تاند – ګلبدین حکمتیار د اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې امریکا او متحدان یې په افغانستان کې په نفاق اچولو او د تجزیې او فدرالي نظام لپاره په هلوځلو تورن کړل

د حکمتیار په پیغام کې د افغانانو پر یووالي د ټینګار په څنګ کې ویل شوي:« د فدرالي نظام رامنځته كول، وروڼه قومونه سره جنگول، د اقليت او اكثريت په نامه فتنې راولاړول، اقليتونو ته په امنيتي ځواكونو او ملكي اداراتو كي دومره لويه برخه وركول چي اقتدار په بشپړه توگه د دوى په واك كي وركړي او د ټولني غوڅ او مطلق اكثريت له خپلو عادلانه حقوقو او مقام محروم او غبرگون ته یې وهڅوي، د اقليتونو لپاره مستقل ولايات جوړول، د خپلي خوښي واليان ټاكل او هغوى ته د پراخ صلاحيت انتقال، او دې ته ورته هڅي په دې موخه ترسره شوې چي د افغانانو ملي وحدت له منځه يوسي او د يوه ځواكمن مركزي حكومت له رامنځته كېدو مخنيوى وكړي، پانگه وال نظام مسلطول او شتمني، بانكونه، شركتونه، مخابراتي وسائل او نشراتي مؤسسات او صوتي او تصويري رسنۍ د څو مزدورو كړيو په لاس كي وركول… دا د هغوى د منصوبې ځيني برخي دي….»

ښاغلي حکمتیار ادعا کړې چې عملاً افغانستان په قومي بنیادونو وېشل شوی او د ځینو سیمو واک د خاصو قومي ډلو په لاس کې ورکړای شوی دی:« دا اوس د بلخ په څېر باميان او داى كندي د مستقلو ايالتونو حيثيت لري، داى كندي د جنوب تر ډېرو ولسواليو د نفوس له پلوه وروسته دئ، خو د ايران ډالرو او د امريكايانو منصوبې ارگ دې ته اړ كړ چي د ولايت په توگه ومنل شي، د هزاره جاتو ټول ملكي او نظامي ادارې او واك يې هزاره وو ته سپارل شوي، واليان، قومندانان، ملكي مأمورين، امنيتي ځواكونه، ښوونځي، پوهنتون، استادان، قاضيان … ټول د هزاره توكم په واك كي دي، له شيعه پرته بل څوك په كي نه ترسترگو كېږي…»

ده همداراز تور لګولی چې اقلیتونه د پښتنو پرضد هڅول شوي چې ملکیتونه یې غضب کړي او د ملېشو په وسیله یې په ډله ییز ډول ووژني:« د امريكايانو تر حمايې لاندي ډلي یې دې ته هڅولې دي چي د پښتنو ټولي زمكي غصب كړي، هغوى پرېنږدي چي خپلو سيمو ته ولاړ شي او خپلي زمكي تصاحب كړي، كوچيان نه پرېږدي چي خپلو مېنو، څړځايونو او ورشوگانو ته ولاړ شي، د هغو امنيتي ځواكونو له لوري پر دغو مظلومو كوچيانو بريدونه كوي او له سيمي ئې باسي چي د فوځ او پوليس دريشي ئې په تن دي، د امريكايانو هغه خاص ځواكونه له همدغو هزاره ملېشو جوړ شوي وو چي په وردگ ميدان كي د هغوى وحشيانه جناياتو ټوله نړۍ ولړزوله، كرزى ئې دې ته اړ كړ چي ووايي: په يوې اونۍ كي بايد دا ځواكونه له سيمي وايستل شي، او دفاع وزارت ته ئې امر وكړ چي دوى خلع سلاح كړي. خو دا هسي د خولې ډزي وې.»

دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر پښتانه د دولت وسله وال مخالفان، چې حکمتیار یې هم جز دی، د پښتنو په سیمو کې د پرمختیايي چارو، تعلیم او بیارغونې د لارې اصلي خنډ بولي او وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې پښتانه له رایې ورکولو محرومه کړل او اوس هم هلې ځلې کوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې پښتانه له رای ورکولو راوګرځوي.

که څه هم ښاغلي حکمتیار په خپل پیغام کې د انتخاباتو یادونه نه ده کړې خو ملا محمد عمر په خپل پیغام کې انتخابات مردود او د وخت ضیاع بللي دي.

