تاند- د ننګرهار والي ګلاب منګل نن /سې شنبه/ وویل چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به په لنډ وخت کې ننګرهار ولایت ته ورشي او دی تیار دی چې په ننګرهار کې د حکمتیار هرکلی وکړي.

ښاغلي منګل وویل، حکمتیار به تر هغو په ننګرهار ولایت کې واوسي چې د ملګروملتو له تور لیسته یې نوم ایستل کېږي.

ګلاب منګل دا هم وویل چې د حکمتیار د اوسېدو لپاره یې په جلال اباد ښار کې د سرحدي چارو د ریاست ودانۍ په پام کې نیولې ده.

د ده په وینا حکمتیار به احتمالاً موقتاً په ننګرهار کې وي او وروسته به کابل ته لاړ شي.

 له بلې خوا د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې د موافقې د تطبیق ګډه کمېټه وايي چې د حزب اسلامی هغه بندیان له زندانونو خوشي کېږي چې جنايي او حق العبدی دوسیې نه لري.

د اکرم خپلواک په مشرۍ دې ګډې کمېټې د نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک د عملي کېدو په تړاو هڅې پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *