لیکوال: برهان پکتین [email protected]

له کوچني اختر وړاندې داسې تمه وه چې حزب اسلامي به د اختر په ورځ افغان ولس ته ځانګړی اختری او له افغان حکومت سره د سولې وروستي پړاو ته د رسیدو ځانګړی زیری ولري، خو له هیلو سره سره بیا هم داسې ونه شول او وروسته څرګنده شوه چې د سولې په عالي شورا کې داسې مخرب عناصر د ځانګړې مخربې او نظام دښمنې کتلې لخوا ځای پر ځای شوي دي؛ څو له یادې ډلې سره د ولسمشر غني په نوښت د سولې ځانګړی پلان سپوتاژ او د هر ډول پرمختګونو مخه ډب کړي، چې یاد نظام دښمنه کتله تر یو ځایه پورې په خپل دې شوم مقصد کې بریالۍ هم شوه او اوس هم تر بل هر څه ډیره هڅه کوي څو له حکمتیار سره د هوکړې رسیدو په لار کې خنډونه رامنځته کړي او د یادې ډلې او حاکم نظام سرکار سره د خپلې کینه ګرۍ شومې موخې بریالیتوب ته ورسوي.

تر دې وړاندې ما او ګڼو نورو ملګرو د حاکم نظام سالار ته په خپلو لیکنو کې د سولې پروسې او له مخالفو لورو سره هوکړې ته رسیدو پر وړاندې د شته خنډونو او مخربینو د شومو موخو خطر په تړاو خبر ورکړی ؤ، خو دا چې د حاکم نظام سالار د کار له پیل ورځې راهیسې له ګڼو ستونزو او ربړو سره مخ دی نو پرته له شکه چې دې مهم ټکي ته یې که پام شوی هم وي د ځانګړې پاملرنې پر وړاندې یې نور شته خنډونه ورمخې ته شوي او یا یې هم د یادو عناصرو یو په یو ګوښه کول د نورو نویو ستونزو د راولاړیدو او پر وړاندې یې د مخالفتونو زیاتیدو له امله خنډولي دي.

په دې هر څوک ډیر ښه پوهیږي چې د حاکم نظام سالار ته د امریکا لخوا جوړ شوي دوه سره نظام هیڅکله د منلو نه وو او نه یې هم غوښتل، خو د ملي ګټو او افغانانو د یووالي ثابت پاتې کیدو په خاطر یې یو تریخ ګوټ تر ستونې تیر کړ او اوس هم ځینې ناپوهان داسې انګیري چې ګواکې د اوسني لانجمن حکومت رامنځته کوونکی د حاکم نظام سرګردان سالار دی؛ په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو له پیله بیا تر اوسه د امریکا شومې موخې د یو زهرجن غبار په څیر د افغانانو په لاس د سلګونو هیلو جوړ شوی حکومت ګواښي او د هر ډول پرمختګ پر وړاندې د حاکم نظام سالار ته ستونزې رامنځته کوي، چې یوه یې هم د سولې بریالیو پروسو سبوتاژ او له ستونزو سره مخ کول دي او مخرب عناصر که له مخالفو لوریو ، افغان حکومت او افغانانو سره دښمني لري، نو بهرنیو ګاونډیو او نورو دښمنانو څخه د خپلو ناولو کړنو په بدل کې مادي ګټې هم تر لاسه کوي او په اصطلاح په یوه غیشي دوه نښې ولي.

نو له حزب اسلامي او د کوټې شورا له خپلواکو طالبانو سره چې د حقاني او پاکستان تر یوغ لاندې نه دي د سولې هوکړې تر لومړنیو او وروستیو پړاوونو مخکې دې د نظام لالهانده سالار په هر ډول او هنر چې شونې وي په نظام او په ځانګړې توګه د سولې عالي شورا کې یاد مخرب او د پردیو شومو اغراضو د پلي کولو مزدوران ګوښه او ټولې خواوې دې په دقت سره تر څار لاندې ونیسي.

او دا چې ټولو ته د یادو مخربو عناصرو شتون روښانه دی نو ځکه خو مخالفو ډلو په تیره بیا د سولې هوکړې ته نږدې شوې حزب اسلامي ډلې ته هم په کار ده چې حالات او د حاکم نظام سالار پر وړاندې شته ستونزې درک کړي او په خپلو شرطونو او دریځونو کې نرموالی راولي ، حاضر وخت او چانس دې غنیمت وګڼي ، په ساده اصطلاح سوله دې وکړي او په نظام کې د ونډې اخیستو سره دې د حاکم نظام سالار سره اوږه پر اوږه د ټولو ستونزو حل لپاره د چټکو ګامونو اخیستل پیل کړي تر څو په ګډې همغږۍ لاسونه سره یو کړي او پرته د ګاونډیو او بهرنیو له مرستې او منځګړیتوبه د لویو ستونزو په له منځه وړو کې بریالي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *