تاند- ګلبدین حکمتیار وايي، د دوو کلونو له پر له پسې خبرو وروسته د افغانستان له حکومت سره پر یوې مهمې موافقې توافق ته رسېدلی خو په حکومت کې د داخلي ستونزو له کبله د موافقې نهايي لاسلیک ځنډېدلی دی.

حکمتیار نن /یکشنبه/ په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې وه چې تر اختر مخکې د جمعې په ورځ /پرون/ موافقه لاسلیک شي خو په وروستیو شېبو کې دولت د داخلي ستونزو له کبله اړ شو چې د موافقې لاسلیک وځنډوي.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې مخالفت کوي.

اجرايي ریاست یا ارګ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې ولې یې پرون له دې سره سره موافقه لاسلیک نه کړه چې د دواړو خواوو (حزب – حکومت) له اوږدو خبرو وروسته پرې توافق وکړ.

حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د خپل ګوند د خبرو مهمه ځانګړتیا دا بللې چې د پردیو له منځګړتوب او مداخلې پرته د افغانانو په خپل منځ او خپل نوښت شوي دي.

ده له طالبانو او د دولت پر نورو وسله والو مخالفانو هم ږغ کړی چې د سولې له بهیر سره یوځای شي:« د دولت له ټولو مخالفينو غواړو چي له دې بهير سره يو ځاى شي، خپل اهداف له سوله ييزي لاري تعقيب كړي، كه دا اهداف د پاته بهرنيو ځواكونو وتل وي، كه د اوسني حكومت پر ځاى بل حكومت جوړول او كه د اسلام پلي كېدا او د عدالت تأمين. په اوسنۍ بڼي كي د جنگ دوام د افغانانو په گټه نه دئ، د افغانانو د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په گټه دئ، نور نو په جنگ كي يوازي افغانان وژل كېږي او د افغانانو وطن ورانېږي»

ده په عین حال کې له حکومته غوښتي چې له ژمنې سره سم معاهده لاسلیک کړي.

حکمتیار ویلي چې د پوستو او ولسوالیو لاس په لاس کېدا د بې ګناه افغانانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي او دا له عقلي پلوه معقوله تګلاره نه ده:« زه پر ټولو افغانانو ږغ كوم چي راشئ همدا لار غوره كړو، د بين الافغاني مذاكراتو له لاري د ستونزو د حلولو او خپلو سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لار. د پوستو او ولسواليو لاس په لاس كېدا او د دا راز جگړو د هري پېښي په ترڅ كي د سلگونو بې گناه افغانانو مرگ ژوبله؛ نه له عقلي پلوه معقوله تگلاره ده او نه له شرعي پلوه جائز عمل. راشئ بين الافغاني مذاكرات لږ تر لږە د څو اونيو لپاره وآزمويو، په جگړي كي ښكېل لوري په موقت اوربند توافق وكړي، د حسن نيت ثابتولو لپاره داسي څه وكړي چي يو پر بل اعتماد رامنځته كړي، طالبان او د رژيم نور مخالفين دي په دې مذاكراتو كي په زړە ورتيا او جرأت سره برخه واخلي، خپلي ټولي شرعي غوښتني دي وړاندي كړي، دا اطمئنان دي ولري چي حزب اسلامي به ئې په ټولو معقولو غوښتنو كي ملاتړ كوي، كه خبري په مثبت لوري مخكي ولاړې او دا طمع راپيدا شوه چي خپل اهداف له دې لاري ترلاسه كولى شو، نو آيا غوره نه ده چي همدې خبرو ته تر هغه دوام وركړو چي ټولي ستونزي حل شي؟ كه ئې نتيجه نه درلوده نو هيڅوك موږ له خپل جهاد او وسله وال مقاومت نشي منع كولى. زه به له دولت وغواړم چي په دې اړە تر مقابل لوري وړاندي خپل اخلاص او نېك نيت ثابت كړي، د طالبانو ځيني مهم بنديان له هر راز قيد او شرط پرته او زما د غوښتني په خاطر آزاد كړي»

حکمتیار دا هم ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د موافقې له لاسلیکېدو سره سم به له ټولو کډوالو وغواړي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

5 thoughts on “حکمتیار: حکومت د داخلي ستونزو له کبله په وروستیو شېبو کې د موافقې لاسلیک وځنډاوه”
  1. اګر چه زه دښاغلی حکمتیار دسقاوی پلوه خبرو سر سخت مخالف یم، اوهیله لرم چه هغه په دغه هکله خبر نظر ته بدلون ورکړی.

    مګر ښاغلی عبدالله او نظار شورا چه دښاغلی حکمتیار په باره کی کوم دریځ نیولی دی، دغه دریځ نه افغانی، نه اسلامی او نه منطیقی دی.

    اوس مونږ دښاغلی اشرف غنی څخه خواست کوو، چه دښاغلی حکمتیار سره دغه دسولی تړون ژر تر ژره لاسلیک کړی، ځکه مونږ په نن وخت کی سولی ته اشد ضرورت لرو، دا چه ښاغلی عبدالله په افغانستان کی دسولی دراوستو مخه نیسی، باید افغانان نور هغه ته وخت ورنکړی.

    بیا هم وایم همدا نن چه دښاغلی حکمتیار سره دسولی تړون لاسلیک شی نو ښاغلی عبدالله به څه وکړی ؟؟؟
    عبدالله او دهغه ډلګۍ هیڅ نشی کولای، ځکه دافغانستان ۹۹،۹۹ فیصده خلک سوله غواړی
    په درناوی

  2. !! دومره حماقت هم څوک کوي
    خدای او رسول یې مني چې پښتانه اکسریت دي خو تاجک یې نه مني !
    ! که حکتیار راشي ستمیان ضعیفه کيږي او که طالبان راشي نو دستمیانو پښې به لنډې شي نو ستمیان کله سوله غواړي

  3. دګل مرجان موقف او سوابق دی د شورای علما لخوا یا د امت اسلامی د مشهور او معتبرو علماوو لکه علامه د.قرضاوی له خوا وڅیړل شی هره فیصله یی چه وکړه هغه دی عملی شی او منافقانه دریځونه دی وغندل شی او قابل د اعتنا ندی لاس یی خلاص چه بیا څه معامله یا دون همتی ترسره کوی،ملت ته دی فرصت ورکړ شی چه صلح اوخیر تاییدوی که جنګ او شرانګیزی؟
    که زموږ علما دا شهامت نشی کولی نو باید د.قرضاوی او دی ورته اسلامی معتبرو مراجعو ته دی مراجعه وشی او بیا ولیدل شی چه د ډ. اشرف غنی موقف اسلامی او انسانی دی که د وزیر صاحب آرایشګاه؟

  4. ﺩﯾﺮﻩ ﺧﻪ ﻣﻮﻗﻪ ﺩﻩ ﻧﻮﺭ ﻧﻮ ﻭﮊﻧﻪ ﺑﺲ ﺩﻩ ﺍﻭﺱ ﺑﻪ ﻧﻮﺟﯿﺒﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﺩﮎ ﺳﻮﯼ ﻭﯼ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *