انکشافاتو کي په سپکه سترګه ورته کتلي دي. د جمعیت په شمول، په سیاسي لوبه کي نورو شاملو لوبغاړو هم هغه ته چنداني اهمیت ورنه کړ. له دوستم سره د هغه اتحاد ډېر طبیعي دی ځکه چي زړه انډیوالي ورسره لري. زما په پېښور کي، د مهاجرت په شپو ورځو کي، هغه شپې په یاد دي چي ګلبدین د افغان ملتیانو قصابي کوله او پیر سید احمدګیلاني، چي په پاکستان کي یې روحاني نفوذ درلود، هغوی ته د پېښور د کبابیان په سیمه کي، تر خپلي لمني لاندي، پناه ورکړې وه. اوس چي د افغان ملتیانو د دې زاړه او بې رحمه قصاب سره د احدي ناسته او په عکسونو کي خندا وینم نو د احدي دې بېحده بې ایمانۍ ته ګوته په غاښ ونیسم. د افغانستان د سیاسي لوبي میدان دونه چټل سوی دی چي سړی باید د خپلو جامو سره ډېر احتیاط وکړي. زه نه پوهېږم چي حنیف اتمر، د یوه هوښیار او په اصطلاح« ګرګ باران دیده » په حیث څرنګه دونه خامي سیاسي لوبي ته ور داخل سوی دی. زما به حنیف اتمر ته دا توصیه وي چي له دې ګنداب څخه ډېر ژر ځان وژغوري او د سیاسي لوبو په میدان کي نسبتاً سم سړی پیدا کړي او شاته یې ودرېږي. که پښتنو پر ګلبدین باندي، د پښتانه مشر په حیث، حساب کړی وي نو دا دي په یاد ولري چي هغه پر دنیا باندي هیڅ پرنسیپ او اصل ته عقیده نه لري. هغه یوازي د قدرت وږی دی او د خپل قدرت لپاره حاضر دی چي ټول پښتانه د اور او لمبو کندي ته وغورځوي.
و ماعلیناالّالبلاغ
There is a widely accepted universal concept stating that :
When you are young and not liberal you have no heart and when you are old and not a conservative then you have no brain.
As for as it relate to Mr. Hikmatyar, The oposit rings the bell :
Throwing acid at school girs face to disfigure when he was young, but now that he is older acting as if he is a liberal !!!
لمړی ځل دی چی دحقیقته ډکه لیکنه لولم، دا یو تریخ حقیقت دی چی مونږ ټول یی ګواهان یو.
Indeed,Hikmat Yar was the biggest Hero, who has breaken the backbone of Communist people and Russian in Afghanistan . He is the biggest beloved person among the majority of Afghanistan ….. ,the honor of Mr.Hikmat Yar will never be decreased .
More than 50 % people of Afghanistan belong to Hezb Islami Hikmat Yar.
The Sound of all Religouse Scholars
In Eastern Region of Afghanistn.
Dear Dr. Basirat,
You will nor through such mouth air if you knew that:
1. Mr. Hikmatyar was throwing real acid to the face of school girls, disfiguring them permanently for not covering their face enough to match Mr. Hikmatyar perceived standard.
2. Mr. Sharif from Qandahar, the top in his class, Ms. Jamila Saniee, Mrs. Samiaa Sa’adat, Mrs. Suraya Kushkaki and others were standing in front of Science Faculty when he then killed Mr. Saidal Sukhandan in the open field between Science and Medicine building at Kabul University.
Lets give credit when its due.
هم د محترم بصیرت صاحب او هم د محترم حکیمی صاحب بیان پر وچو احساساتو بنا او د واقعیت څخه فاصله لری او په ضمن کی د نن ورځی د چارو سره اړخ نه لګوی
نن سبا زموږ هغه کسان چه د ډول ډول فکری او سیاسی ګوندونو پیروان ځانونه بولی نور که هیڅ ونلری دا یو ستر امتیاز ئې تر لاسه کړیدی یعنی د ریاضی درس ئې ډېر قوی دی
مثلاً
سل تقسیم پر شل مساوی دی د پنځو سره
امّا
دا زورور ریاضی دانان د بلاګی په زور داسی نتیجه راباسی
سل تقسیم پر شل مساوی دی د اویا سره
بلی
ځینی وختونه په ټکسی کی راسره ناست زاړه او زړې د بدی او یخی هوا څخه شکایتونه کوی
د کوزېدو په وخت کی ورته وایم چه په فلانی ورځ فلانی ځای ته تشریف راوړی
په تعجب رانه وپوښتی د څه لپاره
ورته وایم
مظاهره کوو
د څه لپاره
ورته وایم
د یخی هوا پر ضد
وخاندی او وائي مظاهره فایده نکوی
ورته وایم
شکایت هم فایده نکوی
په هر حال
ښکلې او مُډرنه ریاضی ده
پنځوس فیصده افغانان د حکمتیار طرفداران دی
شپېته فیصده د طالب ګُل طرفداران دی
څلوېښت فیصده د هزاره طرفداران دی
یو اویا فیصده د شمال والا طرفداران دی
څلورویشت فیصده غُل مردم د ګیلانی او مجددی او نورو انګریزانو طرفدار دی
پنځوس فیصده په لوټه بالا اصلاً تر اوسه تصمیم ندی نیولی چه د چا طرفدار شی
د پورته حساب له مخی
چه مراعت هم پکی وسی
تر زر فیصده اوړی کیسه
موږ مشکل او ستونزه یوازی دا نده چه د بم او مرمۍ او راکټ او انتحاری څخه په تېښته کی یو بلکه
د منطق د سپینی غېږی څخه هم تښتو او فرار کوو
ټول افغانان باید سره لاس یو کړی مشر دی که کشر دې هیواد ته اول سوله راولی او بیا یو داسې سیستم جوړ کړی چې پکې یوازې او یوازې ملی ګټې په نظرکې نیول شوې وی اوس چې داسې یو مشر لرو چې هغه په نړیواله کچه منل شوی تن دی باید د نظام په جوړولو کې یې لاس نیوی وکړو اوس مهال نه ایتلاف او نه نور سیاسی غونډې،