د طالبانو مشر له خلکو غوښتي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

حکمتیار شک څرګند کړی چې د کابل چارواکي به د بون د لومړي کنفرانس په څېر د یوې اجماع په ترڅ کې په واک کې د پاتې کېدو هڅه وکړي خو ده دا کار په دې خاطر ناشونی بللی چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ ډېر توپیر شته.

ده په خپل پیغام کې بې له دې چې د ولسمشر حامد کرزي د نوم یادونه وکړي د افغانستان چارواکي د مریانو، ګوډاګیانو او فاسدانو په شان په توندو ټکو غندلي دي.

د حکمتیار له پیغامه داسي ښکاري چې توندې څرګندونې یې په اوسني دولت کې د شمال ټلوالې شاملوغړیو ته وي چې د مځکو په غضب او سواستتفادو تورن دي.

ویل کېږي چې طالبان له حکمتیار سره سخت اختلاف لري. د دواړو خواوو د پلویانو ترمنځ په بغلان، میدان وردک او ځینو نورو سیمو کې خونړۍ جګړې شوي دي.

حکمتیار د کابل د حکومت د ژر نړېدو او د ده په وینا د اسلامي نظام د قایمېدو وړاندوینه کړې ده.

حکمتیار له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته هم خلکو ته د سوچه اسلامي حکومت د جوړېدو هیله ورکوله خو د شوروي پوځونو له وتلو او د نجیب الله د حکومت له پرزېدو وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو چې په نتیجه کې یې کابل وران شو.

17 thoughts on “حکمتیار تور لګوي چې امریکا او متحدان یې د افغانستان د تجزیې او درز هڅه کوي”
  1. ښاغلی حکمتیار صیب : زه هم تاسو ته د کوچنی اختر مبارکی درکوم او له دې نظر سره مو هم غږی یم چې د شمال لنډغر د شمال په پښتنو رالګلیدلی دی او د ځمکو ، مالونو تر څنګ ېې د هغوی په ناموسونو هم صرفه ونکړه خو په کابل کې د شیشو په ودانیو کې خرڅ شوی پښتانه وايي چې که مونږ عکس العمل وښايو نو د قوم پالونکې تور راباندې لګيږي دا جنابان د اداری فساد ، اخلاقی فساد ، شوکو او جنګسالارۍ باندې نه شرميږي او د خپل قوم دفاع ته تور وايي خو زر ده چې خبره به ستاسو ناموسونو ته راشی او بیا به ډېرې چغې ووهۍ خو څوک به مو د رمې د شپون په څير په خبره باور نه کوي ځکه تاسو ټول عمر ملت ته دروغ ویلی دی او د ملت سره مو خیانت کړی دی زمونږ الله شته ستاسو که يو څو ورځې حکومت دی تیر به شی خو تاریخ کې به تور ثبت شۍ

  2. ګلبدین راکټیار او فدرالیزم!

    ګلبدین حکمتیار ددوی په نوم جهاد وخت کې د پنجاب سره د فدرالي نظام لپاره امضا کړي وي چې کله مونږ په واک ورسیږو نو د افغانستان او چتلستان ترمنځ به ویزه پاسپورټ نه وي تردې ځایه چې افغانستان به د پاکستان پنځمه صوبه وګڼو – نن د هاغه ګلبدین حکمتیارد خولی نه دا خبره چې امریکا د فدرالي نظام هڅې کوي – ډیره د خندا ده! څه لوبې نه دي چې دا ګوډاګیانې په افغانانو نه کوي –

  3. څومره دې په وچ نهر کې د سپیو خوراک کړل، څومره دې د آی ایس آی په لارښوونه بې پته او بې عزته کړل؟ عزیز الرحمان الفت دې څنګه وواژه؟ ډاکټر سعادت شګیوال دې څنګه وواژه؟ معلم تاج محمد دې څنګه وواژه، معلم ذاکر دې څنګه وواژه؟ د بهاءالدین مجروح په قتل کې دې څومره لاس وه؟ فکر کوې چې پښتانه ستا ظلمونه هېر کړي دي چې ته یې اوس د ملاتړ لاپې کوې او د ملاتړ تمه ترې کوې؟ که له دا هر څه راتېر شو، .

  4. يارل د پښتنو تباهئ ستا او ملا عمر د لاسه ده تاسو خو د خپل د نيکنو هډونه په قبر کښۍ په شرو وشرمول ا

  5. ددغه ټولو بد بختیو لکه په شمال کې پر پښتنو ظلم او اقلیتونو ته د قدرت زیاته ونډه ورکول او د مرکزي حکومته د پښتنو ایستل او په ملي اردو او ملي پولیسو کې د پښتنو کم او د اقلیتونو زیات شمیر دا ټول د هغو غیرتي پښتنو د غیرت برکت دی چې نن هم د دفتر په پرتله سنګر ته په درنه سترګه کوري.
    دا ټول د هغه جهالت پایله ده چې د قندز پښتون زلمي ته ښونځی سوزول کیږي او سنګر ته کشول کیږي.
    دا ټول د هغه جهالت پایله ده چې یو پښتون مأمور له دولت سره په دندې اجرا کولو سره وژل کیږي، رټل کیږي، پزه او غوږونه ېې پرې کیږي.

    کله چې پښتانه غرونو ته وخیژي، طبیعي ده چې د سمې کار او بار به غیر پښتنو ته پاته کیږي.

    لږ له شعوره کار واخلئ

  6. حکمتیار صیب اختر د مبارک شه، پر موږ خو مو غم کړیدی.

    ستاسو د پیغام غیر سیاسي برخه یعنې چې د اقتصاد، بیان او نوروې برخې را نغاړي ډیره په زړه پورې ده.
    تاسو څه فکر کوئ چې بانکونه، مخاربراتي کمپنۍ، شرکتونه، رسنۍ او نور باید ټول یوازې او یوازې د دولت تر ولکې لاندې وي؟؟
    که مو داسې فکر کړی وي دا لویه تیر وتنه ده.
    او که دا فکر کوئ چې نه، هر څوک کولی شي په هره برخه کې پانګونه وکړي؛ بیا نو ستاسو ادعا بې بنسټه ده چې پورته یادو برخو کې مزدورو کړیو پانګونه کړیده. تاسو هم کولی شئ یوه کمپنۍ جوړه کړئ او کار وکړئ، فابریکه جوړه کړئ او یا نور.
    هو، دا سمه ده چې تر نن پورې د مرکزي حکومت او دولت په چوکاټ کې فساد شته، کار اهل کار ته ندی سپارل شوی، د پانګونې اصول او قوانین یا خو شته نه او یا هم غیر معیاري دي او د فساد لپاره ښه مساعد دي. مګر دا پدې مانا هیڅکله نده چې پورته یادې برخې باید د دولت پر منګولو کې ورکړل شي.

    تاسو باید یاد ولرئ چې دا هیواد له بهرنۍ او شخصي پانګونې پرته په هیڅ صورت د پرمختګ په لور نه شي خوځیدلی.

  7. ټولوتاندلوستونګوته اوپخپله دجهاددوخت ستررهبرښاغلی حکمتیارصاحب ته سلامونه اودراتلوونکی کوچنی اختر مبارکی وایم پدی هیله لرم چه بل کوچنی اختر مودافغانستان دټولوډلوټپلو اوپه خاصه توګه دحکمتیارصاحب دډلی اوملاعمرصاحب دډلوسره دافعانستان په خاوره کی دټولوافغانانوپه مینځ دتلپاتی سولی لاندی راشی. دحکنتیار لیکنه زه تاییدوم ځکه چه اوسنی نظام کی داکثریت قوم حقوق ترپښولاندی شوی دی اودیوی ولسوالۍ اویوولایت ډلی دافغانستا ن ددولت ګدۍ کنټرولوی پداسی حال کی چه یوڅه په دولت کی شامل پښتانه یی دکرزی دریس جمهور په نوم اوهمداسی یوڅووزیران دپښتنوپه نوم چه هیڅ واک اواختیار نلری غولولی دی کچیری دکورنیوچارووزارت ته ځیر شو نو۲۰۰ شاوخواکی پنجشیری جنرالان پکی ځای لری اویا دملی امنیت څارګره ادره چه کثره بکی پنجشیریان اویا تاجګ دی اودپښتون خودرک پکی نشته کچیری کوم پښتون هم لری دخپل موقف دساتلوپه خاطر ددوی پنجشیریانوهری غوښتنی ته تیار دی یوځیګ باصلاحیته پښتون په نود اسدالله خالد موچه پکی پیداکړودپنجشیریانوددسیسوښکار شو اودوزیر صاحب مجتبی پتنګ صلاحیت خوټولوته معلوم دی چه دسلګونوبیوزلو داورزګان ولایت پښتنودقاتل شجاعی چه پخپله هزاره دی اودخلیلی ترسیوری لاندی شپی سبا کوی څه وکړل یعنی هیڅ اونور………کرزۍ وایی چه فدرالی نظاکم نه غواړوځکه چه دافغانستان لپاره سودمند ندی دااوس تاسی فکر وکړی چه دشمال سیمه په فدرالی چوکاټ کی نده که نه نوکرزۍ خودی نر شی عطامحمد دی لری کړی اوپر ځای دی هلته جمعه خان همدردراویا کوم بل بښتون والی مقرر کړی اویا دجوزجان،سرپل،پروان اوپنجشیراویوڅونورولایتونه…….دپښتون قوم سره دخیانیت څخه به تیر شوټول ښه پړهیږو……. پدی دولسوکلونوکی مودمذهب سره هم خیانیت شوۍ دی هغه داچی زمونږه په پوهنتونوکی اوس ډلی ډپلی راولاړیږی چه مونږه ته دی فقه جعفری وویل شی اودافغان اوافغانستان دنوم اونورملی اصطلاحات خواوس بلکل دوی ته دمنلووړندی په اخره کی داوایم چه خدای پاک دی ددی روژی په برکت بیا دافغانستان دمظلوم ولس دملاتړ په خاطردمیرویس خان نیکه پشان رهبرراپیداکړی ترڅوټول افغانان سره یوموټۍ اوددغو عقیدوی،کلتوری اونورویرغلونوڅخه مودتل لپاره خلاص کړی.امین ثم امین یارب العالمین

