تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند د غړیو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړه.
حکمتیار دا اندېښنه د پکتیا ولایت له قومي مشرانو سره په کتنه کې څرګنده کړه.
ده وویل، ځینې خاصو کړیو په وروستیو ورځو کې د اسلامي حزب د غړیو په نیولو پیل کړی خو ګوند یې لا هم زغم ته دوام ورکوي.
ده په دې اړه څه ونه ویل چې د حزب غړي د چا له لوري او په څه خاطر نیول شوي دي.
په وروستیو ورځو کې په تخار ولایت کې د حزب اسلامي او جمعیت د پخوانیو جهادي قوماندانانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
که څه هم حکمتیار یا د اسلامي حزب کومې بلې سرچینې د حزب د غړیو د نیونو او د تخار د شخړو د ارتباط په اړه څه نه دي ویلي خو جمعیت په حکومت کې اصلي واک لري او ممکن د حزبیانو نیونې له دا ډول پېښو سره بې ارتباطه نه وي.
حزب اسلامي د تخار په شخړو کې ښکېلتیا رد کړې ده او ویلي دي چې دا نښتې د سیمه ییزو قوماندانانو له پخوانیو تربګنیو سره تړاو لري.
په نړی کی د ۵ مرضونو علاج نه شته: ۱- د جمعیت و حزب سګجنګی ۲ په افغانستان کی فساد اداری ۳ د طالب جهل وغلامی ۴ سرطان ۵ ایډز