  8. نه پوهیږم چې الله ته به دا طالبان، حزبیان او تش په نوم مجاهدین د فیسبوکی لوچکانو او لنډاغر په ګډون څه ځواب وایې. تاسی او خدای چې پدی اوسنی جګره کې ډیری افغانان په خاصه بیا پښتانه چا ووژل، امریکایانو او که طالبانو او حزبیانو؟ د الو ټاپي یې راخستی او په خلکو یې وهی او وژنی یې؟ که همداشان کار ورسره حکومت هم کولی نو نن ورځ به دومره نه ډیریدل دا بوزدله او د پاکستان او سعودی نوکران؟ لږ د عقل نه کار واخلی. دا هغه چا غلامی کوی چې د امریکا غلامان دی؟؟؟؟ افغان حکومت خو یی ونیسې او بیا پری د ددولتی ډوډۍ خلاصولو او دمه کولو ورسته بیرته د ولس وژنی لپاره لکه د لیونی سپیو خوشی کړی. که خدای دا وحشی ځناور تباه او برباد کړه. امین

  9. د تاند له چلوونکو یوه نړۍ مننه کوم چې د افغانستن لپاره یې د مطبوعاتو په تاریخ کې لکه د نړۍ لپاره چې لمر حدمت کړي انسانانو نباتاتو یې خیررسولی او لوی پروردګا ر پدې ټوټه کې د انسانسانانو لپاره خیر اچولیهمدا شان تاند زمونږ د هیواد لپاره ډیر ستر حدمت کړي، خو اوس تری یوه ګیله لرم هغه دا چې ولې یې د حکمتیار په تبصره کې منفی اړخو نه نه دی را اخیستي حکمتیار په خپله تبصره کې لیکي چې ( چې ما د ډاکټر نجیب د وخت کمونیسته اردو ړنګه کړه او د کرزی دا تش په نوم اردو په هم هغسی له منځه یو سم لکه د نجیب دوخت اردو) لومړی خو دا چې د افغانستان پخوانی اردو د نجیب اردو نه وه ۲۵۰ کاله پخوا یېې تهداب ایښودل شوي وو ، اوبل کله چې نواز شریف په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو تر فشار لاندی راغی نو ولس ته یې په عمومي خطاب کې وویل ( ما دپاکستان لپاره دومره حدمت وکړ چې د افغانستان دوه نیم سوه کلنه اردو می ختم کړه) اوس تاسو قضاوت وکړي د نواز شریف او خکمتیار د ادبیاتو ترمنځ کوم توپیر موجود دی او اوس خو نواز شریف هم له ده په افغان دښمنی کی بهتر دی نواز شریف په څرګنده د افغانستان له نظام او حکومت او اردو څخه ملاتړ کوي خو خکمتیار اوس هم په هماغه زاړه پروژه کار کوي چې د پاکستان استخباراتو ورته سپارلي وه  

  10. دوستانو سلامونه مې ومنئ، زه په دې افسوس کوم چې د افغانستان ټول رهبران یوازې د قدرت د انحصار له پاره د خپل ولس وینو ته تږي ناست دی . حکمتیار پرون په دې هېواد کې څه وکړل ، او نن څه غواړي ، تاسو نن د پښتنو استازیتوب کوی او د پښتنو له حقوقو د دفاع اواز پورته کوئ ، پرون دې څنګه پښتانه ټول تباه او برباد کړل،. تاسو خو پرون پښتانه جنرالان او د پوځ لوی کسان چې تاسو ته لوګر ته درغلی ول څه مو پرې وکړل ، هغوی غوښتل چې تاسو کابل ته واک ته ورسوي څو پښتانه په امن کې پاتې شي او تاسو یې سرونه ورغوڅ کړل . تاسو خو پرون د افغانستان د ۲۵۰ کالونو اردو ړنګه کړه او نن هم خپلو بادرانو ته ووایی چې که ا مریکا ووځي زه به بیا هم د افغانستان د لسو کالونو اردو په لسو دقیقو کې ړنګه کړم ، اوس دې دا خوب اوبو ته ووایه افغان ولس اوس په جهادیانو څه باور نه کوي تاسو نور د تاریخ تیره شوی پانې یاست او یوازې زموږ راتلوونکي نسلونه باید ستاسو له کړنو عبرت واخلی او بیا د پردیو په لومه کې راښکیل نه شي. اوس هغه وخت تیر دی چې ستاسو له پاره به خلکو خپل سرونه په اوږدو د قربانیو له پاره ګرځول . اوس تاسو د جهاد ټیکادرانو اصلي څیرې بربڼډې شوي دي .
    جناب حکمتیار صاحب ، لکه د د شپې هم د خوب پر مهال له ځان سره فکر کړی چې ما په دې ژوند کې د افغانستان خلکو ته کومه خوشالي ورکړي ؟ کله دې دا فکر کړی چې ما خپل هېواد ته کوم ویاړلی خدمت کړی ؟ کله د یو سرک د جوړولو ، د پله د جوړولو او نورو وادنیو د چوړولو په اړه فکر کړی ، او که تل فکر همدا دی چې څنګه ویره ، وژنه ا و ربړونه رامنځ ته کړم . خدای ج دی تاسو ټولو جهادیانو او د اسلام ټیکادارانو ته هدایت نصیب کا او که په هدایت نه اصلاح کیږئ خدای مو نور رانه خپل کړه چې دا هېواد مو نور له شره خلاص شي .

  11. ګرانه حکمتیار صاحبه
    څو ځله به نظامونه او حکومتونه جوړوی او ورانوی تر څو ستا په طبع شی خدای ته وکوره د خپل ګنجی او تور بادار نه دی زده کړه او نور په دی مظلوم ولس رحم وکړه
    مننه

  12. با کمال پوزش که به دری نوشته میکنم!
    نمیدانم که جناب حکمتیار صاحب از مردم رنجدیده و مظلومی افغانستان چه می خواهد؟ این جناب حکمتیار صاحب است از نزدیک به چهل سال میشود که پشت دروازه استخبارات بیگانه بستره انداخته و برای ویرانی کشور عزیز ما افغانستان کمک طلب دارد.وعده مزدوری میدهد. در جنگ علیه حاکمیت حزب دموکراتیک افغانستان بالای 60 در صد کمک های غرب از جمله امریکا را همین آقای حکمتیار بدست میاورد و نسبت به دیگر مزدوران به اصطلاج مجاهد بهتر کشتار میکرد و کشور غزیز ما افغانستان را ویران میکرد. حالا این حکمتیار صاحب کجاست ؟ البته در یکی از قرار گاه های مربوط به ای اس ای پاکستان است .

  13. د حکمتیار ماضی به یوی خوا ته پریږدو .
    نن باید چی ټول اختلافات هیر کړو او د راتلونکی په باره کی فکر وکړو. اختلافاتو ته لمن وهل د دښمنانو په ګټه تمامیږی . بی دینو ته همدا … جوړیږی.

  14. د ماضي خبرې ماضي او تاریخ ته پرېږدئ. دا غلطه ده چې د یوچا حقې خبرې په دې خاطر رد کړای شي چې پخوا یې ولي داسي یا هسي کړي دي.
    زه هم د جهاد په کلونو کې د حکمتیار د ډېرو کارونو مخالف وم خو په نوي یمه لسیزه کې د مسعود، رباني اونورو پرضد د حکمتیار د مقاومت ملاتړ کوونکی وم. که حکمتیار نه وای تراوسه به د ستمیانو پاچهي وه. . حکمتیار د جهاد په کلونو کې ډېر زیات د افراط نه کار اخیست. ملي ارزښتونو ته یې شا اړولې وه خو د وخت تیرېدو ډېر څه ورزده کړل. هماغسي چې نورو د زمان نه زده کړه وکړه.
    د حکمتیار دا دریځ د ستایلو وړ دی چې په دې خبر یکې یي لولو. د حکمتیار دا دریځ هم د ستایو دی چې وايي یوازې د بهرنیانو پرضد دې جګړه وشي پر افغان عسکرو او پولیسو برید مه کوئ، د تعلیم مخه مه نیسئ، ښوونځي مه سیزئ.
    همدومره
    عمرزی

  15. Salam To Mr. Hekmatyar;

    I remember that many of our brothers and sisters liked Mr. Hekmatyar and other Mujahidins because many people were not satisfied with the governance or went through tortures of Khalqis or Parchamis. However, when Mujahidins took power in Afghanistan, our perception changed. We realized that men are of wicked nature. We pined for governance…

    I personally realized that many leaders in the Muslim World are created, supported and promoted by Western Imperialism. When they are not useful anymore, they are forced to flee or eliminated. One among those leaders is Mr. Hekmatyar.

    Mr. Hekmatyar was a cult for his followers. Whatever he said, it was right.. I guess that we should realized that Mr. Hekmatyar is a nominal figure. In reality, he is an absolute thinker, he looks at things from a fanatic angle, and he provides no solution for the miserable socio-economic conditions or environment of our society… All he does is to bark at the West for his own failures.

    I read many sections of his articles. I find out that he argue based on false hypothesis. His arguments make no sense. Let’s look at his misinformation in this paragraph where he argues that societal sickness or illness is a Western Society phenomenon;

    كه تاسو دا اوس غربي ټولني ته لږ په دقت سره ځير شئ نو د قرآن د دغه آيت مصداق به په خپلو سترگو وگورئ، هري خوا ته به دي د ښځو مجسمې ترسترگو شي، هم په معبد كي او هم په مغازه كي، هم د كشيش په وينا كي او هم د ټلويزيون په تجارتي اعلاناتو كي، هلته د تجارت لپاره ښځه او د دې ښايست استعمالېږي، هلته لوړو مراتبو ته رسېدل د ښځو له لاري وي، هلته مور او پلار هېر شوي، د دې ميني ټغر ټول شوى، ځاى ئې جنسي هوس او تعلق ته خالي شوى، له نكاح او د كورنۍ له جوړولو ډډه كېږي دا ځكه چي نكاح د آزاد جنسي تعلقاتو مانع كېږي، له اولاد سره د ښځي او مېړه علاقه او مينه نشته او دا د دې لپاره چي اولاد ساتل او روزل زحمت غواړي او د جنسي تلذذ او خوند اخيستو په وړاندي خنډ كېږي، مېړه او ښځه د دې پر ځاى چي اولاد ولري، سپى او پشۍ ساتي، ځيني د سپي ساتل تر زوى درلودلو غوره گڼي او ځيني ئې سپي د جنسي موخو لپاره ساتي، هلته به تاسو له كشيشانو هم واورئ چي مريم عليها السلام په زنا تورنوي او په دې خبري خاص تأكيد كوي او وايي چي هغې توبه وكړه او بيا ئې دا مقام ترلاسه كړ او دا د دې لپاره چي د يوه زناكار ولس معبود هم بايد د زنا سمبول وي، هلته به تاسو د فرويد په څېر د دوى له فيلسوفانو هم واورئ چي وايي: د انسان د ټولو كړو وړو، اړيكو او روابطو منشأ جنسي تمايل دئ، د پلار مينه له لور سره او د مور مينه له زوى سره له دغه تمايل راولاړېږي، هم د انسان د ويښي ټول فعاليتونه او هم ئې د خوب خوبونه جنسي منشأ لري

    This is NOT true about Western Society…

    Wa-Salam,
    Mullah Habib

  16. Salamoonaaa. Akhtar mo Kubarak sha tolo hewad walotah. Afsooz hekmatyaar sahib taso da Dr. NajeebUllah Khabar wa na manaodah os mo hewad hase sho

  17. زه دتاند ویب پاڼی څخه ډیره مننه کو ځکه چی ډيرښه مطالب خپری بیاهم تری نه مننه کوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *